تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان یو شمېر پښتانه مشران وايي "د کشمیر جګړه زموږ نه ده"
- Author, مامون دُرانی
د پهلګام له پېښې وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتېدونکې ترینګلتیا او جګړې نه مخکي د بحثونو له تودېدو سره دا پوښتنه هم راپورته شوې وه، چې ایا پښتانه قبایل به بیا هم د جګړې برخه شي؟
په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پښتنو د مېړانې او د پاکستان او هند ترمنځ د ۱۹۴۷، ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کلونو د جګړو په څېر د تېر تاریخ یادونه کېږي چې قبایلي پښتانه پکې د کشمیر په جبهو کې د پاکستان د پوځ ملګري وو.
د قبایلي سیمو لښکر ډېر وخت د پاکستان د پوځ له خوا د نامنظمو جنګیالیو په توګه کارول شوی، په ځانګړې توګه د ''غزوه هند'' تر نوم لاندې د کشمیر په جګړو کې.
که څه هم یو شمېر مذهبي ډلې یو ځل بیا د جګړې او هند ته د ځواب ورکولو ملاتړ کوي، خو د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو ملتپال ګوندونه او خوځښتونه سوله او د خپلو حقونو خوندیتوب غواړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا پر ایکس پاڼه لیکلي ''ټول ولس د پاکستان له پوځ سره ولاړ دی.''
خو د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې یو شمېر پښتانه په زغرده د پاکستان د پوځ د نه ملاتړ غږ پورته کوي.
''د جګړو ټېکه نوره د پښتنو پر غاړه نه ده''
د پخوانیو قبایلي سیمو د زاړه منګ یو پښتون په یوه ویډیو کلیپ کې د پاکستان د پوځ مشر د جنرال عاصم منیر تصویر په غېږ کې نیولی او وایي دا هېواد موږ ته پاچا خان ګټلی او د هغو کسانو ملاتړ به کوي چې د پاچا خان د فکر ملګري دي.
خو د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان او د قامي اسمبلۍ پښتون غړی شیر افضل مروت د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ته په کتو وایي، پښتانه باید له هند سره جګړې ته ونه پارول شي، ځکه پښتنو له وړاندې خپل حق ادا کړی خو بدل کې یې د سختدریځۍ او ترهګرۍ په تورونو بدنام شوي.
دواړه مشران پر دې باور دي، چې د جګړو ټېکه د پښتنو په غاړه نه ده، ځکه د دوی په وینا د شتمنیو، امن او واک زیاتره برخه د پنجابیانو او سندیانو په لاس کې ده، خو پښتانه بیا د ویجاړیو، جنازو او بېثباتۍ ژوند تېروي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څو ورځي وړاندې د سویلي وزیرستان واڼه کې یوې ولسي جلسې ته د خلکو وربللو لپاره پر فېسبوک لیکلي ''پښتانه نور د هغو پنجابي جرنیلانو د وطنونو ضد لانجو سره نه درېږي، چې د پښتنو پر وینو سوداګري کوي.''
که څه هم دا دریځ د ټولو پښتنو نظر نه ښيي، خو په ځانګړې توګه د ملتپاله پښتنو ځوانانو چې ډېری یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان دي، د فکر څرګندونه کوي.
د پښتونخواه د نوموتي سندرغاړي کرن خان دا سندره چې "په میدان ما جنګوي، ما له شاباسي راکوي- خو د میدان په ویش کې نه مني زما شهیدان" پر خواله رسنیو په پراخه توګه لاس پر لاس کېږي.
ځیني کاروونکي لیکي چې د کرن خان دا سندره د پخوانیو قبایلي سیمو د خلکو هغه احساسات منعکسوي چې تل یې په جګړو کې قربانۍ ورکړې، خو بیا هم پښتون ته د پردي په سترګه کتل کېږي.
د خیبر پښتونخوا یو اوسېدونکی صاحبزاده حمزه، چې اوس په امریکا کې مېشت دی، وايي د پاکستان د یادګاري څلیو موزیم کې د هند او پاکستان د خپلواکۍ د ټولو مبارزو مشرانو مجسمې شته، خو د باچا خان پکې نشته.
نوموړی وايي، پاکستان د باچا خان مبارزه او قربانۍ نه مني، حال دا چې د جواهر لعل نهرو او مهاتما ګاندي مجسمې په موزیم کې شته.
باچا خان چې د "سرحد ګاندي" په نوم هم یادېږي، د پښتنو یو مخکښ مشر او د عدم تشدد پلوی و، چې د بریتانوي استعمار پر ضد یې مبارزه کړې.
پاکستان کې د لاهور پوهنتون استاد اعجاز حسین پر دې باور دی، چې د پښتنو له منځه د مخالفت غږونه د نورو قومونو پرتله پیاوړي او دا د ځوان نسل د پوهاوي له زیاتوالي سره تړاو لري، چې د ده په ټکو په امریکا کې د سپتمبر ۱۱ مې له بريدونو وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړې د دوی سیمه اغېزمنه کړه.
دی وايي: "تر ټولو پیاوړي مخالفتونه له پخوانیو قبايلي سیمو (فاټا) نه پورته شوي، خو اوس دغه فکر د ښار مېشتو پښتنو ځوانانو منځ کې هم پراختیا موندلې."
نوموړی د پنجابیانو په اړه وایي "پنجاب کې طبقاتي توپیرونه او سیاسي نظرونه شته، که څه هم ښاري منځنۍ طبقه د دولت د پالیسیو ملاتړ کوي، خو د تحریک انصاف پلویان د سولې، ولسواکۍ او پراختیا غوښتونکي دي."
د هند پر وړاندې د یووالي غږونه: 'د لوی ګواښ وخت کې وېش نه غواړو'
د تحریک انصاف ګوند په خټه پښتون مشر عمران خان نیازي په اډیاله زندان کې له خپلو مدافع وکیلانو سره د کتنې پرمهال د پهلګام پيښې د غندني تر څنګ ویلي، چې د یو موټي ملت په توګه به د هند هر ډول ناسمو کړنو ته ځواب ووایي.
''اوس وخت دى چې ټولې هغه کړنې ودرول شي چې ملت نور هم وېشي. په دې حساس وخت کې د حکومت لخوا پر سیاسي قربانیانو تمرکز کول، کورنى وېش ژوروي او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ملت ګډه وړتیا کمزورې کوي.''
د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د هند له برید وروسته ویلي، چې د پاکستان پوځ به دغه برید ته په زړورتیا سره ځواب ورکړي. هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي ''د پاکستان ولس یو موټی او د خپل پوځ تر څنګ ولاړ دی.''
د پاکستان د کريکټ پخوانی مشهور پښتون لوبغاړی، شاهد اپریدی بیا په داسې حال کې د پاکستان او هند ترمنځ واګا بندر کې د پاکستاني ځواکونو منځ کې راڅرګند شو، چې پوځي جامې یې اغوستې وې.
خو پر هغه دا نیوکه شوې چې ډېری پخواني اردو ژبي لوبغاړي دمکړۍ د پاکستان د کریکټ په سوداګریز سوپر لیګ کې بوخت دي، خو ده برعکس، ځان د یوې داسې موضوع برخه ګرځولی، چې قوم یې (پښتانه) پکې له کلونو راهیسې قرباني کېږي.
د بلوڅانو سیاسي مبارزه: د پاکستان د هند ضد جګړې نه ځان ساتل
د بلوڅانو یو شمېر مشرانو ۱۹۴۸ کال کې تر هغې وروسته د پاکستان مرکزي حکومت پر وړاندې بغاوت او مبارزه پیل کړه، چې بلوچستان د پاکستان برخه وګرځېد. له همدې امله، دوی د کشمیر په جګړو کې پام وړ ونډه نه ده اخیستې.
په بریتانیا کې د بلوڅانو د غورځنګ یو غړی وایي د بلوڅانو ډېر سیاسي مشران، د ماهرنګ بلوڅ په ګډون چې د ده په ټکو د بلوڅانو د "نسل وژنې"، د جبرې ورکېدو مخنیوي او حقونو لپاره مبارزه کوي، د پاکستان په زندانونو کې دي.
دی زیاتوي، بلوڅان د خپلو حقونو لپاره جنګیږي، ځکه د ده په خبره په ۲۰۰۶ کال کې د بلوڅانو د مشر نواب اکبر بګټي وژنې او له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ پوځي عملیاتو چې د وژنو او تری تم کېدو لړۍ پکې پراخه شوه، د بلوڅانو نارضایتي لا ژوره کړه.
د پښتنو او بلوڅانو خوځښتونه: بهرنۍ لاسوهنې که کورنۍ نارضایتۍ؟
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې بلوڅ بېلتونپالې ډلې د هند له ملاتړه برخمنې دي او دا چې هند د بيایلاې په څېر ډلو سره مالي او استخباراتي مرسته کوي.
دا تورونه تر هغې وروسته لا زیات شول چې پاکستان په ۲۰۱۶ کال کې یو هندی وګړی، کولبوشن جادهو د جاسوسۍ په تور ونیو. پاکستان وايي جادهو د هند د استخباراتي ادارې غړی دی، خو هند یې نه مني.
د پاکستان پوځ که څه هم د پښتنو د وروستیو غبرګونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پر هغو حرکتونو چې د پښتنو حقونو لپاره مبارزه کوي، تور پورې کوي چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلیږي او اشاره یې د افغانستان او هند لوري ته ده.