تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلي ځواکونو پر بیروت نورې بمبارۍ کړې، د لبنان سویلي سیمو خلکو ته ویل شوي، چې له کورونو ووځي
په داسې حال کې چې اسرائیل وايي، د حزب الله ډلې د استخباراتو مرکز یې په نښه کړی دی، په سویلي بیروت کې چې د حزب الله مرکزونه پکې دي، د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. له دې مخکې تېره شپه د بیروت په مرکزي برخو کې د اسرائیلي بمباریو له کبله نهه کسان وژل شوي دي.
د حزب الله یوه ویاند بیا بي بي سي ته ویلي، په بیروت کې د پنجشنبې په ورځ پر هغه ودانۍ څو ګوزارونه شوي، چې د حزب الله رسنیزو اړیکو دفتر پکې دی. دوی وايي، خو د ودانۍ پر هغه پوړ هېڅ یو ګوزار نه دی لګېدلی، چې د حزب الله دفتر پکې دی.
د لبنان ایم ټي وي خپرنیزې شبکې هغه ویډیوي کلیپونه خپاره کړي، چې دوی وايي، د دې برید اخیستل شوي تصویرونه دي. په دې کلیپونو کې لیدل کېږي، چې له یوې ودانۍ لوګي پورته کېږي او یو شمېر دکانونه او کاروبارونه هم پکې شته.
دا ودانۍ د لبنان پلازمېنې په هغه برخه کې موقعیت لري، چې یو شمېر نورې استوګنیزې ودانۍ هم ورسره په خوا کې دي.
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې د عامې روغتیا ۲۸ کارکوونکي وژل شوي دي. د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ادهام ګبریسوس په دې هکله خبري غونډې ته وویل، ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي په خپلو سیمو کې د روانو بمباریو له کبله دندو ته نه حاضریږي.
نوموړي زیاته کړه پر الوتنو د بندیزونو له کبله به د لومړنیو بېړنیزو طبي مرستو لپاره لبنان ته د دارو درملو استول شوی بار به هم د جمعې پر ورځ لبنان ته و نه رسېږي.
اسرائیلي پوځ له دې مخکې وویل، په بیروت کې هغه هدفونه په نښه کړي دي، چې د دوی په وینا د حزب الله استخباراتي څانګې اړوند دي.
په یوه اعلامیه کې د اسرائیل دفاع ځواک (ای ډي ایف) له لوري ویل شوي دي. په دې هدفونو کې ''هغه ځای هم شامل دی، چې د ترهګرۍ فعالیتونو قوماندې ډلګۍ اړوند و'' او دغه راز په دغه مرکز کې د حزب الله ''استخباراتي معلوماتو راټولولو او همغږۍ مرکز'' هم موقعیت درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي ځواکونو د لبنان په سوېل کې نباتیه سیمې اوسېدونکو په ګډون نورو خلکو ته هم خبرداری ورکړی، چې له خپلو مېشت ځایونو ووځي او په وینا یې بمبارۍ به روانې وي.
د اسرائیلي پوځ له لوري پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي: "د خپل ځان او خپلو ماشومانو د خوندیتوب په پار تر امرثاني پورې خپلو کورونو ته مه ستنېږئ."
د یادونې ده، چې اسرائیل روانه اونۍ د لبنان پر سوېلي سیمو ځمکنی یرغل پیل کړ. په لبنان کې چارواکي وايي، د تېر کال له اکتوبر راهیسې د ۱۲۷ ماشومانو په ګډون په دې هېواد کې د اسرائیلي بمباریو له کبله ۱۹۷۴ کسان وژل شوي دي.