د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې 'ګوښه کړل شوی' دی

اصف درانی د تېر کال په مې کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی و.

د عکس سرچینه، asif durai

د عکس تشریح، اصف درانی د تېر کال په مې کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی و.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړل شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي دراني دنده د سپتمبر پر لسمه پای ته رسېدلې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

اصف درانی د تېرکال په مې میاشت کې د محمد صادق خان ځای ناستی شو، چې په دې څوکۍ یې تر درې کلن ماموریت وروسته استعفا ورکړه.

ښاغلی درانی یو تجربه لرونکی پاکستانی دیپلومات دی چې اوس په اسلام اباد کې په یوه څېړنیز مرکز کې کار کوي.

د پاکستان په دیپلوماتیکو حلقو کې کې د ښاغلي دراني کاري تجربې او د سیمې د مسائلو په هکله د نوموړي ژورو معلوماتو ته په کتو سره تمه کېده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په ښه کېدو کې به یې رول رغنده وي.

په اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهر خان وايي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر پر لسمه د ښاغلي دراني د ګوښه کېدو په تړاو اعلامیه خپره کړې وه او په خبره یې ښاغلي دراني له ده سره خبرو کې تائید کړې، چې اوس د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده نه لري.

طاهر خان وايي، د ده په اند د ښاغلي دراني د ماموریت په دوره کې ښايي، ''د پاکستان حکومت هغه توقعات پوره نه شول، چې د یوه ځانګړي استازي په توګه یې له ده درلودل.''

ښاغلي دراني ادعا کړې وه، چې افغانستان کې سوله او یا د ده په ټکو د طالب واکمنو دا ادعا چې هلته امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د پاکستان لپاره بیا په "بد خوب" بدل شوی دی.

د عکس سرچینه، ABDUL QAHAR BALKHI/TWITTWER

د عکس تشریح، ښاغلي دراني ادعا کړې وه، چې افغانستان کې سوله او یا د ده په ټکو د طالب واکمنو دا ادعا چې هلته امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د پاکستان لپاره بیا په "بد خوب" بدل شوی دی.

د خبریال طاهر خان په خبره په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اړیکي خړ پړ وو په رسنیو کې د دیپلوماتیکو مسائلو په هکله د اصف خان دراني څرګندونې هم ښايي د دې لامل شوې وي، چې نوموړی له دندې ګوښه شي.

د یادونې ده، چې ښاغلي دراني د خپل ماموریت په ترڅ کې بیا بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تورونه پورې کړل، چې د ده په خبره پاکستاني طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي.

خو طالبانو حکومت په بیا بیا دغه تورونه رد کړي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

ښاغلی درانی له دې مخکې یې په افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده تر سره کړې او د سیمه ییزو مسائلو شنونکي په توګه لیکنې هم کوي.

ښاغلی درانی داسې مهال د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی و، چې د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته د پاکستان مېشتو افغان کډوالو او دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي سوداګرۍ په ګډون یو شمېر مسائل شته، چې کابل او اسلام اباد پرې یوه خوله نه دي.