څرنګه امریکا او نورو منځګړو د هند او پاکستان تر منځ اوربند وکړ؟

    • Author, سوتېک بېسواس او وېکاس پانډې
    • دنده, بي بي سي، هند

په يوه ناڅاپي بدلون کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو اعلان وکړ چې هند او پاکستان له څلور ورځني کړکېچ وروسته د يوه "سملاسي او بشپړ اوربند" پرېکړه کړې ده.

شنونکي وايي، د پردې تر شا د امریکا منځګړو او سيمه ييزو لوبغاړو مهم رول ولوباوه تر څو د اتومې وسلو لرونکي سيالان له جګړې راوګرځوي.

خو د اوربند له تړون څو ساعته وروسته هند او پاکستان يو بل په سرغړونو تورن کړل چې ورسره روښانه شوه چې دا اوربند څومره نازک دی.

هند پر پاکستان د "پر له پسې سرغړونو" تور ولګاوه، په داسې حال کې چې پاکستان ټينګار کاوه، اوربند ته ژمن دی او ځواکونو يې "مسووليت او زغم" ښودلی دی.

د ټرمپ له اعلان مخکې هند او پاکستان د يوې بشپړې جګړې پر لور روان وو، هغه حالت چې ډېرو خلکو ترې وېره لرله.

وروسته له هغه چې تېره مياشت د هند تر ادارې لاندې کشمير په يوه مرګوني بريد کې ۲۶ سيلانيان ووژل شول، هند پر پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کمشير هوايي بريدونه وکړل چې ورسره دواړو خواو يو پر بل ډزې پيل کړې او د شنبې په سهار يې یو بل له اوربنده په سر غړونه تورن کړل.

دواړو هېوادنو توندې څرګندونې وکړې او هر يوه ادعا کوله چې بل ته يې دروند زیان رسولی دی او بريدونه يې شنډ کړي دي.

د امریکا په واشنګټن کې د بروکېنګز انسټېټيوټ يوه لوړ پوړې څېړونکې تانوي مډن وايي، د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو له خوا د مې پر نهمه نېټه د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منير سره اړيکه "ښايي يو مهم ټکی" و.

نوموړې زياتوي، "موږ لا هم د بېلابېلو نړيوالو لوبغاړونو د رولونو په اړه ډېر معلومات نه لرو خو تېرو دريو ورځو کې دا څرګنده شوه چې لږ تر لږه دريو هېوادونو امريکا، بریتانيا او سعودي هم هڅه کوله چې وضعيت ارام کړي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار پاکستاني رسنيو ته ويلي چې د ترکيې، سعودي او امریکا په ګډون يو شمېر هېوادونه د ډېپلوماسۍ په دې کړنو کې ښکېل وو.

اغلې مډن وايي، "که دا اړیکې ژر نيول شوې وای، د هند له بريدونو سملاسي وروسته او کله چې پاکستان هند ته د تاوان رسېدو ادعا کوله، ښايي د کړکېچ له پراخېدو مخه نیول شوی وی."

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا منځګړيتوب د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ کم کړی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مایک پومپېيو په خپل ژوندلیک کې ادعا کړې چې له یوه "هندي سيال" سره د خبرو لپاره له خوبه راويښ کړل شو چې وېره يې لرله پاکستان د ۲۰۱۹ کال د کړکېچ پر مهال اټومې وسلې چمتو کوي.

خو په پاکستان کې د هند پخواني سفير اجې بېساريا وروسته وليکل چې پومپيو د اټومې جګړې خطر او د امریکا رول دواړو کې مبالغه کړې.

خو ډپيلوماټان وايي، دا ځل هم شک نشته چې امریکا د کړکېچ په کمولو کې مهم رول ولوباوه.

بېساريا د شنبې په ورځ بي بي سي ته وويل، "امريکا تر ټولو مهم بهرنی لوبغاړی و. تېر ځل پومپیو د اتومي جګړې درولو ادعا کوله. دوی ښايي مبالغه وکړي خو اصلي ډېپلوماتیک رول يې درلود او کېدای شي د هند دريځ يې اسلام اباد ته رسولی وي."

د تاوتریخوالي له زياتېدو سره د امريکا مرستيال ولسمشر جې ډي وېنس د پنجشنبې په ورځ وويل، امریکا به په داسې جګړه کې ښکېله نشي چې "په بنسټيز ډول موږ ورسره تړاو نه لرو".

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، "موږ نشو کولی دا هېوادونه کنټرول کړو. بنسټيزه خبره دا ده چې هند له پاکستان سره خپلې ستونزې لري... امریکا نشي کولی هند ته ووايي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. موږ نشو کولی پاکستان ته هم ووايو چې خپلې وسلې کېږي. نو ځکه موږ به دا موضوع د ډېپلوماتيکو چېنلونو له لارې څارو."

په همدې مهال ولسمشر ټرمپ د روانې اوونۍ په پيل کې وويل، "زه د دواړو [هند او پاکستان مشرانو] سره ښه بلد یم او غواړم دوی دا مسئله حل کړي... زه غواړم دوی جګړه ودروي او هيله لرم چې دا کار همدا اوس اوکړي."

د پاکستان لاهور کې مېشت د دفاعي چارو شنونکي اعجاز حيدر بي بي سي ته وويل، "د امریکا رول د پخوانيو تګلارو په څېر و خو د يوې مهمې ځانګړتيا سره، دا ځل هغوی له پيله مداخله ونکړه، کړکېچ يې څاره او يوازې هغه مهال يې راودنګل چې درک يې کړه وضعيت کوم لور ته روان دی."

په پاکستان کې کارپوهان وايي، کله چې کړکېچ په زياتېدو شو، پاکستان دوه پيغامونه واستول، له يوې خوا يې پوځي ځواب ورکړ او له بلې خوا يې د ملي قوماندې ادارې (اېن سي اې) غونډه راوبلله چې دا د اتومي وسلو د شتون څرګنده يادونه وه.

ياده اداره د پاکستان د اتومي وسلو په اړه عملي پرېکړې کوي.

له دې وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مارکو روبيو مداخله وکړه.

د نړيوالې سولې لپاره د کارنيګي بنسټ يو لوړ پوړی څېړونکی اشي جې ټېلس بي بي سي ته وويل، "په دې کې د امریکا بديل نه و. که د وزير روبيو هڅې نه وی، دا پايله به نه وه رامنځته شوې."

بل څه چې مرسته يې وکړه، هغه د واشنکټن او نوي ډيلي تر منځ ژورېدونکې اړیکې وې.

د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي شخصي اړيکي له ولسمشر ټرمپ سره، سربېره پر دې، د امریکا ستراتيژیکې او اقتصادي ګټې د دې سب شوې چې واشنګټن وکولی شول دواړه اتومي سيالان د تاوتریخوالي له زياتېدو راوګرځوي.

سره له دې چې په پيل کې نړيوال لومړيتوبونه بدل شوي وو او امریکا بې طرفه دريځ غوره کړی و خو بالاخره يې د جنوبي اسيا د اتومي وسلو لرونکو سيالانو تر منځ د یو نه بديل لرونکي منځګړي حيثيت خپل کړ.

که دا رول د امریکايي چارواکو له خوا زیات ښودل شوي وي او يا د نوي ډيلي او اسلام اباد له خوا کم ارزول شوی وي، خو شنونکي باور لري چې د امریکا رول د کړکېچ د مديريت په برخه کې هماغسې مهم او پېچلی پاتې دی.

خو د شنبې ورځې له پېښو وروسته د اوربند د دوام په اړه لا هم شکونه شته او ځينې هندي رسنۍ راپور ورکوي چې دا اوربند په اصل کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو بوځي چارواکو له خوا شوی نه د امریکا له خوا.

د بهرنيو چارو شنونکي مايکل کوجېلمن بي بي سي ته وويل، "دا يقينا يو نازک اوربند دی. دا په ډېره بيړه او د لوړې کچې تاوتریخوالي پر مهال شوی دی. هند ښايي دا هوکړه د امریکا او پاکستان پرتله بل ډول تعبير کړې وي."

نوموړي زياته کړه، "همدا ډول دا هوکړه په بيړه شوې، ښايي داسې مناسب ضمانتونه نه وي چې په دې ډول حساسو شرايطو کې ورته اړتيا ده."