د اوټسټېک ماشوم مور: د دې واقعیت منل ګران دي، چې زوی به مې هیڅکله راته مور و نه وايي

    • Author, کرن فاطمه
    • دنده, بي بي سي اردو

اصباح خالد موټر پارکېنګ ته ستون کړ،کله یې چې موټر ودراوه، زوی یې عتیب چې څنګ کې یې ناست و نارې کړې، مور یې پوه کړه چې نه غواړي دلته کوز شي. له دې سره اصباح بېرته موټر په شا کړ.

اصباح خپل زوی عتیب له پالنځي راخیستی و، په لاره کې یې ترې پوښتنه کړې وه چې غواړي پارک ته لاړ شي که چېپس وخوري.

لږ تر لږه درې څلور ځایونه اسلام اباد کې شته، چې عتیب غواړي هلته لاړ شي، دا پارک یو له هغو وو خو، ښايي نن د ماشومانو شور د عتیب لپار زیات و او خوښ نه و چی پاتی شي.

عتیب لس کاله او شپږ میاشتې عمر لري، اووه کلن و چې تشخیص شو هغه په اوټېزم اخته دی. نوموړی خبرې نه شي کولی. مور یې وايي "ښايي د دې واقعیت منل راته ډېره ګرانه وي چې زما زوی به هیڅکله ماته د مور غږ و نه کړي، ښايي راته و نه وايي چې مورې راته ګرانه یې."

پر اوټېزم اخته ماشومان نورو سره د اړیکو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ وي، دا هغه ذهني کمزوري ده چې ټول عمر وي، دا په ځینو خلکو کې په کم یا ډېره اندازه وي او توپیر کوي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، نړۍ کې په هرو سلو کسانو کې یو یې په اوټېزم اخته دی.

اصباح وايي مخکې یې د دې وضعیت په اړه هيڅکله نه و اورېدلي، خو کله یې چې په ګوګل کې سرچ وکړ چې "زما زوی په خبرو کولو کې ستونزه لري" د هغې په وینا: " لومړۍ کلمه چې پر سکرین راغله هغه د اوټېزم وه."

دا د موسیقي غږوونکي خاور جواد کیسې ته ورته ده. کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د (خدا کی لیې) فلم جوړ شو، د دې فلم د (بندیا هو) سندرې له امله جواد ډېر مشهور شو. په همدې کال یې واده وکړ او په ۲۰۱۰ کال کې یې زوی حسن وزېږېد.

بي بي سي سره خبرو کې جواد ویلي: "کله چې حسن دوه نیم کلن و، تشخیص شوه چې اوټېزم دی، له ې مخکې مونږ واقعا نه پوهېدو چې اوټېزم څه شی دی."

نوموړې زیاتوي: "له دې سره زمونږ په ژوند کې لوی بدلون راغی، مونږ لوستل او لټول پیل کړل او پر یوټیوب مو ویډیوګانې لیدلې چې ځان پوه کړو. مونږ ډېر اندېښمن و نه پوهېدو چې څه وکړو."

هغه وايي: "په دې حالت کې تاسې هر څه ازمايئ او ځان سره وایئ چې ښايي څه پایله ورکړي، کله چې ډاکټر د حسن اوټیزم تایید کړ داسې وه لکه په غوږ کې مې چې څوک وايي نه هغه اوټیزم نه دی."

"اوس مې نه یوازې زوی متفاوته دی بلکه زه هم بدله شوې یم"

د اصباح او خاور د خبرو یو ګډ ټکی دا و چې دواړو وویل، کله چې تشخیص شوه چې اولاد یې اوټیزم لري، "ځمکه یې له پښو وښوېده."

تاسې حیران پاتې کېږئ چې څه وکړئ. دا حالت ډېر سخت دی چې کله خبرېږئ اولاد مو وټسټېک دی.

اصباح خالد وايي: "له دې سره په ژوند کې ډېر بدلون راځي، هر څه ډېر بدلېږي. هغه پوښتنه چې زه نه غواړم څوک یې رانه وکړي دا ده چې، زوی دې لېونی دی؟"

"دا هلک چیغې وهي، ولې دې راوستی"

خاور هم ورته تجربه لري، د هغه په وینا :"څه چې خلک وايي هغه دا دي‌ چې ستاسې زوی عادي نه دی."

نوموړي ویلي: "د دې خبرو په اورېدو مور او پلار له نورو ورو ورو ګوښې کېږي."

خاورو وايي: "کله چې رستورانت ته ځو خلک مو زوی ته وایي مور او پلار یې سم نه دی روزلی وايي، ولې چیغې وهي ولې مو دلته راوستی."

اصباح وايي تاسې به تل پرتلنه کوئ وايئ‌ به:"وګوره د نورو خلکو ماشومان له یوه ټولګي بل ته ځي او ستا ماشوم ان خپل کالي پخپله نه شي اغوستی."

"د زوی لپاره مې هند کې درې کلن قرار داد پرېښود"

کله چې د خاور جواد زوی اوټېسټېک شو، د زوی د پالنې لپاره یې موسیقي پرېښوده.

"ما هند کې درې کلن تړون لاسلیک کړی و، خو مجبوره شوم چې پرېږدم. دا هر څه مې ځکه پرېښودل چې حسن ماته اړتیا لرله."

اصباح بیا په دې اړه وايي، کله یې چې زوی ښه نه وي دوی اړه ده چې له کاره د ناورغۍ رخصتي واخلي.

"زه چې خپله ناروغه یم رخصتي نه اخلم، خو چې زوی مې ناروغ وي یوه ورځ د ناروغۍ رخصتی اخلم چې کور کې ورسره پاتې شم او پالنه یې وکړم، ځکه چې زوی مې آن د بل د لاس درمل هم نه خوري."

صباح وايي: "کار ځای کې د ناروغانو پالونکو ته هېڅ پام نه کېږي. زه د هغه ماشوم له پالنې او‌ پاملرنې چې شپه او ورځ ماته را په غاړه وي ستړې شوې یم."

"مور او پلار ته باید حد اقل دوه ساعته ارام لپاره وخت ورکړل شي"

د رواني ناروغیو ډاکټره سنبل سکندر د دې موضوع په اړه خبرو کې ویلي،

مور او پلار د ناروغۍ له تشخیص مخکې پوهېږې چې اولاد یې له نورو متفاوته دی، خو ټولنه کې خلک بیا هم ډېرې دردوونکې خبرې کوي."

آغلې سکندر زیاتوي، د تشخیص پر مهال دا ډېره اړینه ده چې ډاکټرانو مور او پلار په ارامۍ خبر کړي،‌ ځکه چې هغه وخت مور او پلار حس کوي چې خپل اولاد یې له لاسه ورکړ.

نوموړې وايي: "مور او پلار تر ډېره د تشخیص په موده کې د شاک او خپګان دوره تېروي. په دې موده کې ډېره مهمه ده چې خپل خپلوان او دوستان یې ورسره وي او ډاډ ورکړي."

سنبل وايي: "کاري ستړیا او فشار ډېره مهم دی. مهمه ده چې مور او پلار باید په ورځ کې لږ تر لږه دوه ساعته د ماشوم له پالنې لیري وي، د ارام لپاره وخت ولري یا چېرې خپلو ملګرو لیدو ته ورشي، قدم ووهي یا کتاب ولولي. یعنې په هر ډول چې وي خپل ذهن ته ارام او استراحت ورکړي."

هغې همدا راز زیاته کړې: "د ستړتیا نښې عموما د غوسې، سر درد یا ځان درد او بې حوصله ګۍ په بڼه راښکاره کېږي."

د نوموړې په وینا: "مور او‌ پلار دې ته اندېښنه کوي، چې که پر مونږ څه وشي اولاد به مو څنګه کېږي؟ څوک به یې پالنه کوي؟ چې لوی شي څه به کوي؟"

هغې زیاته کړې: "نو ځکه اړینه ده چې ماشوم لږ د خپل واک کړو. په دې ځان پوه کړو چې ماشوم د کوم کار په ترسره کولو کې مهارت لري. هنر، موسیقي آشپزې که کوم بل څه. دا ډېره مهمه ده چې هغې ته د دې کارونو او مهارتونو په ورزده کولو هغه خپل واک کړو او په ځان باور یې لوړ کړو."