طالبانو دولتي کارکوونکو سره د ږيرې نه پرېښودلو له کبله د ناسم چلن رپوټونه رد کړل

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت بي بي سي ته ویلي، د دولتي ادارو کارکوونکو ته یې د ږیرې د پرېښولو، لمونځ کولو او هغه څه په تړاو یوازې توصیه کړې، چې دوی یې مناسبې جامې بولي او په وینا یې په اړه یې زور نه دی کارولی.

دا خبره یې وروسته له هغه کړې، چې پرون یو شمېر دولتي کارکوونکو رسنیو ته وویل، طالبانو ترې غوښتي، چې له دې وروسته باید ږیرې پرېږدي او له لنګوټو او افغاني جامو سره کار ته ورشي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند، محمد صادق عاکف، د بي بي سي خبریال ګلستان شینواري سره خبرو کې وویل، چې دوی د چا د کار مخنیوی نه کوي او په خبره یې یوازې توصیه کوي.

نوموړي زیاته کړه: ''یوه میاشت مخکې په یوه لیک کې له دولتي کارکوونکو غوښتل شوي و، چې ښځینه باید له شرعي حجاب او نارینه باید داسې دفترونو ته راشي چې په سنت برابر وي، هغه مهال ویل شوي و، چې د دې لیک په تعقیب پسې بیا هم زموږ کارکوونکي راځي، نن ولیدل شول چې د ځینې مامورینو لخوا هغه مکتوب ته هېڅ پام نه و شوی، محتسبینو څو دقیقې درولي وو، خو متاسفانه کارکوونکو یا عامو خلکو داسې برداشت کړی و، چې ګواکې دوی دفترونو ته نه پرېښوول کېږي. ''

له دې مخکې د طالبانو په حکومت کې سرچینو هم بي بي سي ته تائید کړې وه چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې تړاو دولتي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د دوشنبې پر سهار دفتر ته د ننوتلو پر مهال د امر بالمعروف کسانو لخوا ودرول شو.

یاده سرچینه وایي، دې کسانو لخوا ورته په کلکه سپارښتنه وشوه چې له دې وروسته باید اوږده ږیره پرېږدي او خولۍ یا لنګوټه پر سر کړي.

په ورته مهال د رویټرز خبري اژانس هم د سرچینو له قوله د طالبانو د دې وروستي ګام پخلی کړی دی.

یاد اژانس وایي، طالبانو دولتي کارکوونکو ته ګواښنه کړې چې که د ږیرې، لنګوټې او لباس په تړاو د دوی پر امر عمل ونکړي نو له دندو به ګوښه کړل شي.

یاده دې وي چې طالبانو په خپله تېره واکمنۍ کې د ږیرې او کالیو په اړه سخت دریځ درلود او په ټول هېواد کې نارینه اړ وو چې ږیرې وساتي او خولۍ یا لنګوټه پر سر کړي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو اعلان کړی چې د کابل پارکونو ته ښځې او نارینه باید په جلا ورځو ورشي

دا په تېرو څو ورځو کې پر عامو خلکو د طالبانو لخوا د سختو بندیزونو څویمه بېلګه ده چې اعلانېږي.

د یکشنبې پر ورځ د طالبانو امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ ښځې او نارینه به د پلازمېنې کابل تفریحي پارکونو ته په جلا ورځو ورځي.

یاد وزارت خپله اعلامیه کې ویلي، د اونۍ ځینو مشخصو ورځو کې به یوازې ښځې 'چې شرعي حجاب ولري ' د پلازمېنې پارکونو ته ځي او د طالبانو کسان ''مجاهدین او عام خلک حق نه لري، چې دې ورځو کې دې پارکونو ته ورښي. ''

د طالبانو په اعلامیه کې چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه او شنبه هغه ورځې بلل شوې، چې د پلازمېنې اوسېدونکي نارینه پکې پارکونو ته تلای شي او دغه راز یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه بیا هغه ورځې دي، چې ښځې کولای شي د پلازمېنې پارکونو ته ورشي.

یوه اوونۍ وړاندې طالبانو د خپلو تېرو ژمنو برعکس ناڅاپي اعلان وکړ چې د منځنیو ښوونځیو نجونې به تر هغو په کور ناستې وي چې د اسلامي حجاب او نورو شرایطو په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې.

د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د تېرو څو ورځو دا مهمې پرېکړې د طالبانو د سترې محکمې رئیس شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني لخوا شوې دي او نورو ادارو ته یې د پلي کولو امر شوی.