ولې پټان فلم په کمساري‌ ډول کامیاب شو؟

    • Author, وکاس تریودي
    • دنده, بي بي سي

شاه رخ خان له څلور کاله انتظار وروسته په یوه فلم کې راښکاره شو، هغه هم په پټان نومي فلم کې.

دې فلم په لومړیو پنځو ورځو کې نږدې پنځه نیم مېلیارده هندۍ روپۍ ګټلي چې د شاه رخ خان په څېره یې د کامیابۍ خوشحالي روښانه ښکاري.

پرون دوشنبه د دې خوشحالۍ نمانځنې په یوه غونډه کې ښاغلي خان د خپلو مېنه والو پر وړاندې د فلم له دوه نورو لوبغاړو سره راښکاره شو او د خلکو پوښتنو ته یې پخپل انداز ځوابونه وویل.

هغه له ورایه خوښ ښکاریده،‌ په خبرو کې یې ټوکې کولې، مسکېده، هر ډول پوښتنې یې ځوابولې او کله نا کله به د خبرو منځ کې لکه د تل په څیر جدي شو.

شاه رخ خان وویل "زمونږ د ټولو په ژوند کې ځینې شیبې ډېرې ښې او ځینې بدې وي، زما ژوند هم داسې دی."

هغه وویل زما ټوله هڅه او هیله دا وي چې د خلکو په منځ کې خوشحالي خپره کړم او که زه په دې کار کې ناکام شم، نو خفه کېږم خو که خلک رېښتیا خوښ کړم نو زه سخت خوشحاله وم."

شاه رخ خان چې پر درېځ را ښکاره شو‍، له ورایه خوشحاله و او دا خوشحالي د پټان فلم د کامیابېدو تر څنګ ممکن له دې کبله هم وه چې دې فلم یې په فلمي صنعت کې سخت پام ځانته اړولی.

خو پوښتنه دا ده چې د 'پټان' فلم د بریالیتوب راز په څه کې دی؟ په دې راپور کې یې ځینو دلایلو ته کتنه شوې.

د شاه رخ خان بیا راښکارېدل

د ۲۰۱۸م کال په ډېسمبر میاشت کې د شاه رخ خان 'زیرو' فلم نندارې ته وړاندې شو. په شاوخوا دوه میلیارده هندۍ روپیو جوړ دغه فلم له دې لګښته کمې روپۍ وګټلې.

د دې فلم کاروبار خپله د خان په کارکردګۍ هم اغېز کړی و، تر دې چې هغه کله د پټان فلم د کامیابۍ په اړه غږیده،‌ د خپل 'زېرو' فلم یادونه یې هم وکړه او ویې ویل "له زېرو وروسته مې پخپل ځان باور کم شوی و او کله کله به د پټان په اړه هم ډاریدم."

خو له دې سره چې کله د بالېووډ د دغې نوموتي لوبغاړي نوی فلم پټان خپریده،‌ نو مینه وال او سېنما کتونکي یې نندارې ته پښه نیولي نه شوو او ډلې ډلې خلک په خورا ولولو سینماګانو ته ولاړل.

په فلمونو یوه مشهور انتقاد کونکي ناهټا بي بي سي ته ویلي "دا چې شاه رخ خان له اوږدې مودې د فلمونو په پرده نه و راښکاره شوی دې چارې خپله د پټان فلم له شهرت سره مرسته وکړه او کله چې دا فلم جوړ شو، ډېر یې کتلو ته وار له مخه لېواله وو."

له فلم سره د ځينو پرېکون او نیوکو هم ده ته ګټه وکړه

'پټان' یو له هغو فلمونو دی چې له لومړني اعلان وروسته ورسره سملاسي ځينو د پرېکون او ځينو پرې توندې نیوکې وکړې.

د پټهان د فلم لومړۍ سندرې 'بې شرم رنګ' له خپریدو وروسته د فلم د تحریمیدو غوښتنه لا ډېره شوه او په دې غوښتنه کې ان ځینې چارواکي هم له انتقاد کونکو سره همغږي شول.

دوی نیوکه کوله چې په فلم کې د ډيپیکا زعفراني رنګه کالي د هندو مذهب عقیدې ته سپکاوی دی او له کبله یې باید دا سندره له فلمه وباسل شي.

دا نیوکې او بحثونه په لومړي قدم کې د دې سبب شول چې دا سندره میلیونونو خلکو وکتله او دویم غبرګون یې دا چې کله فلم په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، یادې سندرې ته خلک په سینماګانو کې ښه په مینه وګډیدل.

دې غبرګونو د فلم کتلو ته د خلکو تلوسه لا زیاته کړه.

د شاه رخ خان صبرناک چلند

له تېرو دوو کالونو راهېسې د شاه رخ خان په ژوند کې ځينې لوړې ژورې وې، هغه که د مذهب ځینې اړوند پوښتنې وې، که د هغه د زوی ارین خان د نیونې، یا د لتا منګېشکر په غمرازۍ کې د لاړو تویولو او یا ټولنیزو رسنیو کارونې په اړه. خو شاه رخ خان د ټولو نیوکو پر وړاندې غلی و او له هغې راهیسې د خلکو ډېر پام د هغه چوپتیا ته اوښتی و.

د فلمي نړۍ مشهور څارونکی کومل ناهټا وایې" شاه رخ خان ډېر ښه وکړه چې په دومره موده کې یې خپله غصه ښکاره نکړه، ده له ډېر صبره کار واخیست."

په نړیواله کچه د شاه رخ خان ځینې فعالیتونه او ترې پراخ هر کلی

د نړۍ په لروبر کې د هندي فلمونو مینه وال کم نه دي په دې لړ کې د شاه رخ خان ښه شهرت هم د لېست په سر کې دی.

د شاه رخ خان 'پټان' فلم چې په هندوستان کې څومره پیسې ګتلي کابو همدومره ډېرې یې له نورې نړۍ هم تر لاسه کړي.

د ییش راج فلمي شرکت ویلي" پټان فلم په لومړیو پنځو ورځو کې له هنده بهر څه باندې دوه میلیارده روپۍ تر لاسه کړي."

د سینما کارپوه مهر پانډیا په وینا" په تېر کې هم د شاه رخ خان هغه فلمونه چې په هند کې ډېر نه و بریالي په بهرنیو هېوادونو کې یې ښه کتونکي لرل او له دې لارې ښې پیسې تر لاسه شوې."

نوموړی وایې د حیرانۍ خبره خو دا ده چې د شاه رخ خان فلمونه په وړو ښارونو او وړو سکرینونو هم خپله ګټه کوي، د دده په وینا له دې کبله په ټوله نړۍ کې د شاه رخ خان انځور خورا ښه معرفي شوی.

له دې ور هاخوا نوموړی په دې وروستیو کې په عرب هېوادونو کې ډېر متحرک و.

شاه رخ خان د سعودي عربستان د فوټبال مشهور لیګ کې د فوټبال نامتو لوبغاړو په منځ کې د دغې شاهي هېواد ځانګړی میلمه و.

د فلم له خپریدو وړاندې هغه متحده عربي اماراتو ته هم سفر درلود او د نړۍ تر ټولو دنګې ودانۍ برخ خلیفه تر څنګ یې د فلم اړوند ځينې ډایلاکونه ټولنیزو رسنیو ته راووتل دې ټولو د فلم لیدو ته د خلکو ولولې لا ډېرې کړي.