امریکا کې د افغان ځانګړو ځواکونو یوه پخواني سرتېري نیونې او مړینې ته غبرګونونه

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

امریکا کې د هغه افغان د مړینې لامل په اړه طبي څېړنې پیل شوې چې د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې له خوا له نیول کېدو یوه ورځ وروسته مړ شوی دی.

محمد نذیر پکتیاوال د تېرې جمعې پر ورځ (مارچ ۱۳مه) د امریکا د ټکساس ایالت په شمال کې هغه مهال چې ماشومان یې ښوونځي ته بېول کور ته نږدې نیول شوی و.

۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره د کار لس کلنه تجربه لرله او د افغانستان د وروستي جمهوریت له پرځېدو وروسته د ۲۰۲۱م کال اګسټ کې په قانوني ډول امریکا ته تللی خو په دې وروستیو کې یې د لنډمهالې استوګنې قانوني سند له وخته تېر شوی و.

د امریکا د کډوالو ادارې د دغې افغان د نیونې او مړینې څرنګوالي په اړه تفیصلي رپوټ خپور کړی چې په کې ویل شوې " پکتیاوال له دې مخکې تېر کال د سپتمبر پر ۱۶مه د درغلۍ او د نومبر پر لومړۍ نېټه د غلا په تور هم نېول شوی و."

بي بي سي او امریکا کې زموږ همکاره رسنۍ سي بي ایس تر دې دمه په خپلواکه بڼه د محمد نذیر پکتیاوال د جرمي سابقې په اړه د امریکا د کډوالو ادارې د اداعاو پخلی نه شي کولی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امریکا کې د کډوالو په اړه د خپلې کړنلارې اعلان پر مهال وویل چې د ناقانونه کډوالو پناه غوښتنه به نه اورېدل کېږي او له امریکا به ایستل کېږي. د محمد نذیر د وروستۍ نیونې لامل تر ډېره نه دی روښانه چې ایا د قانوني اسنادو نه لرلو په تور او که د کوم بل جرم په تور نېول شوی و.

امریکايي ادارو ویلي د نیولو پر مهال هغه د کومې ناروغۍ یادونه نه وه کړې او نه یې تېر کې د کومې ناروغۍ اسناد موندل شوي.

د هغه ورور نصیر پکتیاوال امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي " محمد نذیر د سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال چې یې ماشومان ښوونځي ته روان کړي وو ونیول شو، هغه په زور په موټر کې واچول شو او ماشومانو یې د کومک لپاره چېغې وهلې."

نصیر پکتیاوال ویلي " د هغه د پناه غوښتنې دوسیه ځنډېلې وه او د استوګنې پخواني اسناد یې د ۲۰۲۵م کال اګسټ کې له وخته تېر شوي وو."

دی وايي " له وروره یې ښځه او شپږ ماشومان پاتې دي."

هغه ویلي " محمد نذیر په افغان ځانګړو ځواکونو کې له یوې لسیزې ډېر کار کړی، هغه د خپلې کورنۍ، خلکو او خپل وطن لپاره اتل دی."

محمد نذیر څنګه ومړ؟

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې ویلي، د جمعې پر ماښام محمد نذیر پکتیاوال له ساه بندۍ او د معدې له درده شکایت پیل کړ، وروسته دی روغتون ته ولېږدول شو." رپوټ کې راغلي چې ډاکټرانو د هغه د ساه بندۍ درملنه کړې وه او د بېړني درملنې څانګې ډاکټرانو د لا نورې درملنې په موخه د هغه د بسترېدو وړاندیز کړی و.

په ورپسې بله ورځ د ( مارچ ۱۴مه) هغه مهال چې محمد نذیر سهارنۍ خوړله ‌ډاکټرانو د هغه پړسېدلې ژبې ته پام شو، د دې لپاره ورته د ' ايپېنپراین ډراپ ورکړل شوی و.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې ویلي " د ژوند ژغورنې له ګڼو هڅو وروسته محمد نذیر سهار مهال شاوخوا ۹ بجې ساه ورکړه چې د یوې ناڅاپي مړینې څرنګوالي په اړه یې څېړنې کېږي."

د محمد نذیر پکتیاوال ورور نصیر پکتیاوال د خپل ورور لپاره د انصاف غږ کړی او ویلي یې دي ' له دې حکومته نور د هیڅ شي تمه نه لري.'

د محمد نذیر د استوګنې ښار ټکساس کې د امریکا اسلامي شورا په یوه بیان کې ویلي ' نېونه باید د یوه چا انسانیت او ژوند ړنګ نه کړي.' دغې شورا د پکتیاوال د نیونې او مړینې په اړه د شفافه، عادلانه او هر اړخیزه پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ټکساس د اسلامي اړیکو شورا ویلي " له هر نېول شوي کس سره باید په اصولو ولاړ د درناوی او خوندیتوب چلند وشي."

دې پېښې امریکا کې د کورني امنیت د مرستیال یوې چارواکې غبرګون هم پارولی، لاورېن بېس ادعا کړې چې " د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې توقیف ځایونه د درملنې مناسب امکانات نه لري."

نوموړې تور پورې کړی چې د دغې ادارې له خوا بهرنیو وګړو ته هغه ډول روغتیايي چوپړونه نه ورکول کېږي چې ۲۴ ساعته بیړنیو روغتیاي مرستو ته لاسرسی ولري.