له اندونیزیایي موزیم د اډولف هېټلر مجسمه لېرې کړای شوه

د مومو مجسمه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دې ډول تصویرونو د خلکو غصه راپارولې

له اندونیزیایي موزیم د اډولف هېټلر مجسمه لېرې کړای شوه

د اډولف هېټلر د مومو مجسمه چې خلکو سیلفي تصویرنه ورسره اخیستل د اندونیزیا له موزیم څخه لرې کړای شوه.

په خواله رسنیو شریک شوي تصویرونه ښيي چې د نازيانو مشر چې د اشویتز پنډغالي مخې ته ولاړ دی خلکو بې شمېره تصویرنه اخیستل.

وروسته له هغې چې نړیوالې ټولنې د اعتراض غږ پورته کړ د (ډي ارکه مجسمو هنري موزیم) پوه شو چې دوی خلک خپه کړي دي.

دا موزیم د اندونیزیا د جاوا ایالت په یوګ یاکارتا کې دی، او مجسمه یې یوازې د زده کړو په موخه درولې وه.

د موزیم مدیر جمی مصباح اې اېف پي ته ویلي "موږ نه غواړو د خلکو غصه وپاروو."

په خواله رسنیو شریک شوي تصویرونه ښيي چې د نازي جرمني له مشر سره یوه ډله ځوانانان په نارنجي جامو کې ولاړ دي او د پخواني جرمني د سلامۍ په توګه یې لاسونه پورته نیولي.

د نړۍ له ځینو سیمو خلکو غبرګونونه ښودلي، که څه هم موزیم ویلي چې تر اوسه هېڅ لیدونکي شکایت نه دی ورته کړي.

د یهودانو د بشري حقونو د ادارې مشر ابراهم کوپر ویلي "د دې په هکله هر څه غلط دي، دا د توجیع وړ نه ده."

ویل کېږي چې د ۱،۱ میلیون په شاوخوا کې اروپايي یهودان، رومانوي کوچیان او د شوروي اتحاد د جګړې بندیان په اشویتز کې وژل شوي دي.

ځینې خلک وایي د هالوکاست په هکله د پوهاوي نه شتون ورته ستونزې پېښوي، خو د بشري حقونو د څار څېړونکی اندرېیس هارسونو بیا وایي چې کېدای شي له یهودانو سره د حساسیت په موخه دا کار شوی وي.