'د مصنوعي ځیرکتیا د ستونزو د حل بدل کې پیسې راکول کېږي'

    • Author, سوزان بېرن

د تولیداتو د بازارموندنې یوه مدیره سارا سکېډ چې د ټیکنالوجۍ شرکتونو لپاره د ویبپاڼو منځپانکې لیکي، وايي، د مصنوعي ځیرکتیا له امله یې عاید ډېر شوی دی.

په تېره مې میاشت کې د منځپانکې یوه تولیدوونکي شرکت له اغلې سکېډ سره اړیکه ونیوله او په بېړه یې د یوې داسې ویبپاڼې د تېروتنو د سمولو غوښتنه ترې وکړه چې د پېرېدونکو خدمتونو برخه یې په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې وه.

داسې یوه چاره چې د پیسو د سپما پر ځای یې ډېرې ستونزې پنځولې وې.

مېرمن سکېډ وايي، د یادې ویبپاڼې محتوا ډېره معمولي او لومړنۍ وه او هیڅ راښکون په کې نه و.

مېرمن سکېډ د یادې منځپانګې پر سمونو ۲۰ ساعته ولګول چې د هر ساعت بدل کې یې ۱۰۰ امریکايي ډالر ترلاسه کړل. هغې په محتوا کې بنسټیز بدلون رامنځته او بیا یې له سره ولیکله.

مېرمن سکیډ، چې په اریزونا کې ژوند کوي، دې ته اندېښنمنه نه ده چې کاروبارونه دې د دې په څېر محتوا لیکوالانو (کاپي رایټرانو) ګومارلو پر ځای د چیټ جي‌پی‌ټي په څېر مصنوعي ذهانت ته مخه کړي.

هغه وايي، دمګړۍ له ډېرو لیکوالو اوري چې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا د کښل شویو محتواوو پر سمون بوخت دي: "یو چا له ما سره اړیکه ونیوله او ویل یې چې ۹۰ سلنه کار یې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا د لیکل شویو محتواوو سمول دي. نو زه یوازې نه یم، بلکې ډېر لیکوالان شته چې له همدې لارې پیسې ګټي."

اغلې سکېډ په ټوله کې د مصنوعي ځيرکتیا ضد ذهنیت نه لري او ټینګار کوي چې دا یوه غوره سرچینه کېدلی شي.

"زما مېړه او زوی د لوستلو ګډوډۍ ستونزه (dyslexic) لري او لیکل ورته خورا ستونزمن دي – نو هر شی چې له یو چا سره لیکلو کې مرسته کوي، ژوند یې ور بدلوای شي."

په تېرو څو کلونو کې، تولیدي مصنوعي ذهانت وده کړې او کاروبارونه د خپل چلند بدلولو او وخت او پیسو سپمولو لپاره د 'اوپن‌اې‌ای' لخوا رامنځته شويو چټ جي‌پي‌ټي او ګوګل جیمیني سیسټمونو ته مخه کوي.

د کوچنیو کاروبارونو د فدراسیون یوه څېړنه ښيي چې له ۳۵ سلنو څخه ډېر کوچني کاروبارونه پلان لري راتلونکو دوو کلونو کې د مصنوعي ځيرکتیا کارول ډېر کړي. خو دغه سلنه بیا د هغو کاروبارونو په منځ کې ۶۰ ده چې غواړي د خرڅلاو چاره یې چټکه وي.

ځینې کاروبارونه بېړه کوي او لکه څنګه چې مېرمن سکېډ وايي، ښايي ډېر کله دا بېړه دوی ته نسبتا ډېر لګښت ولري.

د بریتانیا په همپشایر کې د ډیجيټل بازارموندنې ادارې 'کریټ ډیزاین' مرستیاله مشره سوفي وارنر ورته تجربه شریکوي.

په تېرو شپږ – اتو میاشتو کې د هغې د هغو مراجعینو شمېر زیات شوی چې د چټک حل لپاره یې مصنوعي ځیرکتیا ته مخه کړې، خو له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

مېرمن وارنر وايي، کله مراجعین غواړي پر خپله ویبپاڼه کوم نوی فعالیت معرفي کړي یا یې کومه ستونزه هواره کړي، نو مخکې له دې چې موږ ته مراجعه وکړي، لومړی له مصنوعي ځیرکتیا مرسته غواړي: "مراجعین چې کله خپلې ویبپاڼې ته د مصنوعي ځيرکتیا پنځولی کوډ ور زیات کړي، نو دا د ویبپاڼو د خرابېدو لامل کېږي او ویبپاڼه د هیکرانو پر وړاندې زیانمنونکې کوي."

هغه د بېلګې په توګه یوه مشتري ته اشاره کوي چې د دې پر ځای چې ویبپاڼه کې یې خپل فعالیتونه دانه- دانه ور زیات کړي، چې ښايي ټول یې ترې ۱۵ دقیقې وخت نیولی وای، نو هغه د خپل کار د اسانولو لپاره چټ جي‌پي‌ټي ته مخه کړې وه چې بیا له ستونزې سره مخامخ شوی و: " د مشتري لپاره د هغې تېروتنې سمون کابو ۵۰۰ ډالره لګښت درلود او د درې ورځو لپاره یې کاروبار تړل شوی و."

اغلې وارنر وايي، دغسې یو څه د دوی له سترو کاروباري مشتریانو سره هم پېښېږي: "موږ له خپلو مراجعینو د ستونزې د تشخیصولو پر فیس سربېره د ستونزې د اواري فیس هم اخلو او طبیعي خبره ده چې دا پروسه په پیل کې له مسلکي کسانو سره تر مشورې ډېر وخت اخلي او لګښت یې هم ډېر دی."

د بایس بزنس ښوونځي کې د څېړنې او نوښت برخې مرستیال پروفیسر فینګ لي وايي، ځینې کاروبارونه د مصنوعي ځیرکتیا وسیلو په اړه ډیر خوشبین دي، خو د مسلکي کسانو څارنه اړینه ده:

"موږ وینو چې شرکتونه د ټیټ کیفیت ویبپاڼې منځپانګه تولیدوي یا غلط کوډ چلوي چې د سیستمونو د خرابۍ لامل کېږي. د کمزورو کوډونو چلول د کاروبار د نوم زیانمنېدو او غیر متوقع لګښتونو لامل کېږي چې ډیری وختونه د مسلکي کسانو لخوا بیا کار ته اړتیا لري."

د هند په شمال لوېدیځ ګجرات کې، د ویبپاڼو د منځپانګې لیکواله کشیش باروت وايي، هغه د متحده ایالتونو مېشتو مراجعینو لپاره د مصنوعي ذهانت لخوا لیکل شوې منځپانګې سموي، داسې یې جوړوي چې انساني ښکاره شي او د مصنوعي ځیرکتیا څرک پکې تت شي.

هغه وايي، که څه هم ډېر کله مصنوعي ځیرکتیا د ټیټ کیفیت محتوا تولیدوي، خو بیا هم پېرونکي د مصنوعي ځیرکتیا له کاري چټکتیا سره عادتېږي او دا بیا غیر واقعي تمې رامنځته کوي.

"په هر صورت د ښې محتوا لیکل او سمون وخت نیسي ځکه چې تاسو اړتیا لرئ فکر وکړئ. نه د مصنوعي ذهانت په څېر چې جزیات سم درک نه کړئ او یوازې پخوانۍ محتوا راټوله او 'ترتیب' کړئ."

پروفیسور لي وايي، د مصنوعي ذهانت هیاهوی ډیری شرکتونه هڅولي چې له روښانه اهدافو، کافي زیربنا او د ټیکنالوجۍ د وړتیاوو په اړه له پوهاوي پرته د مصنوعي ځیرکتیا تجربه کولو ته مخه کړي.