تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز برید کې له سلو ډېر کسان وژل شوي

د کابل د عدلي طب ریاست سرچینو ویلي چې د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه د پېژندنې وړ نه دي. د طالبانو حکومت چارواکو د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم خورا لوړ ښودلی دی. بلخوا ملګرو ملتونو د دې پېښې په اړه د چټکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

لنډیز

  • په کابل کې د عدلي طب ادارې یوې سرچینې نن سې شنبه لږ مخکې بي بي سي ته وویل، چې دوی ته ۹۸مړي وروړل شوي دي، چې په وینا یې ځینې یې کورنیو ته سپارل شوي، ځینې نور لا هم نه دي پېژندل شوي
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په هکله ''سخته خواشیني'' څرګنده کړې
  • راشد خان پر کابل د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او پر نړيوالو یې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي
  • طالب چارواکي وايي کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
  • پر کابل تازه هوايي بریدونه شوي
  • ځايي چارواکي وايي د پاکستان توغنديز بریدونو په خوست ولایت کې دوه ماشومان وژلي لو دوه ټپيان دي
  • د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي په کندهار کې یې د طالبانو حکومت د پوځ د تخنیکي ملاتړ یو مرکز او د پوځي وسایلو ډیپو یې په نښه کړی
  • د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي په کندهار کې د یوه روغتون په ګډون دوو نقطو کې بریدونه شوي خو مرګژوبله پکې نه ده اوښتې
  • مجاهد بي‌بي‌سی سره خبرو د پاکستان پوځ تورن کړ چې د سیمې د نا‌امنه کولو ماموریت یې اخیستی
  • ډبلیوایف‌پي وايي افغانستان کې د پاکستان بریدونو له کبله له بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې پیلوي

ژوندی پوښښ

  1. یوناما وايي پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه له نړیوال قانونه سرغړونه ده

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په هکله ''سخته خواشیني'' څرګنده کړې.

    د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر یوه مرکز هوايي برید کړی، چې د رپوټونو له مخې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي. اعلامیه زیاتوي: ''یوناما د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي، چې په دې برید کې وژل شوي او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوي.''

    په اعلامیه زیاته شوې: ''له نړیوال قانون سره سم ټول ښکېل اړخونه باید په شخړو کې د ناروغانو، ټپیانو، روغتیايي کارکوونکو، روغتونونو، امبولانسونو ته درناوی وکړي او د ژغورنې لپاره یې اقدامات وکړي او پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په سختۍ سره ممنوع دي.''

    د یوناما اعلامیه زیاتوي، د افغانستان په لر او بر کې ملکي خلک د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ بیه پرې کوي.

    په اعلامیه کې دغه راز راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ماموریت سره سم یوناما د فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۱۶مې له پېښې مخکې په افغانستان کې د ۷۶ ملکي کسانو وژل کېدل او د ۲۱۳ ملکي کسانو ټپیان کېدو پېښې ثبت کړې دي.

    یوناما یو ځل بیا پر دواړو لوریو د تاوتریخوالي کمولو او ''سملاسي اوربند'' او له نړیوال قانون سره سم د ملکي خلکو خوندیتوب ته د پاملرنې غږ کړی.

  2. وروستی, کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د بمبارۍ له کبله د رامنځته شوې ویجاړۍ تصویرونه

    داسې اندېښنې څرګندېږي، چې په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر یوه مرکز د هغو هوايي بریدونو له کبله لسګونه کسان وژل شوي دي، چې د طالبانو حکومت په وینا پاکستان کړي دي. د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې یې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."

    دلته د دې پېښې وروستي اخیستل شوي تصویرونه وینو.

  3. د عدلي طب یو سرچینه وايي، تر اوسه ۹۸ مړي وروړل شوي دي

    په کابل کې د عدلي طب ادارې یوې سرچینې نن سې شنبه لږ مخکې بي بي سي ته وویل، چې دوی ته ۹۸مړي وروړل شوي دي، چې په وینا یې ځینې یې کورنیو ته سپارل شوي، ځینې نور لا هم نه دي پېژندل شوي.

    دا سرچینه وایي، نور جسدونه هم ور وړل کېږي. د سرچینې په وینا ځینې مړي نه پېژندل کېږي، ځکه په خبره یې لامل یې دا دی چې مړي ډېر خراب شوې دي.

    بل لور د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پېښې په ځای کې د مرستندویانو عملیات اوس هم روان دي.

    د ویاند په خبره د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر اوسه پورې وروستی نه دی، بلکې دا لومړنی شمېر دی.

  4. کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون برید

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون تېره شپه د پاکستاني پوځ برید کې د ګڼو کسانو د مرګژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

    په کابل کې د بی بي سی خبریال چې بېګا دغه روغتون ته ورغلی و وایي، ده په خپله د لږترلږه ۳۰ تنو جسدونه شمېرلي دي.

    د طالبانو حکومت چارواکي بيا وايي، "۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپيان دي".

    د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې یې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."

    په خپلواکه توګه د مرګژوبلې د کره شمېر او د پاکستان حکومت د ادعا پخلی ګران دی.

  5. کابل کې د پاکستان هوايي بریدونو ته د ځينو افغان لوبغاړو غبرګونونه

    د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په کابل کې د نشي توکو روږدو کسانو پر روغتون د پاکستاني پوځ برید غندلی او له نړيوالو یې غوښتي چې په دې اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي.

    د افغانستان ملي لوبډلې الرونډر محمد نبي پر فېسبوک پاڼه يوه پوسټ کې ليکلي، "نن شپه د کابل په یوه روغتون کې د اميد څراغونه مړه شول. هغه ځوانان چې کورنيو یې د درملنې او نوي ژوند په هيله دلته سپارلي وو، د بمبار تر سيورې لاندې له موږه واخيستل شول... دا هغه کسان وو چې کورنيو یې غوښتل بېرته عادي ژوند ته راستانه شي، خو د رمضان په اته ويشتمه شپه یې ژوند د پاکستان د پوځي رژيم په بمبار کې پایته ورسېد".

    بل افغان الرونډر ګلبدين نايب هم دې مرګوني برید ته غبرګون ښودلی او دا یې له "بشري اصولو او نړيوالو قوانينو" سره په ټکر بللی دی.

    نوموړي پر فېسبوکپاڼه ليکلي، "د ملکي وګړو په نښه کول په هر نوم او هر دليل چې وي، د بشري اصولو او نړیوالو قوانينو له ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري. دا ډول کړنې نه يوازې د تاوتریخوالي دوام ته لار هواروی، بلکې د سيمې ثبات او متقابل باور هم زيانمونوي".

    "موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غواړو چې د دغو پېښو په اړه بې‌ طرفه څېړنه ترسره کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي."

    افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم ويلي چې "افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابت کړي چې دوی د زور او ظلم په وړاندې نه ماتېږي. موږ به تل د خپل وطن، خپل عزت او خپل خلکو د دفاع لپاره ولاړ یو."

    تر دې وړاندې راشد خان هم پر کابل د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د روژې په میاشت کې یې دا یوه ستره "بوږنونکې" کړنه بللې وه.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په دې بریدونو کې تر درملنه لاندې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    پاکستان بيا ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې"پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې یې کار کاوه."

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دې پخلی نشي کولی.

  6. پاکستان وايي په کابل او ننګرهار کې یې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ مرګزونه په نښه کړي"

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې د پاکستان پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."

    نوموړي پر اېکس پاڼه يوه پوسټ کې ويلي، "په کابل دوه ځايه د تخنيکي ملاتړ زېربنا او د وسلو زېرمه کولو مرکزونه ویجاړ شوي دي. له بریدونو وروسته چاودنې دا ښيي چې هلته چاودېدونکي توکي زېرمه شوي وو".

    عطالله تارړ ليکلي، "د پاکستان پوځ په ننګرهار کې د افغان طالبانو له خوا اداره کېدونکي څلور ترهګريز مرکزونه هم په نښه کړي او هلته یې وسلې او تخنيکي زېربنا ویجاړه کړې ده".

    د پاکستان د اطلاعاتو وزير زیاتوي، "ټول هدفونه په دقت سره ويشتل شوي. ټول هغه تاسیسات په نښه شوي چې افغان طالبان یې د ترهګرو د ملاتړ لپاره کاروي".

    خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، برید د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون شوی چې سلګونو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

    بي بي سي په خپلواکه توګه دا ادعاوې نشي تائیدولی.

  7. وروستی, منظور پښتين پر کابل د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او وایي د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان هوايي برید غندلی او وايي "د دې دردونکې پېښې پر ضد د خپل افغان ولس تر څنګ ولاړ دی."

    د نوموړي پر فېسبوکپانه يوه پوسټ کې لیکل شوي، پاکستان "د کابل په يوه روغتون ترهګريز هوايي بمبار وکړ چې، په کې سلګونه بې ګناه تر علاج لاندې ملکي وګړي په شهادت ورسېدل او ګڼ شمېر نور ټپيان شول."

    ښاغلي پښتين زياته کړې، "پي ټي اېم به د نړۍ هر ګوټ ته د دې مظلومې وينې غږ رسولو لپاره خپله طرحه جوړه وي."

  8. د کابل په سیاه سنګ سیمه کې د چاودنې استول شوې ويډيوګانې

    دغه ویډيوګانې بي بي سي ته د لیدونکو لخوا لیږل شوې، چې وايي پاکستاني الوتکو نن شپه د سیاه سنګ سیمه هم په نښه کړې ده.

    په ګوګل نقشه کې معلومات هم دا ښیي چې د کابل ښار په سیاه سنګ سیمه کې پوځي تاسیسات شته دي، چې د "سیاه سنګ پوځي اډې" په نامه پېژندل کېږي.

    د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، او بي بي سي هم په خپلواکه توګه دا پېښه نشي تائیدولی.

  9. راشد خان پر کابل د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او پر نړيوالو یې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي

    د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي راشد خان پر کابل د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د روژې په میاشت کې یې دا یوه ستره "بوږنونکې" کړنه بللې ده.

    راشد خان پر خپله فېسبوک پاڼه يوه پوسټ کې ليکلي، "د ملکي کورونو، تعليمي موسسو او روغتيايي بنسټونو په نخښه کول، که قصدي وي او که په تېروتنه ستر جنګي جنایت دی. د بې ګناه انسانانو قېمتي ژوند ته نه درناوی، په ځانګړې توګه د روژې مبارکه میاشت کې، زړه بوږنوونکی عمل دی."

    نوموړي پر ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ادارو غږ کړی چې دا "فاجعه په بشپړه توګه وڅېړي" او د ده په ټکو له عاملينو سره یې حساب وکړي.

    راشد خان زياته کړې، "زه په دې سخت وخت کې د خپل دردېدلي ملت تر څنګ يم او ځان په دې لوی غم کې د خپل ولس سره شريک بولم".

  10. عبدالله عبدالله د پاکستان هوايي بریدونه له نړیوال قانون "ښکاره سرغړونه" بللې

    د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر اېکس يوه پوسټ کې پر کابل د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.

    نوموړي ليکلي، "د افغانستان په خاوره کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندو، چې ملکی تلفات یې هم اړولي دي. دا بریدونه چې د ښه ګاونډيتوب د اصولو سره په بشپړ مخالفت کې ترسره شوي، د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده او په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دي."

    ښاغلي عبدالله د ستونزو د حل لپاره پر ډېپلوماټيکو لارو چارو ټینګار کړی دی.

  11. د بي بي سي خبريال يما بارز د چاودنې له ځايه راپور ورکوي

    کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز د پاکستاني هوايي برید له کبله په نښه شوي د روږدو کسانو د درملنې روغتون ته ورغلی دی.

    د ګڼ شمېر کسانو د مرګژوبله راپورونه ورکړل شوي دي. نوموړی وایي ده په خپله د ۳۰ تنو جسدونه شمېرلي دي.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي کابل کې یې د اورپکو مرکزونه په نښه کړي.

  12. د بي بي سي خبریال د سترګو ليدلی حال

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان هوايي برید له کبله د ګڼ شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

    په کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز چې د روږدو کسانو د درملنې روغتون ته ورغلی و، وايي د ژغورنې ډلو هلته له وړاندې جسدونه را ايستل او ده په خپلو سترګو د لږترلږه ۳۰ تنو جسدونه ليدلي دي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس يوه پوسټ کې د ۴۰۰ کسانو د وژل کېدو او د ۲۵۰ تنو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

    نوموړي ليکلي، "د پاکستان پوځي رژيم نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲ زره بستريز روغتون بمبار کړ چې د روغتون زياتې برخې له منځه تللې او تر اټکل د زياتو تلفاتو وېره شته."

    حمدالله فطرت زياته کړې، "د پېښې په ځای کې ژغورونکي ټيمونه لګيا دي چې لګېدلی اور مهار او پاتې شهيدان راوباسي".

    د پاکستان حکومت د دغو ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ويلي وو چې په کابل او ننګرهار کې یې "پوځي تاسيسات" او "د ترهګرو د ملاتړو زېربناوې" په نښه کړې دي.

  13. کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان هوایي برید

    کابل کې د بي بي سي خبري ډلګۍ د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ له هغه مرکزه لیدنه کړې چې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان هوايي ځواکونو پرې برید کړی او تر درملنې لاندې ګڼ کسان په کې مړه او ژوبل شوي.

    اوس هم له ودانۍ د اور لمبې پورته کېږي، ژغورونکي د ژوندو پاتو د ژغورنې هڅې کوي.

  14. اېمرجنسي روغتون: تر اوسه دری مړي او ۲۷ټپیان روغتون راوړل شوي

    په کابل کې د اېمرجنسي روغتون یوه چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي چې پر کابل د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د لږترلږه دریو وژل شويو کسانو مړي د دوی روغتون ته ور وړل شوي دي خو ويل کېږي د مړو شمېر ښايي له دې ډېر لوړ وي.

    د اېمرجنسي روغتون رئیس، ډیجان پانیک، چې د دې مرکز چارې پر مخ وړي، ويلي "زموږ روغتون ته تر دریو پورې جسدونه راوړل شوي دي،" او زیاته یې کړه چې د ۲۷ ټپیانو درملنه کوي.

  15. رېچارډ بېنېټ وايي په کابل کې د پاکستان بریدونو له امله د ولسي وګړو پر مرګژوبله اندېښمن دی

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېجارډ بېنټ پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پوسټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونو او ولسي وګړو مرګژوبلې راپورونو سخت "اندېښمن او خواشينی" کړی دی.

    نوموړي د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

    ښاغلي بېنټ د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې تاوتريخوالی کم او د "لوړې کچې له زغم" څخه کار واخلي.

    نوموړي پر ټولو غاړو ټینګار کړی چې د ولسي وګړو او ملي تاسيساتو د ساتنې په ګدون د ټولو نړیوالو قوانينو درناوی وکړي.

  16. وروستی, د مرګ ژوبلې شمېر سلګونو ته رسېږي, یما بارز

    زه د څرخې پله سیمه کې یم. لا هم کابل د روږدو کسانو د درملنې مرکز کې د ژغورنې چارې روانې دي. بي بي سي ته ویل شوي چې د مرګ ژوبلې شمېر سلګونو ته رسېږي.

    له ودانۍ د اور لمبې پورته کېږي، د اور وژنې کارکوونکي په اور وژنه بوخت دي.

    یو شمېر کسان د مړو او ټپیان پر رایستلو لګیا دي.

  17. وروستی, پاکستان وايي کابل او ننګرهار کې یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي

    د پاکستان د اطلاعاتو وزارت پر خواله رسنۍ ایکس (X) په یوه پوسټ کې ویلي چې پاکستان په کابل او ننګرهار کې "پوځي تاسیسات" او "د ترهګرو د ملاتړ زیربناوې" په نښه کړي دي. دغه وزارت ویلي چې په په نښه شویو ځایونو کې هغه تاسیسات شامل دي چیرې چې د افغان طالبانو وسله والو او د "فتنة الخوارج" جنګیالیو (هغه اصطلاح چې پاکستان یې د وسله والو لپاره کاروي) لخوا کارول کېدونکي مهمات او تجهیزات ساتل کېدل.

  18. مجاهد: د خبرو او ډیپلوماسۍ وخت پای رسېدلی

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د طلوع نیوز خصوصي تلویزون ته ویلي " کې پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، اوس له اسلام‌اباد سره د ډيپلوماسۍ او خبرو وخت نه‌دی، بلکې اسلامي امارت به غچ اخلي.

    وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

  19. وروستی, حامد کرزي پر کابل هوايي بریدونه وغندل

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل ښار وروستي بریدونه غندلي دي. ښاغلي کرزي پر خپله خواله رسنیو لیکلي: پاکستاني هوايي ځواکونو یو وار بیا د یوه روغتون په ګډون زموږ پر ولسي مېشت ځایونو بریدونه کړي چې مالي او ځاني زیان یې اړولی.

    ښاغلي کرزي ویلي، که پاکستان د ځان او د سیمې د ثبات غوښتونکی وي نو په خپلو ناسمو تګلارو دې له سره کتنه کړي.

  20. وروستی, کابل د روږدو روغتون ته ګڼ کسان د ژغورنې لپاره ور روان دي

    په هغو ویډیو ګانو چې ځايي خبریالانو خپرې کړي لیدل کېږي چې د کابل د روږدو کسانو زر بستریز روغتون ته لوی شمېر خلک د ژغورنې لپاره ور روان دي. له ودانیو د اور لمبې پورته کېږي او ژغورونکي تر ویجاړیو لاندې کسانو د ژغورنې هڅه کوي.

    د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز کابل کې له خبریالانو غوښتي چې د دغه پېښې پوښښ ته ورشي او نړیوالو ته د هغوی پر ټکو دا "ظالمانه عمل" وښيي.

    تر اوسه دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی اعلان شوی.