انسان تر څومره وخته فضا کې پاتې کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ښايي فکر مو کړی وي چې فضا ته تللي ستورمزلي څنګه هلته اوسېدلي؟ خو ایا تر اوسه مو دا فکر هم کړی، چې دوی هلته تر څومره وخته پورې پاتې کېدای شي؟
د امریکا فضايي څېړنو ادارې (ناسا)دوه ستورمزلي همدااوس فضا کې دي او د بېرته راتلو وخت یې لا نه دی مالوم، ځکه چې د ناسا د کارکوونکو یوه ډله د ستارلاینر سپوږمکۍ پر ترمیم لګیا ده، چې دوی پرې سفر کړی و.
پیل کې اټکل شوی و چې دا دوه ستورمزلي بوچ ویلمور او ساني ویلیامز اووه ورځې په فضا کې پاتې شي، خو د اټکل خلاف بېرته راتګ یې څو ځله ځنډېدلی.
ناسا اوس ازموینې کوي، چې پرېکړه وکړي د ستورمزلو خوندي راتګ یې څه وخت ممکن دی، په همدې دلیل لا هم نه ده مالومه چې دوی به نور د څومره مودې لپاره فضا کې پاتې کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې انسان په فضا کې څومره پاتې کېدای شي او فضا پر یوه انسان څومره اغېز لرلی شي؟ په دغه رپوت کې لوستل کېدای شي.
فضا ته سفر تقریبا د بدن پر ټولو غړو اغېز کوي. اصلي دلیل یې د جاذبې قوه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځمکې جاذبې قوه هغه څه دي چې تاسې پر ځمکه ساتي او د دی لامل کېږي چې څیزونه ځمکې ته راولوېږي.
ستورمزلي د ځمکې د نورو خلکو په شان د کوم څه شي پر سر نه ګرځي. په فضا کې جاذبې قوه نشته نو دوی پر سپوږمکۍ ګرځي.
دا په دې مانا چې ستورمزلي هغه شیان هم په ډېرې اسانۍ لېږدولی شي او په حرکت یې راولي چې ډېر درانه وي.
ستورمزلي د شیانو د پورته کولو او حرکت کولو لپاره خورا لږه قوه کاروي. د بریتانیا فضايي اداره وايي، شاوخوا پنځه میاشتې وروسته به ستورمزلي د خپلو عضلاتو شاوخوا ۴۰ سلنه او د هډوکو ۱۲ سلنه برخه له لاسه ورکړي.
د کاناډا د طبي ټولنې په ژورنال کې د یوې خپرې شوې مقالې له مخې، تاسې اړتیا نه لرئ چې د ډېر وخت لپاره په فضا کې پاتې شئ.
دغه ژورنال کې راغلي چې فضا کې له دوې اوونۍ وروسته انسان د خپل بدن د عضلاتو شلمه برخه له لاسه ورکولی شي.
په فضا کې د پاتې کېدو له امله د انسان نظر هم کمېدای شي. د ځینو ستورمزلو سترګې له فضا له راستنېدو وروسته کمزورې کېږي او د دې لامل لوړ فشار او ټیټه جاذبه قوه ده.
کوم ستور مزلی د اوږدې مودې لپاره فضا کې پاتې شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانک روبیو تېر کال په فضا کې د یوه ا مریکايي ستورمزلي د اوږدې مودې پاتې کېدو تر ټولو لوی ریکارډ مات کړ.
هغه ۳۷۱ ورځې په فضا کې و، خو دا ریکارډ بیا هم په فضا کې د پاتې کېدو د تر ټولو لوی جوړ شوي ریکارډ په اندزه نه دی.
تر ټولو لوی ریکارډ روسي ستورمزلي والري پولیاکوف جوړ کړی. نوموړی د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ کلونو تر منځ ۴۳۷ ورځې په فضا کې و.
ستاینر ستورمزلي کله بېرته ځمکې ته راښکته کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ناسا تر اوسه ځمکې ته د دې ستورمزلو د بېرته راستنېدو نېټه نه ده ټاکلې. دا اداره به د سپوږمکۍ د تخنیکي ستونزو تر ارزولو وروسته د دوی د راستنېدو موده مالومه کړي.
دې ادارې منلې چې، ستورمزلي هلته بند پاتې نه دي او که بېړنی حالت رامنځته شي ستارلاینر کولی شي بېرته ځمکې ته راښکته شي.
یو بل انتخاب هم شته. ناسا او بوئینګ کولی شي دا ستورمزلي د سپېس اېکس د دراګون کپسول په مرسته ځمکې ته راښکته کړي.
خو دا وروستی انتخاب دی او هغه مهال ترې کار اخیستل کېږي چې ستورمزلي په فضا کې له کوم خطر سره مخ شي.











