تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو مرستندویو ټولنو اندېښنه ښودلې، چې په غزه کې بشري کړکېچ لویېدونکی دی او د اوربند غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو اړوند درې لویو سازمانونو، یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د روغتیا نړیوال سازمان یوځل بیا په غزه کې د اوربند او د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کړې.
دوی ویلي، هلته باید د انسانانو د ژوند ژغورلو او د لا نور بشري ناورین زیاتېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.
دغو ادارو په غزه کې اوسنی وضعیت ناورین بللی.
دا غږ وروسته تر هغه شوی چې پر غزې د بریدونو له پیل راوروسته، تېره ورځ په لومړي ځل پر خوارکي توکو ۲۰ بار لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې د مصر له پولې غزې ته واوړي.
دغو مرستو کې درمل او خواړه بار دي، خو تېل په کې نه شته.
اسرائيلو ویلي پر دې یې سلا کړې، چې دا مرستې دې یوازې د غزې سویل کې ووېشل شي.
هممهاله حماس وايي دوی د مرستې رسونې په دې پروسه کې ښکېل نه دي.
ملګرو ملتونو غزې ته د مرستو د دې لومړۍ جوپې د رسېدو هرکلی کړی، خو وايي د بشري ناورین مخنیوي لپاره لاډېرو مرستو ته اړتيا ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له اسرائیلو او مصر څخه غوښتي چې د د مرستو رسولو لپاره دې رفح بندر پرانیستی پریږدي.
د مصر د خوراکي توکو د بانک مشر 'محسن سارحان' چې غزې ته د مرستو رسولو چارې تنظیموي وايي د اسرائیلو له پرله پسې بمباریو سره دا مرستې بې ګټې دي.
نوموړي ویلي "وژنې باید ودرول شي ځکه چې هرڅومره مرستې وکړئ، دا به یوازې نمونوي وي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې په ورځني ډول سل لاریو توکو ته اړتیا ده، له شاوخوا دولس ورځو راهیسې موږ یوازې ۲۰ لارۍ واستولې."
ښاغلی سارحان زیاتوي "لاهم پر دې نه پوهیږو چې شل نورې به واستو او که نه. که وژنې ونه درول شي مرستې کومه مانا نه لري، نو وژنې باید ودرول شي."
د غزې سویل کې خلکو هم ویلي چې دغه مرستې ډېر کمې دي او د څه باندې دوه میلیونه خلکو لپاره یې د شلو لاریو مرستې بې مانا بللې.
په نړیواله کچه د اسرائیلو له لوري پرغزه د بمباریو او بریدونو پروړاندې غبرګونونه مخ زیاتېدو دي.
تیره ورځ لندن کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو د فلسطین په پلوۍ لاریون وکړ.
پر دې سربېره د تایلنډ، اسټرالیا، نېدرلنډز، سویلي افریقا او یو شمېر عرب هېوادونو او د نړۍ په یو شمېر نورو ځایونو کې هم ورته لاریونونه شوي دي.
غزه کې څه تېرېږي
اسراییلي پوځ ویلي، چې سر له ننه د غزې پر شمالي برخو هوايي بریدونه ډېروي.
دا ګواښنه یې په داسې وخت کې اورولې، دغلته ځمکني برید ته ځان چمتو کوي.
د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي، چې د بمبارۍ ډېرول به د ځمکني برید پر مهال اسراییلي ځواکونو ته ګواښونه کم کړي.
بله خوا د حماس یوه لوړپوړي چارواکي وړاندیز کړی، چې که اسراییل پر غزه بریدونه ودروي، یو شمېر نور یرغمل کړي ولسي کسان به هم ازاد کړي، خو ټینګار یې کړی، چې اسراییلي ولسي وګړي او پوځیان نه خوشې کوي.
دې ډلې دوه ورځې وړاندې دوه امریکایۍ یرغمل کړې وګړې خوشې کړې.