د طالبانو حکومت عدلیې وزارت: د ۹ ښارګوټو ټوله ۵۰ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي

افغانستان کې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت د هغو استوګنیزو ښارګوټو په اړه معلومات خپاره کړي‌ چې دوی وايي په بشپړ یا جزوي ډول پر غصب شویو دولتي ځمکو اباد شوي دي.

دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یې تېرو درېیو کلونو کې د ټول هېواد په کچه د لسګونو ښارګوټو دوسیې ارزولې او د "اختصاصي محکمو د شرعي پرېکړو پر بنسټ" اعلان شوی، چې د نهو ښارګوټو ټوله ځمکه دولتي ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ښارګوټي په ټولیز ډول ۵۰ زره جریبه ځمکه رانغاړي او په څلورو ولایتونو - کابل، بلخ، میدان وردک، غزني او ننګرهار کې دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون 'د اسنادو، شواهدو او مدارکو له دقیقې ارزونې وروسته'، د دغو ښارګوټو دوسیې ځانګړو محکمو ته استولې وې او دا چې 'محکمو د بې‌ طرفه ارزونې، مشاهدې او له اړوندو ادارو د کره معلوماتو د ترلاسه کولو له لارې' پرېکړه کړې، چې د دغو ښارګوټو ټولې ځمکې دولتي دي.

دغه کمېسیون دا هم معلومه کړې چې ګوندې د څو نورو ښارګوټو ځینې برخې پر دولتي او شخصي ځمکو ابادې شوې دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت د واک ته د دوی له راګرځېدو څو میاشتې وروسته (د ۲۰۲۱ کال د نومبر نیمايي کې) اعلان وکړ چې موندنې یې ښيي چې په افغانستان کې له لسو تر پنځلسو پورې لوی استوګنیز ښارګوټي پر داسې ځمکو جوړ شوي چې یا په بشپړه توګه غصب شوي او یا پکې د غصب احتمال موجود دی.

دغه وزارت ویلي وو ''د هر ښارګوټي مشران به موږ ته د تملیک اسناد او د ښاروالۍ نقشه هم راوړي. په دې اسنادو کې به معلومه شي چې ایا دوی لږ غصب کړی او که ډېر یې کړی دی. د نقشو له مخې به معلومه شي چې کومه ځمکه شخصي ده او کومه اماراتي (دولتي). له هغه وروسته به نور اقدامات کوو. ''

وروسته د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو استرداد لپاره یې مقرره، کمېسیون او ځانګړې محکمه جوړ کړي دي‌.

هغه مهال ویل شوي وو چې د دغه کمېسیون مشري د عدلیې وزیر کوي او د کرنې، اوبخور او مالدارۍ، ښار جوړولو،‌ کار او ټولنیزو چارو وزیران او همدا راز لوی څارنوال یې غړیتوب لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو "په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې اشخاصو او زور واکانو ډېرې (سلطاني) ځمکې، عامه څړځایونه او وقفي ځمکې غصب کړې دي" او دوی یې د بېرته راګرځولو هوډ کړی.

اوس د طالبانو حکومت عدلیې وزارت خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کمېسیون د کار له پیل راهیسې د هېواد لروبر شاوخوا ۴ میلیون جریبه ځمکه له "غاصبینو" راګرځولې او د میلیونونو جریبه نورې ځمکې دوسیې په کمېسیون،‌ تخنیکي هیئتونو او اختصاصي محکمو کې تر کار لاندې دي.

د کومو ښارګوټې ځمکې دولتي اعلان شوې؟

په کابل کې د ملا تره‌خېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ کې د خالد بن ولید، په میدان وردګ کې د شهرنو، په غزني کې د حکیم سنایي او نواباد، او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګېلاني ښارګوټي هغه سیمې دي چې ټوله ځمکه یې دولتي اعلان شوې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دغو ښارګوټو "دوسیې بشپړې او د هغوی په تړاو پرېکړې نهایي شوې دي."

له دې سره کابل کې د آریا، منشي میرغلام، میرویس او حبیب الله ځاځي ښارګوټو ځینې برخې هم د طالبانو په حکومت کې د مرکز زون د اختصاصي محکمې له خوا دولتي ثابتې شوې.

د طالبانو په حکومت کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون دا هم تثبیت کړې چې د پلازمېنې کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د سید جمال الدین افغان او حبیب‌ الله ځاځي ښارګوټي، په اوولسمه ناحیه کې د منشي میرغلام ښارګوټی او په اتمه ناحیه کې میرویس ښارګوټی په بشپړ یا قسمي ډول پر شخصي ځمکه ودان شوي دي.

د دغو ښارګوټو جوړونکو تر اوسه د طالبانو حکومت دغه اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو مخکې د جمهوریت شاوخوا شل کلنه موده کې په افغانستان کې د ښارګوټو او مجللو ودانیو پر جوړولو میلیاردونه ډالر پانګونه شوې ده.

د راپورونو له مخې د دغو ښارګوټو او لوړپوړیزه ودانیو لویه برخه د پخوانیو حکومتونو د چارواکو، سیاستوالو، د پخوانیو جهادي مشرانو د کورنیو او د ملي شورا د ځینو غړو اړونده ده.

ځینې راپورونه وایي، په دې ډله کې د طالبانو ضد څېرې هم شته چې هم یې په پخواني حکومت کې پر لوړو څوکیو دنده تر سره کړې او هم لوی پانګوال وو.

له دوی ډېر واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له هېواده وتلي، خو د‌ ځمکو ډېرې شخړې یې شاته پرېښي.

په دغو ښارګوټو کې زرګونو کسانو ځمکې پېرلې او کورونه پرې ودان کړي دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د دغو خلکو برخلیک به څنګه کېږي.

خو د تلې/میزان ۳۰مه یې په ننګرهار کې د سید اسحاق ګېلاني اړوند ښارګوټي د ځمکې د دولتي اعلانېدو پر مهال ویلي وو،‌ هغو کسانو چې په دغه ښارګوټي کې ځمکې اخیستې "د خسارې جبران" لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.

څومره ځمکه غصب شوې؟

په افغانستان کې د ځمکو غصب د تېرو څو لسیزو راهیسې یوه ستره او جدي ستونزه پاتې شوې وه.

که څه هم د طالبانو په حکومت کې عدلیې وزارت وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې شاوخوا ۴ میلیون جریبه دولتي ځمکه "له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو " راګرځولې، خو لا هم په افغانستان کې د ټولې غصب شوې دولتي او شخصي ځمکې دقیقه اندازه نه ده معلومه.

د طالبانو حکومت وايي، پر راګرځول شوې سربېره د میلیونونو جریبه نورې ځمکې دوسیې هم تر کار او ارزونې لاندې دي.

د یادونې ده چې ۲۰۱۹ کال کې د تېر حکومت ښار جوړونې وزارت ویلي وو، د ټول هېواد په کچه څه باندې یو نیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

دغه وزارت هغه مهال دا هم ویلي وو، د نږدې شل زره غاصبينو نوملړ یې چمتو او عدلي او قضایي ادارو ته سپارلی دی - خو وروسته یې پایله معلومه نه شوه.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت ولسمشر محمد اشرف غني هم د غصب شویو ځمکو د لانجو حل لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو پرېکړه کړې وه.

څو کاله وړاندې د ازادۍ کور په نامه یوه نادولتي بنسټ ویلي و، زیاتره غصبونکي زورواکي، جهادي قومندانان، قومي مشران، سیاسي او امنيتي چارواکي او د (پخوانی) پارلمان یو شمېر غړي دي.

د ځمکو تثبیت او استرداد کې عدالت

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت‌ الله بي‌بي‌سي ته ویلي چې د شاوخوا ۴ میلیون جریبه راګرځول شوې ځمکې ډېره اندازه په جوزجان، میدان وردک، کندوز، سرپل، ننګرهار، بادغیس او کابل ولایتونو کې ده.

په دغو ځمکو کې دښتې، ځنګلونه او داسې ځایونه هم شته، چې د قانون له مخې پکې هېڅ ډول پرمختیايي کار اجازه نه لري.

د طالبانو حکومت لخوا د غصب شویو ځمکو په تثبیت او د هغو راګرځولو کې د روڼتیا او عدالت د تامین څرنګوالی داسې پوښتنه ده چې یو شمېر خلک یې په اړه اندېښنه څرګندوي.

خو د دوی لخوا د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ډاډ ورکوي چې غصب شوې دولتي ځمکې د قوانینو او طرزالعملونو پر بنسټ استردادېږي، "د پرېکړو بنسټ باوري اسناد، شواهد او معتبر مدارک دي" او دا چې "د متصرف قوم او سمت د پرېکړو پر بهیر هېڅ اغېز نه لري."