د طالبانو کډوالو چارو وزارت: په چنګاښ میاشت کې له ایرانه نژدې ۹۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د چنګاښ (سرطان) په میاشت کې شاوخوا ۹۵۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بي‌بي‌سي ته وویل، له ایرانه یوازې د چنګاښ په میاشت کې تر ۹۱۸ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې کورنۍ دي.

هغه زیاته کړې، په همدې موده کې له پاکستانه تر ۲۴ زرو ډېر او له ترکیې نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

همداراز د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه تلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي متقي په دې خبرو کې له ایرانه د افغان کډوالو څخه د ایستلو بهیر د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي، امیر‌خان متقي ټینګار کړی چې د کډوالو د ایستلو په دې بهیر کې دې "تدریجي ډول او درناوي سره د کډوالو ایستلو اصل" ته پام وشي.

له دې مخکې پرون د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل هېواد بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو سره خبرو کې له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو موضوع ته په اشارې سره وویل، ''د کورنیو چارو وزیر ته مې ویلي، چې په دې مسئله کې باید ډېر دقت وشي، چې خدای مه کړه د احتمالي تېروتنې او غفلت له کبله له افغان وروڼو او خویندو سره منفي ذهنیت پیدا نه شي.''

نوموړي افغانستان خپل ''ګران ګاونډی'' او افغانان ''په وینه او ژبه شریک وروڼه او خویندې'' وبلل، چې په خبره یې ''شریک تاریخ، دود-دستور، باورونه او فرهنګ لرو، زه په جدي توګه له افغانستان سره د اړیکو او همکارۍ ملاتړی یم او د خپلمنځي اړیکو په لړ کې د یوې نوې پاڼې اړولو په پار دې هېواد ته د سفر لپاره چمتو یم.''

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیرد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره لیدلي او د طالبانو، ایران، او ملګرو ملتونو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې په اړه یې خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي له قوله ویل شوي، ایراني چارواکو د دې تخنیکي درې‌ اړخیزې ناستې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی ښودلی او دا ناسته به ژر په کابل کې جوړه شي.

خو ایراني چارواکو تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلېند تازه ویلي چې تر اوسه له یو نیم میلیون ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا راستنېدل ډېری وختونه "په زور" دي.

ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي.

هره ورځ سلګونه کورنۍ په سخته ګرمۍ کې له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي. د افغان کډوالو جبري ایستل او له هغوی سره د بد چلند او ځورونې ادعاوې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.