وروستی, ایراني رسنیو یو لیک خپور کړی چې وايي د ملي امنیت شورا د مشر دی
ایرانۍ خبري رسنیو په لاس لیکلی یو لیک خپور کړی چې وايي د علي لاریجاني لخوا لیکل شوی دی. د لیک عکسونه پر دولتي خبري رسنیو او د ښاغلي لاریجاني پر اېکس او ټیلیګرام خپاره شوي دي.
دا لیک چې نېټه پرې نشته د ایران د سمندري ځواک هغه غړو ته پېرزوینې وړاندې کوي چې د روانې میاشتې په پیل کې د ایران پر یوې لويې بېړۍ برید کې وژل شوي وو.
ددې کسانو د جنازې مراسم اوس ترسره شوي. جګړه کې د نورو وژل شوو د جنازې لپاره هم چمتووالی روان دی.
دغه ایرانۍ بېړۍ د سریلنکا سمندري حدودو ته نږدې د امریکا لخوا په نښه شوې وه او ۸۴ ماڼوګان په کې وژل شوي وو. وړاندې اسرائیلو ادعا کړې وه چې علي لاریجاني یې بېګاه یوه برید کې وژلی دی.