تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د علي لاریجاني مړینه به د ایران د مشرتابه دننه بحران لا پسې ژور کړي
- Author, امیر عظیمي
- دنده, بي بي سي فارسي
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي لاریجان د اسلامي جمهوریت له تر ټولو تجربه لرونکو او اغېزناکو پالیسيو جوړونکو یو دی چې په داسې حساس وخت کې له منځه وړل کېږي.
لاریجاني يو پوځي قومندان نه و خو هغه د ایران د ستراتېژيکو پرېکړو په جوړولو کې يو مهم مرکزي رول درلود.
د ملي امنيت د عالي شورا د مشر په توګه هغه د جګړې، ډېپلوماسۍ او ملي امنيت په پرېکړو کې مرکزي ارزښت درلود.
د هغه غږ په ټول نظام کې وزن درلود په ځانګړي ډول د امریکا او اسرائیلو سره د ایران د مقابلې په مديريت کې یې د پاموړ رول درلود.
د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸ مه د ایران د مذهبي مشر علي خامنه اي له وژل کېدو وروسته لاریجاني، پياوړي دريځ خپل کړ او څرګنده یې کړه چې ایران د اوږدې جګړې لپاره چمتو دی. د هغه د مړينې خبر په داسې مهال کې ورکول کېږی چې په تېرو څو اوونيو کې د ایران څو لوړپوړي چارواکي او قومندانان وژل شوي دي. دا بهير ښيي چې د جګړې پر مهال د ایران د مشرتابه جوړښت کمزوري کولو لپاره دوامدارې هڅې روانې دي.
سره له دې چې هغه د لوېدیځ پر وړاندې سخت دريځ درلود خو د ایران د ننه د یوه واقعیتپال په توګه ورته کتل کېدل. هغه ايډيالوژيکه وفاداري د تخنيکي (تکنوکراتیک) چلند سره مل کړې وه او د شعارونو پر ځای یې محاسبه شوې ستراتېژي غوره بلله.
لاریجاني له لوېديځو قدرتونو سره د اړيکو په اړه ژور شک درلود خو بيا هم په مهمو ډېپلوماټیکو هڅو کې شامل و، لکه له چين سره د ایران د اوږدمهاله همکارۍ په تړون کې یې د استازي په توګه ونډه لرله.
لاریجاني د دريو لویو کړکېچونو د مديريت مسوليت پر غاړه درلود.
لومړی همدا اوسنۍ جګړه ده. نوموړي استدلال کاوه چې ایران باید د یوې اوږدې مبارزې لپاره چمتووالی ونيسي او شخړه په سيمه او له هغې هاخوا پراخه کړي چې په هغو کې د هرمز تنګي تړل هم شامل وو.
دويمه مسئله د کورنيو نارکراريو يوه څپه وه چې د اقتصادي ستونزو له کبله پیل شوه او ژر په پراخو لاريونونو بدله شوه چې د ایران د حکومت نسکورولو غوښتنه یې کوله. دې ته په سختۍ ځواب ورکړل شو او په ټول هېواد کې زرګونه لاريونوال ووژل شول.
درېيمه مسئله د ایران اټومي پروګرام او له واشنګټن سره غيرمستقمې خبرې وې چې دواړه ځله د پوځي بریدونو له کبله ګډوډې شوې.
د ده له منځه تللو سره دا ستونزې همداسې پر خپل ځای دي او داسې يوه نامعلوم ځايناستې ته به پاتې وي چې له ډېر نازک وضعيت سره به مخامخ وي. که څه هم ایران يو څه مقاومت ښودلی او تر یوه بریده یې د نړۍ د انرژۍ بازارونه ګډوډ کړي خو هوايي حريم لا هم د بریدونو پر وړاندې پرانيستی پاتې دی چې هر نوی لوړپوړی کس به د سملاسي په ښه کېدو له ګواښ سره مخامخ وي.
له دې سره ښايي واک لا زيات د پوځ لور ته واوړي. د ولسمشر مسعود پزشکيان وروستۍ څرګندونې ښيي چې د وسله والو ځواکونو ټوليو ته په عملي ډول پراخ صلاحيت ورکړل شوی دی. دا ځکه چې که لوړپوړی مشرتابه بې وسه شي، دوی به یې پر ځای د ګام پورته کولو وړتيا ولري.
همدارنګه داسې نښې هم شته چې مشرتابه د ځايناستو په ټاکلو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. ایران په عامه توګه د ټاکل کېدو خبرونه ځنډولي او ځينې څېرې لکه نوی مشر مذهبي مشر مجتبی خامنه اي تر ډېره پټ ساتل شوی. دا نه ده روښانه چې دا د امنيتي دلايلو له کبله دي او که په کور دننه نامعلوم وضعيت له کبله.
په لنډمهاله توګه تر ټولو احتمالي پایله به لا بې ثباته وضعيت وي. یعنې په جګړه کې سخت پوځي دريځ او په کور دننه لا سخته ځپنه.
خو د وخت په تېرېدو سره یو نظام چې پرلپسې لوړپوړي کسان له لاسه ورکوي، ښايي په اغېزمن ډول کار کول ورته ستونزمن شي، په ځانګړي ډول په داسې هېواد کې چې له ۹۰ میليونو ډېر نفوس لري.
د لاریجاني مړينه به يوازې د یوه چارواکي له لاسه ورکول نه وي، بلکې دا به د مشرتابه بحران لا پسې ژور کړي چې ښايي د جګړې پر بهير او د ایران د دولت پر ثبات دواړو به اغېز وکړي.