'افغانستان د ۲۵ کمزوري نظافت لرونکو هېوادونو په نوملړ کې اووم ځای لري'
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه تازه څېړنه کې چې د انسایډر په نوم ویب پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې افغانستان د ۲۵ کمزوري نظافت لرونکو یا ناپاکو هېوادونو په نوملړ کې اووم ځای لري.
په دې درجه بندۍ کې بنګله دېش لومړی ځای لري. افغانستان بیا لویو ښارونو کې د عامه تشنابونو د نشتوالي او په ازاده فضا کې د خلکو د حاجت رفع کولو له کبله اووم ځای لري.
د دغه ۲۵ ناپاک چاپیریال لرونکو هېوادونو په اړه د ۶ سرچینو د مقالو په بنسټ څېړنه شوې ده.
په هېوادونو کې د روغتیا او پاوکوالي معیارونه بیلابیل او یو هېواد تر بله توپیر لري.
په دې معنی په یو شمېر هېوادونو کې هغه کسان نه جرمانه کېږي یا ورته سزا نه ورکول کېږي چې چاپیریال ککړوي.
خو په ډېری هېوادونو کې بیا دغه ډول خلک د خپلو ناوړه کړنو له امله په جدي ډول مسؤل ګڼل کېږي. له همدې کبله داسې هېوادونه پاک چاپیریال لري.
خو یو شمېر ټولنپوهان بیا دا د هېوادونو د اوسېدونکو کلتورونو پورې تړي چې خلک یې څومره د خپل چاپیریال د پاک ساتلو دود ژوندی ساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د انسایډر په نوم یوه بنسټ څېړنه کړې او ۲۵ هېوادونه یې لیست کړي چې تر نورو یې چاپیریال ډېر ناپاک دی.
بنګلدېش ددې نوملړ په سر کې دی. د لېږد رالېږد وسایلو، کارخونو، د ښختو بټیو لخوا د کارېدونکو سونتوکو او خاورو او دوړو پراخه کچې ته په کتو د ۱۶۱ میلیونه وګړیز دغه هېواد ددې نوملړ سر ته ختلی.
هند بیا دویم تر ټولو ناپاک هېواد بلل شوې. د څېړنې په وینا په دغه هېواد کې خلک خپل کثافات سیندونو ته غورځوي. خلک یې د سړکونو پر غاړو او کانالونو کې خپل حاجت پوره کوي. خو ددې حالت د بدلون لپاره هڅه هم نه کېږي.
پاکستان بیا دریم ځای لري. د سونتوکو پراخه کارونې، د خښتو بټیو او ګاډو له کبله خپرېدونکی لوګی، د زراعتي محصولاتو او کثافاتو پاتې شونو سوځول هغه لاملونه دي چې پاکستان یې د ناپاکو هېوادونو نوملړ کې دریم ځای ته راوستی.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان بیا په دې نوملړ کې اووم ځای لري چې ویل شوي ۴۲ سلنه خلک یې پاکو د څښاک اوبو ته لاسرسی لري او ۲۷ سلنه وګړي یې روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی لري چې له کبله یې په خلکو کې د نس ناستې ناروغي زیاته ده.
اټکل کېږي چې په افغانستان کې هر کال پنځه اتیا زره ماشومان د اسهال په څېر ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. پر دې سربېره په ازاده فضا کې حاجت پوره کول او په عامه ځایونو کې د مناسبو تشنابونو نشتوالي او ځینو نورو ستونزو دغه هېواد په نوملړ کې اووم ځای ته ښکته کړی دی.








