ترکيه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ لږ تر لږه "۲۲ افغان کډوال په کې مړه شوي"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په" ترکيه کې ۲۲ تنه افغانان" د يوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوي‌ دي.

ياد وزارت پنجشبنې (۴ اپرېل) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دغه پېښه د چناک قلعه ولايت کې رامنځ ته شوې ده.

د اعلاميې له مخې په کښتۍ کې ټولټال ۴۶ تنه سپاره وو چې له دې ډلې څلور تنه افغانان ژغورل شوي او یو شمېر نور اوس هم نادرکه دي.

تراوسه نه ده معلومه چې دغه کډوال د افغانستان د کومو ولايتونو دي او دغه پېښه کله رامنځ ته شوې ده. په دې اړه مو د طالبانو حکومت د کډوالو چارو له وزارت سره اړيکه ونیوه خو ځواب یې ورنکړ

د افغان کډوالو د ډوبېدو دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ‌ته شوې چې په دې وروستيو کې د ترکیې په توقيف ځايونو او کمپونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

يو شمېر عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي چې افغان کډوال په "غير انساني او ناوړه شرايطو" کې ساتل کېږي.

ويل کېږي ‌ترکیې په وروستيو کلونو کې له افغان کډوالو او پناغوښتونکو سره سختي پيل کړې او د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې امنيتي کسان هره ور‌ځ له دوی پوښتنې ګروېږني کوي او که د اوسېدو اسناد ونلري، لومړی نيول کېږي او بيا له "څو مياشتني" پړاو وروسته له هېواده شړل کېږي.

اروپا ته د ښه او خوندي‌ ژوند په لټه کې د ډېری افغان کډوالو د تګ لاره ايران او بيا ترکيه ده.

په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د اقتصادي، اقليمي او امنيتي ستونزو له کبله اروپا ته د کډوالۍ پېښې ډېرې شوې دي چې په بېلابېلو پېښو کې کې يې لسګونو کسانو خپل ژوند بايللی دی.

تر دې وړاندې تېر کال بريتانيا ته پر لاره انګريز تنګي کې هم د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شپږو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بيا واک ته رسېدو سره پاکستان، ايران او ترکيې ته د تلونکو افغان کډوالو شمېر ډېر شوی دی. که څه هم پاکستان، ايران او ترکيې په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان په زوره افغانستان ته ستانه کړي خو د ناقانونه کډوالۍ شمېر لا هم لوړ دی.