اتریش کې ولې د اورګاډي پر لوډسپیکر د هیټلر وینا خپره شوې؟

اتریش

د عکس سرچینه، Getty Images

اتریش کې د یوه ښاري اورګاډي پر لوډسپیکرو‌ د نازي جرمني د مشر اډولف هیټلر د وینا خپرېدو مساپر حیران کړي دي.‌

دا پېښه پرون یکشنبه شوې.

د اورګاډي‌ پر سپیکرونو د نازي جرمني د مهال ځینې شعارونه هم خپاره شوي، چې ظاهرآ د هیټلر وینا ته راټول شوي خلک یې ورکوي.

‌په اورګاډو کې عمومآ‌ د تمځایونو، لارې او منزل اعلانونه خپرېږي.

د دغه لاین کارکوونکي وايي په دې وروستیو ورځو کې دا ډول څو نورې پېښې هم شوې.

د برېګېنڅ – ویانا ترمنځ د اورګاډي یوه مساپر بي بي سي ته ویلي،‌ چې ټوله سپرلۍ د هیټلر وینا خپرېدو له کبله هک پک وه.‌

د اتریش پارلمان کې د زرغون ګوند یوه استازي 'ډېویډ سټوګ موېلر' وايي، د نازي جرمني د مشر وینا، ویانا ته د (OEBB Railjet 661) لیکې اورګاډي له رسېدو لږ وړاندې پر مخابره خپره شوې.

هغه وايي‌ "موږ دوه برخې واورېدې - لومړی ۳۰ ثانیې د هیټلر وینا وه او بیا مې ورپیسې 'Sieg Heil' [د بریا لپاره] شعار واورېد."

د نوموړي په وینا د اورګاډي عمله په دې ونه توانېده چې دغه غږیز پیغام بند او خپل عادي‌ اعلانات خپاره کړي.

دی زیاتوي چې "د عملې یو غړی خورا خواشینی و."

هیټلر

د اتریش د اورګاډو ادارې "او‌ يي بي بي" یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د خپرې شوې محتوا مسوولیت نه اخلي."

په دې اعلامیه کې چې بي‌بي‌سي ته هم استول شوې راغلي، "موږ اوس داسې انګېرو چې دا پیغامونه دې مستقمآ ټرین کې د سپرو کسانو لخوا مخابره شوي وي. دا موضوع مو پولیسو ته راجع کړې."

رپوټونو کې راغلي چې په دې تړاو د دوو کسانو خلاف شکایتونه هم ثبت شوي.

بلخوا ښاغلی سټوګ موېلر وايي چې د دغه اورګاډي یو مساپر او یوې زړې ښځې چې د نازيانو له یوه پنډغالي ژوندې راوتلې، ده ته په دې تړاو بریښنالیکونه استولي.

دی وايي "ښځې ژړل."

اډولف هیټلر اتریش کې زېږېدلی او په ۱۹۱۳ کال چې لا زلمی و، جرمني ته کډوال شوی.‌