تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خوست امنیه قومندان د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت منلې ده چې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی پنجشنبه ماسخوتن د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخېلو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د خوست والي محمد حلیم فدایي وایي، د چاودنې له امله امنیه قومندان، د هغه سکرتر او دوه ساتونکي وژل شوي.
د پولیسو ځایي سرچینې وایي، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ شمبوات سیمه کې د پولیسو پر پوسته جګړه روانه وه چې امنیه قومندان یې ملاتړ لپاره ورتله او د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د خوست امنیه قومندان دې ډلې وژلی دی. نوموړی زیاتوي پر قومندان بابازي سره یو ځای څلور پولیس وژل شوي او بل ټپي دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې د خوست وژل شوي امنیه قومندان پر وژنه غمشریکي څرګنده کړې.
د خوست والي حلیم فدایي وایي، امنیه قومندان ''د هغه مکار دوښمن لخوا وژل شوی چې د سولې شعارونه ورکوي. ''