د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ "طالبان ګومارنو کې انډیوالۍ او خپلوۍ پالي"

د ویډیو تشریح، د طالبانو واکمنۍ یو کلني؛ "طالبان ګومارنو کې انډیوالۍ او خپلوۍ پالي"
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

طالبانو یو کال وړاندې افغانستان کې بیا واک ته رسېدو سره سم د سکټوري ادارو په ګډون په ټولو دولتي ادارو کې د خپلو کسانو په ګومارلو پیل وکړ.

په دې کې کم شمېر مسلکي، خو لوی شمېر هغه کسان دي چې د طالبانو په لیکو کې په جګړه بوخت وو.

ځینې وايي چې د طالبانو دې کړنلارې دولتي ادارې له پښو غورځولې دي او یو شمېر مسلکي‌ کسان یې په کور ناستي او یا له افغانستانه وتلو ته اړ کړي دي.

پوښتنه دا ده چې طالب چارواکي دې مسئلې ته کوم حل او ځواب لري که نه؟ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا منځ ته راتلو د یو کلنۍ په مناسبت مو دې موضوع ته په دغه رپوټ کې کتنه کړې ده.

"د طالبانو په راتګ سره مو دندې ته دوام ورکړ خو د ټولو معیارونو پر خلاف، موږ مسلکي کسان یې له دندو ګوښه او پر ځای مو داسې څوک وګومارل شول چې د طالبانو په اصطلاح مجاهدین دي. دوی ملایان او غیر مسلکي کسان ګومارلي دي. یوازې زموږ ریاست کې نه بلکې د ټولو سکټوري ریاستونو په کلیدي بستونو کې ملایان وګومارل شول".

دا د مخکېني حکومت د یوه چارواکي وینا ده چې پېژندګلوي یې د خوندیتوب لپاره نه په ډاګه کوو. دی وايي، طالبان پوه شول چې د مسلکي کسانو په ګوښه کولو يې ادارې فلجېږي، نو ځکه یې د ده په ګډون ځینې کسان د سلاکارانو په توګه وګومارل، خو د ده په خبره، دې حالت هم ډېر دوام ونه کړ.

ده بي بي سي ته وویل چې د ډېر لږ معاش بدل کې یې څو میاشتې کار وکړ، خو د مالي ستونزو ترڅنګ پیغورونه، ملنډې او د نامسلکي کسانو تر لاس لاندې کار نور هغه لاملونه وو چې دا چارواکی یې د ده په وینا، دندې پرېښودو ته اړ کړ.

دغه چارواکي ادعا وکړه چې یوازې د دوی له ریاست لسګونه مسلکي کسان له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې طالبان او ملایان ګومارل شوي دي.‌ خو اوس دی وايي چې د دوی په ولایت کې سکتوري ادارې د نامسلکي کسانو د ګومارل کېدو له کبله له فعالیت لوېدلې دي.

"داسې کسان وګمارئ چې د تېر نظام تربیه شوي نه وي"

ایمل مرجان
د عکس تشریح، ایمل مرجان، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پخوانی چارواکی دی، وايي چې، "په دغو ادارو کې پر کار پوه او روزل شویو کسانو ته داسې ماحول برابر کړای شوی چې مجبور شي هغه اداره پرېږدي. د اکثرو ادارو د مشرتابه په اړه موږ اورو چې دغه مسلک سره اصلا هېڅ سروکار نه لري. دې کار دغه سکتور له رکود سره مخ کړی دی."

دا یوازې د یوه ولایت او یوې ادارې خبره نه ده، د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د افغانستان د انجینرانو د ټولنې د مشر انجینر امان الله حبیبي په وینا، په دولتي ادارو کې د تخصص او مسلک له پام کې نیولو پرته طالبانو خپل کسان ګومارلي دي.

دی وايي، "فقط په دې باندې بوخت دي چې څنګه خپل کسان په ادارو کې ځای پر ځای کړي. همېشه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول خپلو کسانو ته وايي چې داسې کسان وګومارئ چې په تېر نظام کې تربیه شوي نه وي او باید په جهاد کې یې ونډه اخیستې وي".

د نوموړي د ادعا له مخې، د وروستي سیاسي بدلون او د ګڼو پروژو د درېدو له امله د دوی د ټولنې شاوخوا نوي سلنه غړو دندې له لاسه ورکړې دي، "زموږ د ټولنې ۲۵۰۰ غړي دي. له ۸۰ تر ۹۰ سلنه دغه کسان له دندو لرې کړای شوي دي."

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د مخابراتو سکټور یو له هغو سکټورونو و چې د جمهوریت په دوره کې یې د پام وړ پرمختګ کړی و، خو د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخکېنی چارواکی او د باز نړېوال مشورتي شرکت مشر محمد ایمل مرجان، چې په دولتي ادارو کې د کار سابقه هم لري وايي چې د طالبانو په راتګ سره د مسلکي کسانو د نشتوالي او په ځینو برخو کې د کموالي له امله افغانستان د مخابراتو برخه کې د شاتګ په حال کې دی.

ښاغلی مرجان زیاتوي، "په دغو ادارو کې پر کار پوه او روزل شویو کسانو ته داسې ماحول برابر کړای شوی چې مجبور شي هغه اداره پرېږدي. د اکثرو ادارو د مشرتابه په اړه موږ اورو چې دغه مسلک سره اصلا هېڅ سروکار نه لري. دې کار دغه سکتور له رکود سره مخ کړی دی."

ایمل مرجان وايي چې د روان وضعیت له امله په دولتي ادارو کې د مخابراتو څانګې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې یا پریښې او یا له دندو ګوښه کړل شوي دي.

"مسلکي کسانو سره دې سیاسي چلن نه کېږي"

کار
د عکس تشریح، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ملکي‌ خدمتونو کارکوونکو ښځو هم پر طالبانو له دې کبله نیوکه کړې وه چې د دوی په راتګ سره ګڼو ښځو دندې له لاسه ورکړې او پر ځای یې نارینه ګمارل شوي دي چې دې کار یې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

هغوی چې دندې یې له لاسه ورکړي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

افغانستان کې د مسلکي کسانو ټولنې وايي چې له دندو ګوښه کړل شوي کسان مالي او ان رواني ستونزې ګالي.

دقضا او څارنوالۍ د برخې کارکوونکي بیا پر دې سربېره له امنیتي پلوه هم اندېښنې لري. دوی وايي، هغه لسګونه زره بندیان اوس ازاد ګرځي چې قاضیانو یې پرېکړې کړې او یا يې څارنوالان په قضیه کې ښکیل وو.

د افغان قاضیانو د ټولنې مشر قاضي فریداحمد نوري وايي چې د قاضیانو پرځای هم نامسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

ښاغلی نوري زیاتوي، "ټولو قاضیانو له خطرونو سره سره عدالت ته خدمت وکړ. خو له بده مرغه د جمهوریت له ړنګېدو وروسته شاوخوا ۲۵۰۰ قاضیان له دندو لرې شول."

سرچینو هم بي بي سي ته ویلي چې له ډېر لږ شمېر قاضیانو پرته، هغه هم د وثایقو په څېر تخصصي برخو کې، نور ټول قاضیان له دندو ګوښه کړل شوي دي.

د بېلابېلو سکتوري او غیر سکتوري برخو مسلکي کسان او ټولنې یې وايي چې دوی له سیاسي ډلو سره تړاو نه لري او په کار ده چې مسلکي چلن ورسره وشي، نه سیاسي.

د افغانستان د قاضیانو ټولنې مشر قاضي فرید احمد نوري په دې اړه وايي، "دوی مسلکي‌او لوستي خلک دي ‌او د تخصص او تجربې خاوندان دي، دا ممکنه نه ده چې د غیر مسلکي او غیر متخصصو کسانو لخوا قضايي خدمات وړاندې شي."

ښاغلی نوري وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دوی هڅه وکړه چې د پخوا په څېر دندو ته دوام ورکړي، ژمنه هم ورسره وشوه خو عملي نه شوه.

"په موږ کې مشکل شته، ګمارنې د انډېوالۍ پر بنیاد کېږي"

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنرال مبین په نوم شهرت لرونکی طالب وايي، "په ګمارنو کې ځینې ستونزې شته، ملګرتیا شته، انډېوالي پالل کېږي. خو هغه څوک چې مستحق دی باید هماغه ته کار ورکړل شي.

د طالبانوله بیا واک ته رسېدو راهیسې د زرګونه مدافع وکیلانو برخلیک هم نا معلوم پاتې دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت رسمي غبرګون هم ولرو خو د طالبانو له دوو ویاندویانو انعام الله سمنګاني او بلال کریمي سره له څو ځله تماس او څو ورځو انتظار وروسته هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر واخلو.

خو ځینې کسان چې له رسنیو سره د طالبانو په استازولۍ خبرې کوي د ځايي رسنیو په خپرونو کې دا ستونزه منلې. د مفتي عبدالحکیم په نوم یو طالب وايي، "په موږ کې مشکل شته. په وزارتونو، ولایتونو او په ریاستونو کې چې څه ګومارنې کېږي، دا ټولې د انډېوالۍ پر بنیاد کېږي. یاني‌ تر اوسه مسلکي خلک په ادارو کې نه دي ګومارل شوي. د دې لپاره اسلامي امارت یو منظم پلان نه لري."

او یو بل طالب هم، چې د جنرال مبین په نوم شهرت لري وایي، "په ګومارنو کې ځینې ستونزې شته، ملګرتیا شته، انډېوالي پالل کېږي. هغه څوک چې مستحق دی باید هماغه ته کار ورکړل شي.

د طالبانو بیا واک ته له رسېدو راوروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

د طالبانوپر حکومت مالي بندیزونو دا ستونزه لا پراخه کړې او بې کاري هم تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. خو لوستي او مسلکي کسان وايي چې د ګومارنو په برخه کې د طالبانو کړنلارې ستونزې لا زیاتې کړې او د دولتي ادارو پر کار یې منفي اغېز کړی دی.