پټان فلم؛ ګوتنیونکو او مینه والو ته د شاه رخ خان ځوابونه

پټان فلم نن چهارشنبه د جنورۍ پر ۲۵ مه د نړۍ ډېرو هېوادونو کې پر سینما ننداره کیږي. دغه فلم له خپرېدو وړاندې د ګټې له اړخه "خورا بریالی" بلل شوی.

هندۍ رسنۍ وايي، پټان وار له مخه د مینه والو ریکارډ کچې ته رسېدلی. که څه هم د فلم یوه سندره ( بې شرم رنګ) له خپرېدو سره سمه له سختو نیوکو سره مخ شوه. پر خواله رسنیو یې د پرېکون پراخ هشتګ وچلېد. ځېنو یې ان شاه رخ خان ته د ژوندي سوځولو ګواښونې ولیکلې.

خو شاه راخ خان له دغه ټولو نیوکو سره سره پر خواله رسنیو خپلې خبرې وخت پر وخت وکړې، تازه یې په یوه لنډه ویډیو کې د جنورۍ د ۲۴ مې پر ماښام له هغو ټولو خوښوونکو او مینه والو مننه وکړه چې د پټان فلم ملاتړ یې کړی.

هغه ویلي‌ "هغوی ټولو ته د مینې یوه خوږه غېږه، چې پټان یې د خوښې وړ وګرځوه. هغوی ټول چې ورته ونڅېدل، پسې راووتل، ټیکټونه یې وپېرل، تالارونه یې تیار کړل، د مینه والو ټول ټولي، هغوی چې کمیسونه یې ورته په نوم کړل، دوعا یې وکړه، د ستونزو حل کې یې لاس واړوه او جشنونه یې جوړ کړل."

پر ټویټر یوه سړي پوښتلي ایا کولی شو دا فلم له کورنۍ سره وګورو؟ شاه رخ خان یې ځواب کې لیکلي " ما پرون له خپلې کورنۍ سره وکوت تاسو یې هم لیدلی شئ."

د جسویندر سیټي په نوم یوه ټویټر کاروونکي د شاه رخ خان انځور د هندیانو په دودیز ښځینه کمیس (ساري) کې خپور کړی.‌

شاه رخ خان ورته لیکلي " اوه نه، زه د یوې ښځې په بڼه یم. زه پوهېږم چې پر دغه بڼه زړه راښکونکی یم خو یو غوره څوک ځان ته ومومئ. که مې بې لارې کړی یې بخښنه غواړم."

یوه بل کاروونکي شاه رخ خان د اوږدو وېښتو ساتنې په اړه پوښتلی او ورته لیکلي یې دي "مور دې د سر وېښته درته له تیلو سره ومخښي."

پر ټویټر له شاه رخ خانه د پوښتنو لړۍ کې یوه بل پوښتلي- ایا تاسو پوښتنه د ځواب لپاره غوره کوئ یا دا چې باید په زړه پورې وي؟

شاه رخ خان ځواب ورکړی" که په زړه پورې وي خو ډير ښه، هسې خو څه ډول چې پوښتنه وي هم هغه ډول یې ځواب وي- د ریاضیاتو په ډول به نه وي."

یوه مینه وال ترې پوښتلي، د فلم لیدو ټیکټ یې د شپې پر ۱۲ بجو لپاره پېرلی، هغه وخت چې دی ستنیږي پلار به یې ورته کورته د دننه کېدو اجازه ورنه کړي.

شاه رخ خان ورته لیکلي "اسانه لاره دا ده چې له کوره بهر ویده شي او پر سهار داسې انګیرنه ورکړل شي چې ګواکې سهار ورغلی یې- ښه نظر دی؟!!!"

پر خواله رسنیو لا ډېر په زړه پورې بحثونه شوي. یوه کاروونکي لیکلي د هندۍ سینما یو بل او څار ستوري اجي دیوګن د پټان پر بریا خوښي ښودلې. شاه رخ خان ورسره غبرګه کړې " اجی له ډېرو کلونو زما او زما د کورنۍ لپاره د مینې او ملاتړ یوه ستن ده. هغه یو کمساری لوبغاړی او غښتلی سړی دی. پیاوړی او غلی."

پر دغه فلم څه د پاسه۲۵۰ کروړه هندۍ کلدارې لګښت شوی، (یو کروړ لس میلیونه کېږي) رسنۍ وايي فلم له خپرېدو وړاندې همدومره ګټه کړې.

پخپله شاه رخ خان ویلي، د فلم نندارې پر لومړۍ ورځ به پټان شاوخوا ۴۰ کروړه هندۍ کلدارې وګټي.