د افغانستان برېښنا شرکت: ' د ځینو مخکینیو زورواکو هدیرې، قبرونه او باغونه، زموږ قرضدار دي'

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، دولتي ادارې او د پخواني حکومت ځینې کسان یې تر ۲۰ میلیاردو افغانیو پوروړي دي.

کابل کې د خصوصي ټلویزیون طلوع نیوز په رپوټ کې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر له قوله ویل شوي، چې د دوی ډېر پورونه پر دولتي ادارو، د افغانستان مخکیني حکومت ځینو چارواکو او ځینو هغو کسانو ته پاتې دي، چې په وینا یې اوس له هېواده بهر دي.

ښاغلی عمر وايي: "د پخوانیو زورواکو هدیرې، قبرونه او باغونه، دا زموږ قرضدرا دي، کورونه یې، مېلمستونونه یې... او ځینې نور داسې خلک دي، چې له سیاسته ورهاوخوا یې په نورو برخو کې کارونه کول، خو اوس هغوی په هېواد کې نه شته، هغوی هم زموږ قرضدار دي."

ښاغلی عمر زیاتوي، دوی هڅه کوي دا پورونه راټول او د برېښنا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې وکاري.

په افغانستان کې د ځینو کسانو له لوري د برېښنا بلونو نه ورکولو موضوع اوږده مخینه لري او په تېر کې هم په دې هکله شکایتونه او اقدامات شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو نژدې یو کال وروسته د برېښنا حکومتي شرکت چارواکو ویلي و، چې که پخواني پوروړي سیاستوال يې پور ور نه کړي بل ځل به یې جایدادونه ضبط شي.

له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ځینو سیاسي څېرو او زورواکانو د برېښنا بېل نه پرې کېدل د برېښنا شرکت پر وړاندې یوه لویه ننګونه بلل کېږي او له همدې امله به ځينې وخت دغه شرکت ګاونډیو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکړه کې پاتې و.

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلی و، چې د استخباراتو د ادارې په همکارۍ یې د برېښنا شرکت ۶۸۱مېلیونه افغانۍ پور راټول کړی او د طلوع نیوز په رپوټ کې د برېشنا شرکت اوسنی مشر څرګندونې ښيي، د دې پورونو خورا لویه کچه لا هم پاتې ده.

له دې مخکې د افغانستان جمهوري حکومت د واکمنۍ پر مهال (۲۰۱۵ دسمبر) برېښنا شرکت د ۲۵ هغو دولتي ادارو نوملړ خپور کړ، چې د دې ادارې مسوولینو په وینا د دوی دوه میلیارده اوه سوه شل میلیونه افغانۍ پوروړې دي.

مسوولینو هغه مهال ویلي و، چې په دغه نوملړ کې د قانون ستره پلې کونکې اداره ستره محکمه هم شامله ده.

په هغه نوملړ کې د اتو وزارتونو په ګډون د هغو دولتي ادارو نومونه شامل وو، چې د شرکت په وینا د دوی له سل میلیونو افغانیو ډېر پورونه پرې پاتې وو. د هغو ادارو نومونه بیا په هغه لیست کې شامل نه وو، چې له لس میلیونو کمو افغانیو پوروړې وې.

په تېر کې ویل شوي وو چې د افغانستان ۷۸ سلنه برېښنا له بهره واردېږي.

افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰میګاواټه برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټه له ترکمنستان، او ۱۰۲ میګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، افغانستان اوسمهال نژدې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي، چې ۱۰۰ میګاواټه یې د یو شمېر خصوصي شرکتونو لخوا توليدېږي.

په تازه څرګندونو کې د طالبانو کې حکومت د افغانستان برېښنا شرکت مشر وویل چې دې وروستیو کې افغانستان کې د برېښنا پر تولید شاوخوا پنځوس میلیارده ډالره پانګونه شوې او د د ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره تړونونه لاسلیک کړي دي خو " برېښنا تولید اسانه او بېړنی کار نه دی نو پایله به یې وخت ونیسي."

د برېښنا پارچاوۍ او د خلکو شکایتونه

د افغان پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ان ډېرو لویو ښارونو کې لا هم خلک شکایت کوي چې برېښنا نه ورسېږي او دا چې په هغو سیمو کې چې خلکو ته برېښنا ورکړل شوې په پر لپسې ډول برېښنا پرچاو کېږي.

په دې وروسته کې د ډېرو کابل ښاریانو غږ هم لوړ شوی چې ګواکې د برېښنا پارچاوۍ ډېرې شوې دي.

ښاغلي عمر د پراخې پارچاوۍ خبره مني خو وايي، په ښارونو کې د وګړو شمېر ډېرېدو په شته برېښنا فشار ډېر کړی او همدا د پراخې پارچاوۍ یو مهم لامل دی.

ښاغلی عمر وايي، د برېښنا تولید کچه کې له ډېرو هڅو او پانګونو سره سره نه ده لوړه شوې خو سلګونه زره هغه افغانان چې په ډله ییز ډول له پاکستان او ایرانه هېواده ستانه شوي دوی اړ دي ورته برېښنا ورکړي او دغه څه په ښارونو کې د برېښنا اړتیا لوړه کړې ده.

د طالبانو حکومت چارواکي دا هم وویل چې په ډېرو صنعتي پارکونو کې د ودانیو شمېر ډېر شوی چې د پارچاوۍ یو بل دلیل کېدلی شي. هغه وړاندې دا هم ویلي وو چې تېرو پنځوو کلونو کې په وارداتي برېښنا کې هم د پام وړ کمی راغلی او دا چې یوازې له ۱۲ تر ۱۳ ساعتونو خلکو ته برېښنا رسوي.

هغه د افغانستان په پرځېدلي جمهوريت کې " د فساد او ټګۍ برګۍ" شتوالی هغه څه وبلل چې په وینا یې د میلیونونو ډالرو په لګېدو سره لا هم د برېښنا بنسټونه خوار او کار ورته نه دی شوی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت چارواکي په ډېرو برخو کې پخواني چارواکي د فساد له امله پړه بولي خو ګوتنیونکي دوی ته بیا د طالبانو حکومت پر چارواکو نیوکه کوي چې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د زده کړو او کار اړوند سختو تګلارو له امله یې هېواد له نړیوالې ټولنې ګوښی ساتلی او دا چې د طالبانو پر حکومت نړیوالو بندیزونو او شته محدودیتونو د پرمختګ مخه نیولې ده.