تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
علي لاريجاني: د ايراني نظام په زړه کې سياسي سفر
د اسرائيلو د دفاع وزير يسرائيل کاټس د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني په يوې اسرائيلي هوايي برید کې وژل شوی دی. ايراني رسنيو ويلي و چې لاريجاني به د اسرائیلي رسنیو له لوري د هغه د مړينې د خپرو شویو خبرونو په اړه وينا وکړي، په داسې حال کې چې تر دې دمه د ايران د رسمي غبرګون نشتوالي له امله د دې ايراني مشر برخلیک ناڅرګند پاتې دی.
له دوو اونیو راهیسې پر ايران د امريکا او اسرائيلو بریدونه دوام لري، چې په کې د پخواني ستر مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون یو شمېر مشران وژل شوي دي. د علي لاريجاني او د هغه د کورنۍ د نورو غړو نومونه له ډېر پخوا راهیسې د ايران د نظام په پرېکړه کونکو کړیو کې د مهمو او حساسو منصبونو د لرلو له امله ياد شوي دي.
لاريجاني له یوې داسې کورنۍ سره تړاو لري چې په ايراني سياست کې خورا ژورې ریښې او پراخې اغېزې لري. لوېديځو رسنيو هغه د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد له مخالفينو سره د خبرو پر مهال، د امريکا له "کېنډي" کورنۍ سره تشبېه کړی و. علي لاريجاني درې ځله ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی و. وروستی ځل یې په ۲۰۲۴ کال کې د چورلکې په پېښه کې د ولسمشر ابراهيم رئيسي له مړينې وروسته و، خو د نوماندانو د ارزونې کمېټې د هغه د نوماندۍ پاڼې رد کړې.
لاريجاني د ملي امنيت د عالي شورا د منشي دنده پر غاړه لري او داسې انګېرل کېږي چې هغه د علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته د پرېکړه کونکو په ډله کې دی. نیویارک ټایمز د امريکا او اسرائيلو د بریدونو له پیله څو ورځې وړاندې په يوه رپوټ کې ويلي و چې د ايران ستر مذهبي مشر علي خامنهيي علي لاريجاني ته د هېواد د چارو د اداره کولو او له امريکا سره د احتمالي جګړې په پایله کې د نظام د بقا د تضمین دنده سپارلې وه.
همدارنګه "لو فيګارو" ورځپاڼې په يوه رپوټ کې ويلي و چې لاريجاني د وروستیو ولسي لاریونونو په پیل کې د نظام له دننه د خامنهيي پر ضد د کودتاه او له مهمو سياسي او امنيتي پرېکړو د هغه د لېرې کولو هڅه ناکامه کړې وه. دغو امريکایۍ او فرانسوۍ دواړو ورځپاڼو د ادعاوو په اړه تر اوسه ایراني چارواکو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لاريجاني په وروستیو کې په خپلو سفرونو او څرګندونو کې د يورانیمو د غني کولو په اړه له امريکايي لوري سره د خبرو اترو په پرېکړو کې د ګډونوال په توګه راڅرګند شوی و.
د لاريجاني کورنۍ: په اسلامي جمهوریت کې نفوذ او مهمې دندې
علي لاريجاني په ۱۹۵۷ کال کې د عراق په نجف ښار کې زېږېدلی، چې پلار یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې ورته کډه شوی و او په ۱۹۶۱ کال کې بېرته له خپلې کورنۍ سره ایران ته راستون شو. هغه د رياضي په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي او له تهران پوهنتونه یې په لوېديځه فلسفه کې ماستري او دوکتورا ترلاسه کړې ده. پلار یې میرزا هاشمي املی، په قم کې د حوزې له وتلو ديني عالمانو و.
علي لاريجاني څلور وروڼه لري چې ټولو په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي. د هغه ورور صادق لاريجاني د نظام د مصلحت تشخيص شورا (د حکومت لوړه پوړې مشورتي اداره) مشر دی. هغه تر دې وړاندې د خبرګانو شورا او د نګبان شورا غړی او بیا د قضایه ځواک مشر پاتې شوی دی. هغه یو له هغو څېرو ده چې په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا له مالي بندیزونو سره مخ شو.
بل ورور یې محمد جواد لاريجاني د بشري حقونو د شورا منشي و او اوسمهال د بنسټیزو علومو د څېړنیز مرکز مدیر دی؛ هغه د پارلمان کې غړی هم و. ورور یې ډاکټر باقر لاريجاني د تهران د طبي علومو په پوهنتون کې د اېنډوکراینولوژي او ميتابولیزم مرکز مشر و. فاضل لاريجاني یې بل ورور دی چې په ايران کې د ازاد اسلامي پوهنتون رئيس او په کاناډا (اوټاوا) کې د ايران کلتوري اتشه و.
علي لاريجاني د یوه مذهبي مشر مرتضی مطهري له لور سره واده کړی. مطهري خمیني ته نږدې کس و.
له سپاه پاسداران تر ملي امنيت عالي شورا پورې علي لاريجاني د اتیایمې لسیزې په پیل کې د ايران له دولتي ټلویزیون سره له لنډې همکارۍ وروسته د سپاه پاسداران له ليکو سره یوځای شو او د لوی درستیزوال تر مرستیالۍ ورسېد. هغه د سپاه پاسداران په اډانه کې د ايران او عراق په جګړه (۱۹۸۰-۱۹۸۸) کې برخه اخیستې وه.
د نويیمې لسیزې له پیله د علي خامنهيي په واکمنۍ کې، لاريجاني سياسي او کلتوري کارونو ته مخه کړه او په ايران کې د محافظه کار سياسي خاښ په غړيتوب مشهور شو. په ۱۹۹۲ کال کې له محمد خاتمي وروسته د کلتور او اسلامي ارشاد وزیر وټاکل شو. په ۱۹۹۴ کال کې د ايران د دولتي راډیو او ټلویزیون مشر وټاکل شو. په دې موده کې لاريجاني د اسلامي ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره د ايراني رسنيو راپورته کولو کې مهم رول ولوباوه.
په ۱۹۹۶ کال کې خامنهيي هغه د درېیو کلونو لپاره په ملي امنيت عالي شورا کې د خپل استازي په توګه وګماره او په ۱۹۹۷ کال کې د نظام د مصلحت تشخيص شورا غړی شو. په ۱۹۹۹ کال کې بیا په ملي امنيت عالي شورا کې د ستر مذهبي مشر استازی وټاکل شو او په ۲۰۰۲ کال کې بیا د مصلحت تشخيص شورا غړيتوب ته غوره شو.
هغه په ۲۰۰۴ کال کې بېرته د دولتي تلویزیون مشرۍ ته راغی او د "العالم" او "سحر" په نومونو دوه عربي ژبې شبکې یې جوړې کړې. څو میاشتې وروسته یې له خپلې دندې استعفا وکړه ترڅو په ۲۰۰۵ کال کې ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي، چې په هغو ټاکنو کې تر شپږم مقامه ورسېده.
د ۲۰۰۵ کال په اوړي کې د ايران د اتومي پروګرام په اړه له اروپايي ټولنې سره د مذاکراتو د مسوول په توګه وګمارل شو او په ۲۰۰۷ کال کې یې د ايران د رسمي خبري اژانس په وینا د "شخصي لاملونو" له امله استعفا وکړه. په همدې کال کې بیا د مصلحت تشخيص شورا غړی شو.
په ۲۰۰۸ کال کې لاريجاني پارلمان ته لار وموندله او د مجلس د رئيس په توګه وټاکل شو. هغه څو ځله د ولسي جرګې (شورای اسلامي) د مشر په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۲۰ کاله پر دغه څوکۍ پاتې شو. په ۲۰۲۰ کال کې د پارلمان د ریاست له پای ته رسېدو سره سم، خامنهيي هغه د خپل سلاکار په توګه وټاکه.
هغه په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا ولسمشرۍ ته نوماند شو، خو نګهبان شورا یې پاڼې رد کړې. په ۲۰۲۲ کال کې بیا د مصلحت تشخيص شورا غړی شو. په ۲۰۲۴ کال کې یې د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ نوماندي د نګهبان شورا لخوا رد شوه. د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې د ملي امنيت د عالي شورا په سر مشرانو کې وټاکل شو او په دې شورا کې د ستر رهبر استازی شو.
د ايران ډيپلوماټيکه څېره
لاريجاني د اتومي دوسیې د مذاکراتو مشري په غاړه لرله او په هغه موده کې د پارلمان مشر و چې پر ايران بندیزونه سخت شوي وو. هغه په بهر کې د ايران د استازي په توګه د غزې او لبنان د وروستیو جګړو د مسایلو په مطرح کولو کې مهمه ونډه درلوده. د جګړې پر مهال یې په عراق، لبنان، سوريه او خليج کې له چارواکو سره وکتل او تل یې په سیمه کې د خپلې ټلوالې پر ملاتړ ټینګار کاوه.
د ۲۰۲۵ کال په جون کې ايران د امريکا او اسرائيلو تر برید لاندې راغی او د دواړو لورو ترمنځ د څو ورځو لپاره متقابل بریدونه وشول. د برید په لومړیو ساعتونو کې اسرائيل وتوانېدل چې لوړپوړي امنيتي او سياسي چارواکي ترور کړي او چارواکو وروسته ومنله چې ولسمشر مسعود پزشکيان له ټپي کېدو وروسته له ترور هڅې روغ وتلی دی.
له نښتې څو میاشتې وروسته په ايران کې ولسي اعتراضونه پراخ شول او علي لاريجاني "منظمې او تخريبي" ډلې تورنې کړې چې د لاریون کوونکو له غوښتنو په ګټې اخیستنې ګډوډي او تاوتریخوالی رامنځته کوي. خو د امريکا ادارې د فبرورۍ په پیل کې پر علي لاريجاني د نورو شخصیتونو ترڅنګ بندیزونه ولګول او هغه یې د اعتراضونو په ځپلو کې په همغږۍ تورن کړ.
د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې اسرائيلو او امريکا پر ايران نوي بریدونه وکړل چې د خامنهيي په ګډون د یو شمېر مشرانو د وژل کېدو لامل شول. دې چارې د لاريجاني څرګندونې نورې هم سختې کړې، هغه څوک چې د اتومي دوسیې په اړه په مصلحت پالونکو څرګندونو مشهور و. هغه وویل چې تهران به له امريکا سره مذاکره ونه کړي او ټینګار یې وکړ چې ايران یوې اوږدې جګړې ته چمتو دی.