تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي، پر 'غصب شویو ځمکو' د جوړ شويو ښارګوټو اسناد ارزوي
د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دوی موندنې ښيي چې افغانستان کې له لسو تر پنځلسو پورې لویې استوګنیزې مېنې پر داسې ځمکو جوړې شوې، چې یا په بشپړه توګه غصب شوې او یا پکې د غصب احتمال دی.
د دغه وزارت چارواکو پرون وویل، د ښارګوټو، موټر پلورنځیو او سوداګریزو معاملاتو د دفترونو لپاره اسنادو ارزونې لپاره ټاکل شوې موده یې د یوې بلې اونۍ لپاره هم غځولې ده.
د طالبانو عدلیې وزارت د دولت قضایاوو د څانګې چې اوس یې طالبانو نوم د امارت په قضایاوو بدل کړی، مشر مولوي محمد انور غاور وویل:
''د هر ښارک مشران به موږ ته د تملیک اسناد او د ښاروالۍ نقشه به هم راوړي. په دې اسنادو کې به معلومه شي چې ایا دوی لږ غصب کړی او که ډېر یې کړی دی. د نقشو له مخې به معلومه شي چې کومه ځمکه شخصي ده او کومه اماراتي (دولتي) له هغه وروسته به نور اقدامات کوو. ''
د طالبانو عدلیې وزارت چارواکو پرون یوې خبري غونډې ته وویل، د دې اسنادو ارزونې لپاره به یوه کومېټه ټاکل کېږي او که کومه قانوني سرغړوونه شوې وي، ښايي د ښارګوټي جواز لغو شي.
تېرو کلونو کې افغانستان کې د ودانیو او ښارګوټو جوړولو برخه کې تر ټولو ډېره پانګونه شوې، چې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.
د لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو لویه برخه د پخوانیو حکومتونو چارواکو، سیاستوالو، پخوانیو مجاهدینو او ملي شورا غړو اړوند وې.
په دې ډله کې د طالبانو ضد څېرې هم شته چې هم یې په حکومت کې پر لوړو څوکیو دنده تر سره کړې او هم لوی پانګوال وو.
د تېرو حکومتونو له لوري د طالبانو لومړنۍ دورې هغو چارواکو ته هم ځمکه وېشل شوې وه، چې د طالبانو په ډله کې نه وو ولاړ.