سوریه کې چارواکي وايي، د دمشق کلیسا کې ځانمرګي بریدګر ۲۲ کسان وژلي

دمشق کلیسا

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, ډېویډ ګرېتن
    • دنده, بي بي سي

د سوریې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د دې هېواد پلازمېنې دمشق یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې کورنیو چارو وزارت په دې هکله ویلي، یوه وسله وال لومړی د دیولیه سیمې په پیغمبر الیاس نومې یوناني کلیسا کې د یکشنبې پر مازدیګر پر هغو کسانو ډزې وکړې، چې په عبادت بوخت وو او بیا یې په ځان پورې تړلي باروت وچوول.

چارواکي وايي، بریدګر د اسلامي دولت نومې (داعش) ډلې اړوند و، خو خپله د دې ډلې له لوري تر اوسه پورې د دې برید کولو ادعا نه ده شوې.

د پېښې ځای انځورونو کې ښکاري، چې ودانۍ ته زیان اوښتی، دېوالونه یې په وینو سره دي او هر لور ماتې ښيښې پرتې دي.

یوه عیني شاهد لاورنس معماري اې ایف پي خبري اژانس ته وویل ''یو سړی له بهره (کلیسا ته) راننوت، پر خلکو یې ډزې پیل کړې او کله یې چې خلکو د مخې نیولو هڅه وکړه، ځانمرګي واسکټ ته یې چاودنه ورکړه.''

یوه بل سړي زید، چې د پېښې ځای ته نژدې دکان کې و، په دې هکله وویل، لومړی یې د ډزو غږونه واورېدل ورپسې چاودنه وشوه: ''په کلیسا کې مې اور ولید، بیا مې د څوکیو لرګینې ټوټې ولیدې، چې په هوا کې الوتې.''

دا په دمشق کې له هغه وروسته لومړنۍ دا ډول پېښه ده، چې په تېر دسمبر کې له ۱۳ کلنۍ خونړۍ کورنۍ جګړې وروسته د اسلامپالو په مشرۍ د بشار الاسد حکومت نسکور شوی دی.

په تصویرونو کې د کلیسا دننه اوښتی زیان ښکاري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په تصویرونو کې د کلیسا دننه اوښتی زیان ښکاري.

د یوناني کلیسا مسوولینو په یوه بیان کې ویلي چې، " د شر او خیانت لاسونو نن شپه زموږ او زموږ د عزیزانو ژوند د الهي دعا په ترڅ کې واخیست."

د لومړنیو معلوماتو له مخې، بمي چاودنه د کلیسا په دروازه کې شوې، چې په پایله کې یې هغه خلک ووژل شول چې د ودانۍ دننه او نږدې شاوخوا کې وو.

کلیسا ادارې د سوریې له حکومتي چارواکو غوښتي چې، "د هغه څه بشپړ مسؤلیت په غاړه واخلي چې د کلیساګانو د حرمت په وړاندې د سرغړونې په برخه کې پیښ شوي او دوام لري، او د ټولو اتباعو خوندیتوب ډاډمن کړي".

د سوریې کورنیو چارو وزیر انس خطاب ویلي چې د وزارت ځانګړو ډلو د دې پېښې په تړاو تحقیقات پیل کړي چې دی یې "د غندلو وړ جرم" بولي:

"داسې ترهګریزې کړنې به د سوریې د دولت د سولې د ترلاسه کولو هڅې ونه دروي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ګیر پیډرسن دفتر، دا برید غندلی او له سوریایانو یې وغوښتل چې، " د ترهګرۍ، سخت دریځۍ، پارونې او د ټولنې په نښه کولو په ردولو کې سره یو موټی شي".

د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام بارک هم دا برید غندلی او په وینا یې، ''داسې وحشتناکې کړنې د سوریې ټولنې یوموټی کېدو په نوې طرح کې ځای نه لري، چې په سوریه کې د رامنځته کېدو په حال کې ده.''