طالبان حکومتي ادارو کې دندې کموي، ۴۰ زره ښونکي هم وظیفې بایلي

د پوهنې وزارت په اډانه کې تر ډېره کمې شوې دندې په اسلامي تعلیماتو پورې اړونده دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پوهنې وزارت په اډانه کې تر ډېره کمې شوې دندې په اسلامي تعلیماتو پورې اړونده دي.

په افغانستان کې د طالبانو مشر له نظامي او ملکي تشکیلاتو د تنقیص د حکم د پلې کولو یوه طرحه وړاندې کړې،‌ چې له مخې یې د اجیرانو، لنډ مهالو او ساتونکو بستونو ته د تنقیص لومړیتوب ورکړل شي.

دې دندو کې لویه برخه د پوهنې وزارت په اډانه کې ده چې د لسګونو زرو ښونکو بستونه هم په کې دي. د دغه حکم له پلې کېدو سره په حکومتي ادارو کې لسګونه زره کسان خپلې دندې بایلي او ښايي ځينې له ناروښانه برخلیک سره مخامخ شي.

هبت الله اخوندزاده د تنقیص طرحې په سریزه کې ویلي، چې دا پرېکړه یې له ډېرو سلامشورو وروسته کړې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره مرکه کې د یادې طرحې د خپرېدو خبر تایید کړی او وايي دا په دولت کې طبیعي چاره او د ولس په ګټه کار دی.

ښاغلي مجاهد وویل، په دې کموونو کې تر ډېره هغه بستونه له منځه ځي چې تش وو او دا چې د بودیجې جوړولو پر مهال ماليي وزارت ورته بودیجه ځانګړې کوله خو د کاله تر پایه نه لګول کېده.

نوموړي وړمه ورځ د طالبانو حکومت کې د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون ته په یوه مرکه کې ویلي:

"په ادارو کې تنقیص (کمول) او تزیید (زیاتول) یو طبیعي کار دی، مسؤلان پوهېږي چې کوم یو د ولس په ګټه دی او کوم په زیان.‌ د پوځي ارګان په ګډون په ځینو ادارو کې تنقیص راغلی او په ملکي ادارو کې هم یوه کوچنۍ برخه تنقیص عملي کېږي، دا کار د چارو د لا ښه سمبالښت او د ادارو د تورم او بیروکراسۍ د مخنیوي پخاطر کېږي".

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو کې د یادې طرحې د خپرېدو خبر تایید کړی او وايي دا یو د دولت طبیعي چاره او د ولس په ګټه کار دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو کې د یادې طرحې د خپرېدو خبر تایید کړی او وايي دا یو د دولت طبیعي چاره او د ولس په ګټه کار دی.

ښاغلی مجاهد وايي، که اړتیا شي، بېرته تنقیص ډکېدلی شي. "پوځي ارګانونو کې احتیاط او اضافي ریزرف برخه تنقیص شوې ده."

د طالبانو حکومت د افغانستان د پوهنې وزارت د مالي کال لپاره له خپلو تشکیلاتو د لسګونه زرو کسانو دندې کمې کړي دي. د دې کار موخه د لښګتونو کمول، د کارمنانو سم سمبالښت او د مهمو چارو لومړیتوب ښودل شوی دی.

د نیمګړي تشکیل په برخه کې هغه کسان یاد شوي، چې په نامسلکي بستونو کې مقرر دي او بله برخه یې هغه بستونه دي چې هلته امنیتي ستونزې نه لیدل کېږي او بیا سلاکاران، مرستیالان او کارپوهان ښودل شوي دي.

په دغه طرحه کې لیکل شوي: "بعدالفتح همکاران،‌ د شهیدانو وارثین، له یوې کورنۍ زیات وروڼه، زیات عمر لرونکي، ډېر بې سوادان او غیر حاضران شامل دي".

د ملاتړ برخه کې ویل شوي چې د مدیریتونو مرستیالې برخې باید تنقیص او له امرانو یو یې د مرستیالانو دنده هم مخته بوځي.

که څه هم اوس مهال کره شمېرې نشته چې په پوځي او ملکي ادارو کې څومره کسان د طالبانو حکومت په اډانه کې کار کوي خو تېر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي په خپلو ویناو کې ویلي وو چې د دوی حکومت په دولت کې له پخوا پاتو شاوخوا ۵۰۰ زرو مامورینو ته معاشونه ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که څه هم اوس مهال کره شمېرې نشته چې په پوځي او ملکي ادارو کې څومره کسان د طالبانو حکومت په اډانه کې کار کوي خو تېر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي په خپلو ویناو کې ویلي وو چې د دوی حکومت په دولت کې له پخوا پاتو شاوخوا ۵۰۰ زرو مامورینو ته معاشونه ورکوي.

په دغه طرحه کې ویل شوي، هغه کسان چې له تشکیله رخصتېږي او تنقیص کې راځي او په کور کېنول کېږي، "ټولو ته باید بدیل امتیازه پنځه زره افغانۍ په کور ورکړل شي."، خو که بیا په کومو برخو کې تشکیل اضافه کېدو ته اړتیا شي، نو تنقیص شوو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت کې څومره کسان کمېږي؟

بي بي سي ته په رسېدلو اسنادو کې لیدل کېږي چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت اډانه کې شاوخوا ۷۵ زره بستونه تنقیص یعني کمېږي.

دې کموونو کې نژدې ۳۶ زره پر دندو بوخت (برحال کسان) او پاتې یې تش بستونه ښودل شوي دي. له همدې ۷۵ زرو هغو بستونو چې سږ کال تنقیصیږي ۴۰زره یې د ښونکو او نور یې مامورین او اجیران دي.

د ښونکو په شمېر کې یوازې په کابل کې شاوخوا پنځه زره، هرات کې نژدې درې زره، زابل کې شاخوا دوه زره ، بدخشان کې ۱۴۰۰ او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښونکو ګڼ بستونه کمېږي.

بي بي سي ته رسېدلي اسناد ښيي چې د پوهنې وزارت لویه برخه هغه بستونه چې تنقیصېږي په اسلامي تعلیماتو برخې پورې اړوند دي.

د پوهنې وزارت په کموونو کې دا نه ده په ډاګه شوې چې د څومره ښځو او څومره نارینه و دندې لرې کېږي.

له دې خبر سره په دولتي ادارو کې بوختو ډېرو کارکونکو ته د خپلو دندو د خوندیتوب اړوند اندېښنه ور په زړه شوې. ځينو دولتي مامورینو ویلي، په تېر کال معاشونه په ځنډ ورکول شوي یا هم لږه تنخوا یې اخیسته خو دولتي دنده د ډېرو کسانو لپاره د روزۍ ګټلو وسیله ده.

له بي بي سي سره خبرو کې ذبیح الله مجاهد وویل، د تنقیص دې ته طرحې ته دې دولتي کارکونکي اندېښنه نه کوي. انګېرنې دا دي چې ښايي له نړیوالو مرستو کمېدو سره چې پر افغانستان یې پراخ اغېز لیدل کېږي ښايي دا پرېکړه هم د دغه څه په سیوري کې شوې وي خو ښاغلی مجاهد وايي، د کموونو دا طرحه یوازې د دولتي سمون لپاره شوې.

که څه هم اوس مهال کره شمېرې نشته چې په پوځي او ملکي ادارو کې څومره کسان د طالبانو حکومت په اډانه کې کار کوي خو تېر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي په خپلو ویناو کې ویلي وو چې د دوی حکومت په دولت کې له پخوا پاتو شاوخوا ۵۰۰ زرو مامورینو ته معاشونه ورکوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې افغانستان کې بیا واک ته رسېدو سره سم د سکټوري ادارو په ګډون په ټولو دولتي ادارو کې د خپلو کسانو په ګومارلو پیل وکړ.

په دې کې کم شمېر مسلکي، خو لوی شمېر هغه کسان دي چې د طالبانو په لیکو کې په جګړه بوخت وو. ځینې وايي چې د طالبانو دې کړنلارې دولتي ادارې له پښو غورځولې دي او یو شمېر مسلکي‌ کسان یې په کور ناستي او یا له افغانستانه وتلو ته اړ کړي دي.