له بابر باغ تر سرینا هوټل: اغا خان بنسټ افغانستان کې څه کړي؟

شهزاده کریم اغا خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهزاده کریم اغا خان
    • Author, رویین رهنوش
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د اسماعیلیه ټولنې د نفوس کره شمېر نشته، خو د دې ټولنې سرچینې یې له پنځو لکو تر یو میلیون بولي. د اغا خان پراختیايي شبکې د بنسټګر شهزاده کریم اغان خان پیروان تر ډېره په کابل، بدخشان او بغلان کې او پاتې هم په ځینې نورو ولایتونو کې دي.

خو د هغه بنسټ په تېرو درېیو لسیزو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چارې او خدمتونه درلودل.

د اغا خان پراختیايي شبکې له ۱۹۹۶ کال او کورنۍ جګړې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دغه بنسټ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې له یو میلیارد ډالرو ډېرې پیسې په بیارغونه، روغتیا، زدکړو، کلتور، خوراکي مرستو، اوبو رسولو، کرنې او اقتصادي پراختیا لګولي دي.

د اغا خان بنسټ وروستیو شلو کلونو کې له نورو مرستندویانو سره په ګډه له افغان حکومت سره یو ډېر مهم همکار بنسټ و.

البته اغا خان بنسټ په افغانستان کې د پروژو ډېرې پیسې له هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له بنسټونو ترلاسه کولې.

شهزاده کریم اغا خان د حامد کرزي د لوړې مراسمو ته بلل شوی و

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، شهزاده کریم اغا خان د حامد کرزي د لوړې مراسمو ته بلل شوی و

د اغا خان بنسټ مرکزي دفترونه په کابل کې دي او د ځینو ولایتونو په مرکزونو او هغو ولسوالیو کې هم شته چې اسماعیلیان پکې دي.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، تر اوسه دوه لکه ۱۸ زره کسان د اغا خان پراختیايي شبکې د کرنیزو، خدمتونو، خوړو او خوندیتوب پروګرام نه برخمن شوي دي.

دغو کلونو کې یې اوو زرو کسانو ته د کار موندنې مهارتونه زده کړي دي. له یو لک ۴۳ زرو ډېرو کسانو ته یې چې له طبیعي پېښو زیانمن شوي، خیریه او بشرپالې مرستې رسولې دي. ۳۵ زره کسانو ته یې هم اول ځل برېښنا برابره کړې ده.

اغا خان تېرو دوو لسیزو کې بیا بیا په مختلفو مناسبتونو کې کابل ته تللی او د حامد کرزي او اشرف غني د لوړې مراسمو ته هم بلل شوی و.

شهزاده کریم اغا خان پر ۲۰۱۴ کال د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته بلل شوی و

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، شهزاده کریم اغا خان پر ۲۰۱۴ کال د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته بلل شوی و

کابل کې د ګورګاني امپراتور د مزار رغول

اغا خان بنسټ تر اوسه په کابل، هرات، بلخ او بدخشان کې کلتوري پروګرامونه پلي کړي او تر ۹۰ ډېر تاریخي ځایونه یې بیا رغولي دي.

ډېری دا رغېدلې ودانۍ د مجاهدینو په خپلمنځي جګړو کې ورانې شوې وې او بیا رغول یې تر نورو ځایونو د کابل د ظاهري بڼې په بدلولو کې مهم رول لري.

بابر بڼ: د اغا خان پراختیايي شبکې یو مهم کار هم په ۱۶ پېړۍ کې د ګورګاني امپراتور ظهیر الدین بابر د مزار بیا رغول دي، چې په بابر بڼ یا بابر باغ مشهور دی. دا سیمه اوس په یوه تفریحي پارک بدله شوې ده. د اغا خان پراختیايي شبکې یې په ۲۰۰۲ کال کې رغول پیل کړل.

کریم اغا خان د کابل په بابر بڼ کې

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، کریم اغا خان د کابل په بابر بڼ کې

چهل ستون ماڼۍ: اغا خان بنسټ په ۱۳۹۵ کال د جرمني په مالی مرسته د کابل د چهل ستون تاریخي ماڼۍ رغول پیل او تر درې کاله کار وروسته یعنی په ۱۳۹۸ کې بشپړ کړل. نږدې ۶۰۰ انجینران او کارګران پکې په کار بوخت وو. ویل کېږي د عبدالرحمان خان، حبیب الله خان، نادر شاه، محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان په څېر شاهانو او واکمنو دې ماڼۍ کې بود او باش درلود.

له بیارغولو وروسته چهل ستون ماڼۍ

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، له بیارغولو وروسته چهل ستون ماڼۍ

بالا حصار: کابل کې د بالا حصار کلا مخینه تر پنځمې میلادي پېړۍ رسېږي. دا کلا له بیارغولو مخکې کلونو کې پر پوځي اډه بدله شوې وه. اغا خان بنسټ په ۱۳۹۹ کال کې د هند په یو میلیون ډالرو مالي مرسته د دې کلا د رغولو چارې پیل کړې.

د کابل بالا حصار تر بیارغولو مخکې

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، د کابل بالا حصار تر بیارغولو مخکې

اختیارالدین کلا: دا کلا د هرات ښار په مرکز کې ده چې د هرات ارګ باندې هم مشهوره ده او ۱۵ سوه کاله تاریخي مخینه لري.

اغا خان بنسټ د امریکا متحده ایالتونو په ۷۵۰ زره ډالرو د دې کلا د رغولو چارې په ۱۳۸۷ کال کې پیل او په ۱۳۹۰ کال کې پای ته ورسولې.

د ناصر خسرو مزار: د پارسي ژبي شاعر او متفکر ناصر خسرو بلخي قبادیاني مزار په ۱۳۹۴ کال کې ورغول شو. د هغه مزار پرلپسې کلونه تخریب او په ۱۳۸۳ کال کې یې د قبر ډبره یا لخڅه له نورو توکو سره غلا شوې وه.

اغا خان بنسټ د هرات منارونه، بلخ کې خواجه پارسا جومات، کابل کې باغ علم، د کابل د سلا جوړونې کارخاونه یا ماشین خانه او ځینې نور پخواني ځایونه بیارغولي دي.

د نادر شاه مزار: دا تاریخي مزار کورنیو جګړو کې وران شوی و او رغول یې په ۱۳۹۱ کال کې بشپړ او شهزاده کریم اغان خان او پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یې پرانیسته کې ګډون وکړ.

ستوري ماڼۍ: دا د ۱۹ پېړۍ ودانۍ د بهرنیو چارو وزارت انګړ کې په ۱۳۹۱ کال کې د هند په مالي مرسته ورغول او پرانیستل شو.

اغا خان بنسټ د افغانستان مختلفو برخو کې ډېرې منځنۍ او کوچنۍ پروژې هم پلې کړې دي، لکه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر امو سیند څو پلونه جوړول.

د ۱۳۸۵ ۵ کال لړم: امام علي رحمان، کریم اغا خان او محمد کریم خلیلي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بدخشان په اشکاشم کې سرحدي پل پرانیځي

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، د ۱۳۸۵ ۵ کال لړم: امام علي رحمان، کریم اغا خان او محمد کریم خلیلي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بدخشان په اشکاشم کې سرحدي پل پرانیځي

د کابل پنځه ستوریز سرینا هوټل

په افغانستان کې د اغا خان بنسټ ځینې چارې سوداګریزې وې، لکه سرینا هوټل، روشن مخابراتي شبکه او د ماشومانو لپاره د فرانسې روغتیايي انستیتیوت.

سرینا هوټل: د افغانستان یو مشهور هوټل دی چې پر ۱۳۸۳ کال په ۳۵ میلیونه پانګونې سره جوړ شو. حکومت دا هوټل په قرارداد شهزاده کریم اغا خان ته ورکړ. دې وروستیو کې سرینا هوټل وویل، چې تر دوو لسیزو وروسته په افغانستان کې خپلې چارې دروي.

روشن مخابراتي شرکت: په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شو او کار یې په کابل، هرات، کندهار، مزار، جلال اباد او کندوز کې په ۵۵ میلیون ډالره پانګونې سره پیل کړ. روشن په افغانستان کې یوه لومړنۍ مخابراتي شبکه ده او اوس په ټول افغانستان کې نږدې شپږ میلیونه مشتریان لري.

د نورو مخابراتي شبکو په څېر روشن ته هم د جمهوریت په وروستیو کې د طالبانو د فشار له امله لاسرسی نه کېده، چې له امله یې د پخواني حکومت ځینې چارواکو او د خواله رسنیو کارنو پرې نیوکې کولې.

د اغا خان د وړو پورونو بانک پر ۲۰۰۴ کال په افغانستان کې کار پیل کړ

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، د اغا خان د وړو پورونو بانک پر ۲۰۰۴ کال په افغانستان کې کار پیل کړ

د وړو پورونو بانک: دغه بانک پر ۲۰۰۴ کال په پنځه میلیون ډالري پانګونه کار پیل کړ او د وړو پانګونو او خصوصي کارونو په برخه کې یې د ځايي کاروباریانو ملاتړ کاوه. تېرو دوو لسیزو کې تر اوسه اووه لکه کسانو د دې بانک له پور استفاده کړې ده.

د ماشومانو لپاره د فرانسې روغتیايي انستیتیوت: په فرانسویانو روغتون مشهور دا بنسټ په کابل کې د درملنې یو داسې مرکز دی، چې ډېر ناروغان د درملنې لپاره ورته راځي. اغا خان بنسټ په ۱۳۸۷ کال کې د فرانسې د څو دولتي بنسټونو په مرسته او د افغان حکومت په هوکړه د دې انستیتیوت د جوړولو پرېکړه وکړه.

بامیان کې زهرا اغا خان

د بامیان ولایتي روغتون: په افغانستان کې د روغتیا لپاره د اغان خان په مهمو کارونو کې یو هم په بامیان ولایت کې د عصري روغتون جوړول دي. د شهزاده کریم اغا خان مشرې لور او د اغا خان بنسټ یوې مسولې ملکه زهرا اغا خان او د پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش په ۱۳۹۶ کال کې دا روغتون پرانیست.

د دې پروژې ټول لګښت ۲۲.۸ میلیو ډالره دی چې ۱۷ میلیونه کاناډا، ۳.۲ میلیونه اغا خان او ۲.۳ میلیونه هم د فرانسې حکومت پرې کړي دي. دا ۱۴۱ بستره روغتون په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره په ۶.۴ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی دی.

پر ۱۳۹۶ کال د بامیان روغتون پرانیستل

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، په ۱۳۹۶ کال کې د بامیان روغتون پرانیستل

په افغانستان کې د اغا خان بنسټ روغتیايي چارې تر بامیان روغتون یا د فرانسې روغتیايي انستیتیوت پورې محدودې نه دي، بلکې دغه بنسټ د افغانستان په مختلفو ولسوالیو کې د ډېرو کلینیکونو په لاس روغتیايي چارې پرمخ بیايي. هر کال ۱.۶ میلیونه کسان د اغا خان بنسټ او د اغا خان روغتیايي مرستو سره درملېږي.

د منځنۍ اسیا پوهنتون: تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د اغا خان بنسټ په ګډه دا پوهنتون په ۲۰۰۰ کال په قزاقستان کې جوړ کړ او وروسته یې یوه څانګه په تاجکستان کې هم پرانیستل شوه. که څه هم دا پوهنتون په افغانستان کې نه دی جوړ شوی، خو هر کال د افغانستان سلګونه زدکوونکي مني.

په ۱۳۸۳ کال کې د منځنۍ اسیا پوهنتون بنسټ اېښودل

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، په ۱۳۸۳ کال کې د منځنۍ اسیا پوهنتون بنسټ اېښودل
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه سره د اغا خان بنسټ د کلتوري مرستیال اجمل میوندي د تېر کال لیدنه

د عکس سرچینه، AKDN

د عکس تشریح، د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه سره د اغا خان بنسټ د کلتوري مرستیال اجمل میوندي د تېر کال لیدنه

تر ۲۰۲۰ کال پورې یې له افغانستان تر پنځه زره ۶۸۴ زدکوونکي منلي دي. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د پخواني نظام پرځېدو او د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زدکړو له بندیز سره مالومه نه ده چې په دغه پوهنتون کې د افغانستان څومره محصلان جذب شوي دي. د افغانستان په بدخشان کې د منځنۍ اسیا پوهنتون د انګریزي پروګرامونه هم فعال و.

البته په افغانستان کې د اغا خان بنسټ روزنیز خدمتونه پراخ دي. د دې بنسټ د ژبې او کمپیوټر کورسونه تېرو دوو لسیزو کې د بدخشان د ځینې ولسوالیو په ګډون په ځینې برخو کې فعال دي. دغه بنسټ پرلپسې کلونه د ځینې ښوونځیو لوجسټیک ملاتړ هم کړی دی. په ټول کې د دې بنسټ روزنیز خدمتونه تر ۳۲ زرو ډېرو کسانو ته رسېدلي دی.

سرینا هوټل: د افغانستان له مشهورو هوټلونو دی. په ۱۳۸۳ کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په پانګونې بیا جوړ شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سرینا هوټل: د افغانستان له مشهورو هوټلونو دی. په ۱۳۸۳ کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په پانګونې بیا جوړ شو.

د اغا خان بنسټ پراختيايي چارې لا هم په افغانستان کې روانې دي او د طالبانو حاکمیت کې ځنډېدلې نه دي.

په جمهوریت کې طالبانو له ډېری نړیوالو بنسټونو سره د ورته چلن په څېر د اغا خان بنسټ پر کارمنانو هم کار نه درلود او د طالبانو تر واک لاندې ځینې سیمو کې یې هم ازاد تګ راتګ کاوه.