تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني چارواکو سره د ملا برادر د لیدنو دوام؛ چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ په ډېرېدو هوکړه شوې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او ایران د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو په "پام وړ کچه زیاتولو" هوکړه کړې.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر وايي، د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر د ښاغلي برادر په مشرۍ ورغلي پلاوي ته په دې تړاو ډاډ ورکړی.
دغه دفتر ویلي، د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر له ملا برادر سره په کتنه کې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او ترانزیتي اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې.
د ایران د ولسمشر مرستیال په سوداګرۍ کې د ملي اسعارو په کارېدو او د سوداګرۍ او ترانزیت د سطحې لوړولو لپاره د لویو لارو او سړکونو پر اساسي رغېدو هم ټینګار کړی.
دواړو لورو په تېره بیا د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو په "پام وړ کچه زیاتولو" هوکړه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو مشر خانجان الکوزي بيبيسي ته وویل، که څه هم د ایران د چابهار له لارې د ترانزیت لګښت افغان سوداګرو ته د پاکستان د کراچۍ بندر پرتله یو څه لوړ دی، خو د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګرو لپاره د وخت ناوخت ناڅاپي ستونزو د مخنيوي او له اړتیا د خلاصون لپاره د چابهار بدیل ورته ډېر اړین دی.
خو دی ټینګار کوي چې په ایران کې د ترانسپورتي امکاناتو او د هغو د لګښتونو پر راکمېدو هم له چارواکو سره د خبرو اړتیا ده.
ښاغلی الکوزی ټینګار کوي چې په کار ده له ایران سره شوې هوکړې په دقت عملي شي او پر دې سربېره له مرکزي آسیا سره هم د سوداګرۍ پراخولو لپاره د ایران له اړخه د ترانسپورت د لګښتونو د راکمېدو اړتیا ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحيدي سره هم د ملا برادر په کتنه کې "د افغانستان له لارې چین سره د ایران پر اتصال" او د افغانستان او ایران له لارې عمان بحيرې سره د ازبکستان پر نښلولو خبرې شوې.
د ایران کورنیو چارو وزیر "د افغانستان له لارې له چین سره پر وصلېدلو" هم ټینګار کړی.
د یادونې ده چې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري دولت ټولګټو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې
د افغانستان او چین تر منځ د سړک پر جوړولو کار پیل کړ.
دغه وزارت هغه مهال هیله ویلي وو چې "واخان دهلیز" به افغانستان د سیمې د اتصال په مرکز بدل کړي.
د ملا برادر دفتر ویلي چې په دې کتنه کې "له چابهار څخه تر نیمروز، هلمند او کندهار پورې د رېل پټلۍ پر جوړېدو" هم خبرې شوې او د احمد وحيدي له قوله یې زیاته کړ ې چې ایران له خپلې خاورې د افغاني محصولاتو ترانزیټ ته لومړیتوب ورکوي، "څو د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راشي".
ملا برادر د خپل حکومت د سوداګرۍ د وزیر په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ په ایران کې دی.
هغه د ایران پر مرستیال ولسمشر او کورنیو چارو وزیر مخکې د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علياکبر احمدیان او بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان سره هم کتلي.
ایران وار له مخه د افغانستان له عمده سوداګریزو شریکانو دی او په کال کې یې راکړه ورکړه تر یو میلیارد ډالرو اوړي.
په داسې حال کې چې دا اړیکې د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو پرتله په چټکۍ پراخېدونکې هم دي.