له "افسوتر" او "فینېکس" تر "امید" پورې، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز چې پاکستان پرې برید کړی څومره معلومات لرو؟

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز چې د دوشنبې په شپه پرې پاکستان هوايي برید وکړ یو نسبتا "تاریخي" ځای بلل کېږي.

دا د اميد ۲۰۰۰ بستريز د درملنې او ملاتړ مرکز د کابل-جلال اباد پر لويه لار د کابل ښار په ختیځ کې پروت دی.

پخوا دا ځای د "فينېکس کمپ" په نامه يادېده او امریکایي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال د روزنيز مرکز په توګه ترې کار اخيسته.

له دې وړاندې دا مرکز د "افسوتر" په نامه هم یادېده چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له خوا د لوژستيکي او ټرانسپورټي مرکز په توګه کارول کېده.

د ۲۰۱۴ کال په اګست کې د امریکا پوځ "فينېکس کمپ" د افغانستان جمهوري دولت ته وسپاره.

د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امر وکړ چې دا کمپ دې د مخدره موادو روږد کسانو درملنې او روزنې ته واړول شي او د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د "احيای اميد" تر نامه لاندې د روږدو کسانو د درملنې لپاره پرانيستل شو.

د طالبانو حکومت هم دا ځای د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په توګه کاراوه او سمبالښت یې د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د معنيت پر غاړه و. دا ځای چې اوسمهال د اميد ۲۰۰۰ بستريز مرکز په نامه يادېږي، د روږدو کسانو د اجباري درملنې او ملاتړ ځای دی. ډېری روږدي کسان چې په دې روغتون کې دی د کابل له بېلابېلو سيمو او د افغانستان له نورو ولایتونو راټول شوي دي.

د امید ۲۰۰۰ بستريز مرکز د ابن سينا د مخدره موادو روږدو د درملنې له ۱۰۰۰ بستريز روغتون څخه شاوخوا ۵۰ متره لرې پروت دی چې دا د عامې روغتيا د وزارت له خوا اداره کېږي. دواړه مرکزونه د پخواني کمپ "فينېکس" په ساحه کې پراته دي.

د پاکستان په هوايي برید کې د ابن سينا روغتون د کړکيو ښيښې هم ماتې شوې دي. د ابن سينا روغتون يوه مسول بي بي سي ته ویلي، "زموږ تولې خونې او دفترونه تر یوې کچې زيانمن شوي او زموږ ډېری ناروغان ټپيان دي".

د امید روغتون برعکس چې هلته ډېری روږدي کسان په زور راوستل شوي دي، دلته د ابن سينا په روغتون کې ډېر داسې ناروغان شته چې کورنيو يا دوستانو یې د درملنې لپاره راوستي دي.

دواړه روغتیايي مرکزونه له سختو امنيتي تدابيرو لاندې دي. د اميد ۲۰۰۰ بستريز روغتون ته د داخلېدو لپاره لومړی بايد د ابن سينا د روغتون له دروازې تېر شئ. د اميد مرکز جلا دروازه لري او هلته هم سخت امنيتي تدابير پلي کېږی او بيا له پلټنې وروسته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.

شاوخوا دری کاله مخکې هغه مهال چې د طالبانو حکومت زرګونه روږدي کسان د کابل له کوڅو په زوره راټول کړل، دې مرکز کې ډېره ګڼه ګوڼه وه. یوه مهال د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې دلته د روږدو کسانو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېدلی، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د پرانیستلو پر مهال یې ظرفیت ۱۵۰۰ تنه ښودل شوی و. ځينې ناروغان په کانتينرونو کې ساتل کېږي او ځينې په هغو خونو کې چې له لرګيو جوړې شوې دي.

يو پخوانی روږدی کس چې څه موده یې هلته تېره کړې وايي، د دې روغتون په ځينو خونو کې ان تر سلو پورې ناروغان ساتل کېدل.

روږدي کسان عموما تر شپږو مياشتوې پورې په دې مرکز کې تر درملنه لاندې وي خو بی بي سي له هغو ناروغانو سره هم خبرې کړې چې له يوه کال زيات هلته پاتې شوې دي. د ځينو لامل یې دا دی چې کورنۍ يا خپلوان یې د ليدو لپاره نه دي ورغلي چې له ځانه سره یې بوځي.