خوست ښار کې چاودنې ۳ کسان وژلي، ۷ ټپیان دي

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ښار کې یوې چاودنې درې کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي.

په خوست کې د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې چاودنه د خوست ښار سپین جومات ته نژدې شوې ده.

د طالبانو د ځايي چارواکو په وینا، چاودنه "په یوه هوټل کې رامنځته شوې، چې له امله یې خوست کې مېشت څو تنو وزیرستاني کډوالو او خوست ښاریانو ته مرګ ژوبله اوښتي."

د طالب چارواکو په وینا، ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. د طالبانو ځايي چارواکي وايي، تر اوسه د دغې چاودنې څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو وايي په اړه یې "پلټنه کوي."

د خوست د اطلاعاتو او کلتور او د والي ویاند شبیر احمد عثماني بي بي سي ته وویل، په قربانیانو کې د وزیرستان کډوال او ځايي خلک شامل دي دي.

ځینو رسنیو ادعا کړې چې ګواکې دا پېښه "د هوايي برید له امله رامنځ ته شوې"، خو ښاعلي عثماني وايي د دوی په پلټنو کې تر اوسه د "هوايي برید" نښه نه ده لېدل شوې خو ټینګار کوي چې څېړنې یې روانې دي.

پخوا هم په خوست کې هغه کډوال په نښه شوي وو چې د وزیرستان له جګړو خوست ته کډه شوي دي.