تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره توکي کراچۍ کې ایسار دي؛ چابهار ته د بدیلې لارې په سترګه کتل کېږي
د افغانستان یو شمېر سوداګر وايي، د افغان سوداګرو زرګونه په توکو بار کانټینرونه، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پاکستان کې په ناقانونه ډول ګرځول شوي او هره ورځ ورباندې سلګونه زره ډالر مالیه راځي.
د کندهار سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره بیا بیا شریکه شوې خو هغوی یې په تړاو څه نه دي کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا بي بي سي ته ویلي، چې له پنځو تر پنځه نیمو زرو پورې کانټینرونه د پاکستان بندري ښار کراچۍ په ګمرکونو کې ایسار پاتې دي.
د ښاغلي بینا په وینا دوی له پاکستاني اړوند چارواکو سره په اړیکه کې دي، خو تر اوسه د دې سوداګریزو مالونو د ایسارولو په تړاو څرګند دلیل نه دی وړاندې شوی.
افغان پانګوال وايي، په اپټا نومي سوداګریز تړون کې داسې کومه قانوني ماده شته چې له مخې یې مالونه وګرځول شي، محصولات پرې ډېر شي او یا هم ټیکس او تضمین پرې واخیستل شي.
اپټا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې تړون دی چې د جمهوریت له مهاله پلی کېږي او څو ځلې غځول شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو د پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر خان جان الکوزی وايي، د افغان سوداګرو د شاوخوا یو نیم میلیارده ډالرو په اندازه توکي په کراچې کې "بې برخلیکه پراته دي."
نوموړی چې دا څه موده وړاندې هم پاکستان ته تللی و، وايي پاکستان چارواکو د یوه حکم له مخې امر کړی چې ۲۱۲ ډول توکي به د کراچۍ له لارې افغانستان ته نه وړل کېږي چې نوموړی یې د سوداګرۍ د نړیوالو قوانین خلاف بولي.
ښاغلی الکوزی وايي، پاکستان چارواکو ورته ویلي چې د دې ایسار شویو توکو د وړلو لپاره باید لس فیصده مالیه ورکوي- داسې څه چې دی یې "ناقانونه" ګڼي.
افغان پانګوال د کراچۍ بندر له لارې له چین، مالیزیا، اندونیزیا، هند، متحده عربي اماراتو او اروپايي هېوادونو توکي افغانستان ته وړي.
د ایران چابهار؛ افغان سوداګرو ته بدیله لار
افغان سوداګر وايي، وروسته له هغه چې پاکستاني چارواکو د دوی سوداګریزو توکو لپاره ستونزې جوړې کړې، هڅه کوي د ایران چابهار بندر د کراچۍ د بدیلې لارې په ډول وکاروي.
ښاغلي الکوزی وايي، اوس هم هره ورځ سلګونه کانټینرونه د ایران د دغه بندر له لار افغانستان ته وړي.
د طالبانو حکومت مرستیال وزیر هم پرون د چابهار بندر ته تللی و او ټاکل شوې نن کابل ته له ستنېدو وروسته د دغه بندر د کارونې په اړه له افغان پانکوالو او خبریالانو سره مالومات شریک کړي.
ملا عبدالغني برادر ویلي و، چې "افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي."
هغه زیاته کړې وه، دې موخې ته رسېدو لپاره اړتیا ده چې "دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي."
ایران هم لیواله دی چې د افغان سوداګرو توکي هم له دغې لارې افغانستان ته یوړل شي، ځکه مالي ګټه یې په کې ده.
ایران په ۲۰۲۰ کال کې د چاه بهار بندر او زاهدان ښار تر منځ د ریل ګاډي ۶۲۸ کیلومتره پټلۍ غځولو چاره پیل کړه.
د دغې اوسپنیزې لارې چمتو کولو هدف له زاهدان ښار سره د چاه بهار نښلول او بالاخره افغانستان او مرکزي اسیا ته د ریل شبکې غځول بلل شوي دي.
افغان سوداګر وايي، که چابهار له لارې توکي لېږدوي، د کراچۍ بندر پرتله په یوه کانټینر نژدې یو نیم زره ډالره ډېر لګښت راځي خو وايي "ښه بدیله لاره ده."
همدارنګه د طالبانو د حکومت مرستیال وزیر عبدالغني برادر د یاد سفر په پنځمه ورځ د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ پنځه هوکړې لاسلیک شوې دي.
د ایرنا خبري اژانس پر بنسټ یاد هوکړه لیکونه د پنجشنبې په ماښام د دواړو هېوادونو د چارواکو ملاعبدالغنی برادر او د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي، د ایران د جهاد او کرنې وزیر محمد علی نیکبخت او د ایران د ولسمشرځانګړي استازي او کابل کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ترمنځ لاسلیک شوي.
د ښاغلي کاظمي قومي د خبرو پر بنسټ په دغو پنځو ورځو کې زیاتره بحثونه د اقتصادي همکاریو اړوند شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: ''طبیعي ده چې اقتصادي همکاري ثبات او امنیت برخه کې مرسته کوي او د افغانستان د ستونزو په کمولو کې هم مرسته کوي. د ایران پالیسي تل د افغانستان له خلکو سره مرسته ده. ''
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم خبریالانو ته ویلي، چې دوی غواړي "د راکړې ورکړې کچه لس ملیارده ډالرو ته لوړه کړي."