تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې حمص یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې مرګژوبله اړولې
د سوریې یوه سیمهییز چارواکي ویلي، د جمعې په ورځ د سوریې په مرکزي ولایت حمص د علوي اکثریت په یوه سیمه کې پر یوه جومات د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
دا خبر د رویټرز خبري اژانس ورکړی دی.
عیني شاهدانو ویلي چاودنه د "جمعې لمانځه پرمهال" شوې ده.
رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو ویلي، په دې کلي کې ډېری علویان اوسېږي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) ویلي، چاودنه د حمص ښار د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابيطالب جومات کې شوې ده.
د سوریې رسمي رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د چاودنې ځای کلابند کړی او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
سیمهییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، امکان لري چې دا چاودنه د ځانمرګي برید یا هم د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي له امله رامنځته شوې وي.
سانا پر اېکس د جومات دننه ځینې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا د هماغه هدف ګرځېدلي جومات دي.
په وروستیو اونیو کې په حمص کې د وژنو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې اوسېدونکو د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنه کړې ده.
تر اوسه روښانه نه ده چې د چاودنې عامل ځانمرګی برید و که په جومات کې اېښودل شوی چاودېدونکي توکي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا چاودنه وغندله او هغه یې"ترهګریز جنایت" وباله. د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دا بزدلانه او جنایتکارانه عمل د انساني او اخلاقي ارزښتونو پر وړاندې ښکاره برید دی."
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا برید د "امنیت او ثبات د کمزوري کولو او د سوریایي خلکو ترمنځ د ګډوډۍ د خپرولو" په موخه ترسره شوی دی.
د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع، په هغو سیمو کې چې د لېرې کړل شوي مشر بشار اسد پلویان دي او له څو میاشتو تاوتریخوالي او غچ اخیستونکو وژنو وروسته، په هېواد کې د یووالي غوښتنه کړې ده.
خو دا غوښتنه د ښاغلي شرع له لوري څو ورځې وروسته هغه مهال مطرح شوه چې راپورونه خپاره شول د سوریې د نوي حکومت امنیتي ځواکونو د علوي مذهبي اقلیت سلګونه ملکي وګړي وژلي دي.
علویان په حمص کې د لاذقیه او طرطوس په څېر اکثریت نه لري او په دې ښار کې د فرقهییزو نښتو شدت ډېر زیات دی.
د بيبيسي خبریالې اورلا ګورین تېره میاشت په خپل راپور کې د حمص د کړکېچ د شدت په اړه لیکلي وو: "هره ورځ د انسان تښتونې او له موټرو د ډزو راپورونه لیدل کېږي. موږ پر علویانو د مرګونو بریدونو یو تکراري بڼه موندلې ده؛ هغه وژنې چې په پټه کېږي او ډېر کم غبرګون راپاروي."
ځینو شنونکو مخکې وړاندوېینه کړې وه چې د اسد له چټک سقوط وروسته چې له یو کاله زیات وخت پرې تېر شوی، دا امکان شته چې په سوریه کې فرقهییز تاوتریخوالی لا پسې زیات شي.