د سوریې حمص یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې مرګژوبله اړولې

سوریه

د عکس سرچینه، Omar HAJ KADOUR / AFP via Getty Images

د سوریې یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، د جمعې په ورځ د سوریې په مرکزي ولایت حمص د علوي اکثریت په یوه سیمه کې پر یوه جومات د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دا خبر د رویټرز خبري اژانس ورکړی دی.

عیني شاهدانو ویلي چاودنه د "جمعې لمانځه پرمهال" شوې ده.

رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو ویلي، په دې کلي کې ډېری علویان اوسېږي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) ویلي، چاودنه د حمص ښار د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابي‌طالب جومات کې شوې ده.

د سوریې رسمي رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د چاودنې ځای کلابند کړی او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د حمص ښار د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابي طالب جومات دننه له چاودنې وروسته انځورونه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د حمص ښار د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابي طالب جومات دننه له چاودنې وروسته انځورونه

سیمه‌ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، امکان لري چې دا چاودنه د ځانمرګي برید یا هم د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي له امله رامنځته شوې وي.

سانا پر اېکس د جومات دننه ځینې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا د هماغه هدف ګرځېدلي جومات دي.

په وروستیو اونیو کې په حمص کې د وژنو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې اوسېدونکو د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه روښانه نه ده چې د چاودنې عامل ځانمرګی برید و که په جومات کې اېښودل شوی چاودېدونکي توکي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا چاودنه وغندله او هغه یې"ترهګریز جنایت" وباله. د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دا بزدلانه او جنایتکارانه عمل د انساني او اخلاقي ارزښتونو پر وړاندې ښکاره برید دی."

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا برید د "امنیت او ثبات د کمزوري کولو او د سوریایي خلکو ترمنځ د ګډوډۍ د خپرولو" په موخه ترسره شوی دی.

د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع، په هغو سیمو کې چې د لېرې کړل شوي مشر بشار اسد پلویان دي او له څو میاشتو تاوتریخوالي او غچ اخیستونکو وژنو وروسته، په هېواد کې د یووالي غوښتنه کړې ده.

چاودنه کې جومات ته اوښتی زیان ښکاري

د عکس سرچینه، EPA

خو دا غوښتنه د ښاغلي شرع له لوري څو ورځې وروسته هغه مهال مطرح شوه چې راپورونه خپاره شول د سوریې د نوي حکومت امنیتي ځواکونو د علوي مذهبي اقلیت سلګونه ملکي وګړي وژلي دي.

علویان په حمص کې د لاذقیه او طرطوس په څېر اکثریت نه لري او په دې ښار کې د فرقه‌ییزو نښتو شدت ډېر زیات دی.

د بي‌بي‌سي خبریالې اورلا ګورین تېره میاشت په خپل راپور کې د حمص د کړکېچ د شدت په اړه لیکلي وو: "هره ورځ د انسان تښتونې او له موټرو د ډزو راپورونه لیدل کېږي. موږ پر علویانو د مرګونو بریدونو یو تکراري بڼه موندلې ده؛ هغه وژنې چې په پټه کېږي او ډېر کم غبرګون راپاروي."

ځینو شنونکو مخکې وړاندوېینه کړې وه چې د اسد له چټک سقوط وروسته چې له یو کاله زیات وخت پرې تېر شوی، دا امکان شته چې په سوریه کې فرقه‌ییز تاوتریخوالی لا پسې زیات شي.