تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله: پر رفح د اسرائیلو برید به "تېروتنه" وي
د امریکا د ولسمشر مرستیال کاملا هرېس وايي د غزې پر رفح سیمې برید به د اسرائیلو لپاره ښې پایلې ونه لري.
اغلی هرېس له ای سي بي تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې ویلي، پر رفح ځمکنی برید به یوه "تېروتنه" وي.
د غزې زیاتره اوسېدونکو د اسرائیلي پوځیانو له بریدونو څخه د خوندیتوب لپاره په رفح کې پناه اخیستې ده.
اغلی هرېس وايي، باید ووایم "ما نقشه کتلې، دوی (د رفح اوسیېدونکي) د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري."
د امریکا حکومت پر رفح د اسرائیلو د برید مخنیوی غواړي، خو د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس د ماتولو لپاره ځمکني عملیات اړین بولي.
په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره د دوه هېوادونو ترمنځ د توپیرونو سره هممهاله د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګلانات د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته تللی چې د حماس پروړاندې د جګړې په خبرو سربېره له امریکا څخه نورې وسلې هم وغواړي.
په ورته وخت کې، اسرائیلي رسنیو د نارسمي سرچینو له قوله ویلي، اسرائیلو د امریکا له وړاندیز سره سم د ۸۰۰ فلسطینیانو چې ۱۰۰ تنه یې په ابد بند محکوم وو، د ۴۰ تنو اسرائیلي یرغملو خوشې کولو وړاندیز سره موافقه کړې ده.
لا تر اوسه ۱۳۰ تنه یرغمل له حماس سره دي. په ورته وخت کې د قطر په منځګړیتوب خبرې چې روانې دي، لا هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
د خبرو نور موضوعات د شپږ اوونیز اوربند ټینګول او غزې ته د مرستندویه توکو رسول شامل دي.
بل پلو ملګرو ملتونو ویلي، 'غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل شویو کارمنانو شمېر له ۱۵۰ تنو اوښتی' دی.
دغلته د ملګرو ملتونو بېلا بېلې ادارې هڅه کوي چې د غزې دوه اعشاریه دوه میلیونه اړو اوسېدونکو ته خوراکي او نور اړین بشري مرستې ورسوي.
هغه مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجارېک ویلي، چې په دې وژل شویو کسانو کې بېلا بېل خلک شامل وو.