تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا رښتیا هم ځمکه دوې سپوږمۍ لري؟
- Author, سانډرین لونګمبو
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
ستورپوهانو موندلې چې ځمکې یوه نوې ملګرې موندلې - یوه اضافي 'سپوږمۍ'، چې تر ۲۰۸۳ کال پورې به د ځمکې په مدار کې وي. خو دا زموږ د سیارې په شاوخوا کې یوازېنۍ اسماني جسم نه ده، ځکه موږ د لمر په شاوخوا کې ګرځو.
دا کوچنۍ سیاره چې 2025 PN7 نومېږي، له څو لسیزو راهیسې تقریباً له ځمکې سره هم مهاله حرکت کوي.
ډاکټر جینیفر میلرډ، چې د ویلز په (فېفټ سټار لابراتور) کې ستوروپوهه ده، وايي: "نیمه سپوږمۍ په زړه پورې ده ځکه چې دا په حقیقت کې زموږ د سیارې شاوخوا نه ګرځي لکه څنګه چې سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا ګرځي، دا یوازې زموږ ځمکې ته لږ نږدې ده."
دغه کوچنۍ سیاره شاوخوا ۲۰ متره اوږده ده.
ډاکټر میلرډ بيبيسي ته وویل: "دا لویه نه ده – دا لکه یوه کوچنۍ دفتري ودانۍ غوندې ده. موږ فکر کوو چې دا شاوخوا ۶۰ کاله ځمکې ته نږدې ګرځي او د خپل اوسني مدار له مخې به ۶۰ کاله نوره هم دوام وکړي."
دا په هاوايي کې د پان-سټارس څارخونې کشف کړه.
دغه څارخونه د داسې ټیلېسکوپونو کور دی چې ځمکې ته د نژدې اجسامو (NEOs) لکه کوچنیو سیارو او د لکۍ لرونکو ستورو موندلو لپاره کارول کېږي.
اوس ځمکه ټولټال اته پېژندل شوې نیمه سپوږمۍ لري، یوه نامعلوم شمېر کوچنۍ سپوږمۍ (minimoons) او احتمالاً دوه "شبح سپوږمۍ" هم لري. خو هېڅ یوه یې زموږ له اصلي سپوږمۍ سره سیالي نه شي کولی.
نیمه سپوږمۍ
د ځمکې نیمه سپوږمۍ ته ځکه دغه نوم ورکړل شوی چې زموږ له لید لوري داسې ښکاري لکه زموږ سپوږمۍ چې وي او د ځمکې شاوخوا ګرځي. خو ژور نظر ښيي چې په حقیقت کې دوی کوچنۍ سیارې دي چې د لمر شاوخوا له ځمکې سره یو ځای چورلېږي.
ډاکټر میلرډ وايي: "کله چې دوی د لمر شاوخوا ګرځي، په فضا کې له ځمکې سره خورا ورته تګلوري تعقیبوي. داسې ښکاري لکه د ځمکې شاوخوا ګرځي، ځکه چې ځمکې ته ډېرې نژدې پاتې کېږي - ځینې وختونه له موږ مخکې ځي او ځینې وختونه شاته، خو په حقیقت کې د ځمکې د جاذبې له قوې سره تړلې نه دي او دا یې توپیر دی."
خو لکه څنګه چې دغه کوچنۍ سیارې پخپلو مدارونو کې ګرځي، د ځمکې جاذبه هم لږ اغېز پرې کوي او دوی ته نژدې کېږي.
د ځمکې ټول پېژندل شوي نیمه سپوږمۍ لنډمهاله دي - د دوی مدارونه څو لسیزې یا ان له یوې پېړۍ ډېر دوام کولی شي.
کوچنۍ سپوږمۍ
په مقابل کې، کوچنۍ سپوږمۍ هغه اجسام دي چې په حقیقت کې د یوې سیارې شاوخوا ګرځي.
د ځمکې کوچنۍ سپوږمۍ هغه سیارې دي چې د لنډې مودې لپاره یې د ځمکې جاذبه ورکاږي - د لمریز نظام د جوړېدو پاتې شوني یا شاید نور فضایي کثافات - او معمولاً له یوه کال لږ وخت لپاره په مدار کې پاتېږي.
دوی وړوکې دي او موندل یې ستونزمن دي - تر اوسه یوازې څلور یې لیدل شوي او نن ورځ یې هېڅ یوه د ځمکې شاوخوا نه ګرځي.
وروستۍ کوچنۍ سپوږمۍ چې مشاهده شوې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې وه. دا کوچنۍ سیاره، چې 2024 PT5 نومېږي، شاوخوا ۱۰ متره اوږدوالی لري.
ګومان کېږي چې دا د ارجونا کوچنۍ سیارې پټې (Arjuna asteroid belt) څخه راغلې وي – د فضايي ډبرو داسې یوه ټولګه چې د لمر شاوخوا د ځمکې په څېر مدار کې ګرځي.
خو د دې کیمیاوي جوړښت نور تحلیلونه ښيي چې 2024 PT5 ښایي په حقیقت کې زموږ د خپلې سپوږمۍ یوه ټوټه وي، چې اوږده موده وړاندې د یوې کوچنۍ سیارې د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
دا یوازې څو میاشتې د ځمکې په نژدېوالي کې پاتې شوه مخکې له دې چې بېرته د هغې کوچنۍ سیارې پتې ته ولاړه شي چې له هغې راغلې وه.
شبح سپوږمۍ
شبح سپوږمۍ، په مناسب ډول، له درېیو ډولونو او خورا له رازونو پټې دي.
ګومان کېږي چې دا له دوړو راټولېدلي ورېځې دي چې د ځمکې مدار کې چورلېږي، د ځمکې مخکې یا شاته پاتې کېږي کله چې ځمکه د لمر شاوخوا ګرځي، خو تراوسه د دې په اړه پراخه ساینسي موافقه نه ده شوې چې ایا دا په حقیقت کې شته او که نه.
خو ډاکټر میلرډ دغه مفکوره د باور وړ ګڼي.
هغه وایي: "په فضا کې ډېره دوړه شته. د سیارو ترمنځ د دوړو ذرات هم شته، نو ما ته حېرانوونکې نه ښکاري که ځینې دوړې د ځمکې د مدار شاوخوا د جاذبې د ثابتو نقطو لخوا نیول شوي وي."
نیمه سپوږمۍ یا کوچنۍ سپوږمۍ خطرناکې دي؟
دوی سره له دې چې د فضایي اصطلاحاتو له مخې نژدې دي، خو هېڅکله دومره نه سره نژدې کېږي چې کوم خطر پېښ کړي.
حتی په خپلو تر ټولو نژدې فاصلو کې، دوی له سپوږمۍ څو برابره لېرې پاتې کېږي.
په فضایي اصطلاحاتو کې دا نژدې ګڼل کېږي، خو په حقیقت کې د اندېښنې هېڅ شی نه شته.
ډاکټر میلرډ وايي: "دا داسې نه دي چې له تیاره دې په چیغو راووځي. که دوی موږ ته نژدې کېدلای، نو دا به خورا ورو حرکت وای، موږ به لیدلی شوای او د مقابلې لپاره به مو کافي خبرداری درلود."
نورې کومې سیارې نیمه سپوږمۍ لري؟
یوازې په وروستیو لسیزو کې ټيلېسکوپونه دومره حساس شوي چې دا ډېرې کمې روښانه او تښتېدونکې سیارې ومومي.
دا سیارې د روښانتیا له نظره د اوسنۍ ټکنالوژۍ د کشف د حد په څنډه کې موجودې دي.
د دې پرمختګونو ترڅنګ، د کمپیوټر ټکنالوژۍ پرمختګونو هم دا ممکن کړي چې د دوی حرکتونه پروګرام کړل شي او تایید شي چې دا پټ فلکي اجسام په حقیقت کې نیمه سپوږمۍ دي.
ډاکټر میلرډ وایي: "دا غیر معمولي پدیده نه ده – څرک لګول یې خورا ګران دي. ځکه دوی د ځمکې په نږدېوالي کې موندل ستونزمنوي، نو تصور وکړئ چې د لمریز نظام په نورو برخو کې یې موندل څومره سخت دی."
تر اوسه د مشتري، زهره، زحل، نیپتون او پلوټو شاوخوا نیمه سپوږمۍ لیدل شوي او ممکن په راتلونکي کې نورې هم وموندل شي.
ډاکټر میلرډ زیاتوي: "لمریز نظام لا هم ډېر فعال او متحرک ځای دی. دا مړ یا ساکت نه دی، هر څه په دوامداره توګه په خوځښت کې دي."