د ماشومانو ژغورنې اداره افغانستان کې خپل کار بېرته پیلوي

د ماشومانو ژغورنې اداره "سېف د چېلډرن" وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي.

دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا به خپلې ځينې چارې بېرته پیل کړي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپله وینا پاڼه کې لیکلي، د طالبانو حکومت کې یې له چارواکو سره تر خبرو وروسته د کار کولو ډاډ ترلاسه کړی.

د دوی په ټکو" داسې حال کې چې زموږ ډیرې چارې په ټپه ولاړې دي. موږ د روغتیا، خوړو او ښوونیزو فعالیتونو د بیا پیل لپاره له چارواکو دا ډاډ ترلاسه کړی، چې زموږ ښځینه همکارانې به خوندي او له کوم خنډ پرته کارونو ته راستنیږي."

د ماشومانو د ژغورنې دغه سازمان ویلي، دا په افغانستان کې د دوی د مرستندویه کارونو خورا کوچنۍ برخه ده او پاتې کارونه به یې تر هغه ځنډېدلي وي چې د ټولو ښځينه همکارانو د کار کولو ډاډ نه وي ورکړل شوی.

دغه ادارې ویلي نا دولتي ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز ډيرې بدې پایلې لرلی شي. " د روان بشري ناورین په سر کې به د ماشومانو کړاو ډېر کړي، د میرمنو او نجونو لپاره به اړینې مرستې رسول سخت شي. له همدې کبله به ډیر ماشومان د کورنۍ د فشار له امله ودونو او سختو کارونو ته اړ شي."

سېف د چېلډرن وايي له ۱۹۷۰ کلونو راهېسې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو او نورو مهمو چوپړونو برخه کې کار کوي، لا هم هوډمن دي چې دغه هیواد کې پاتې شي او د بې وزلو کورنیو لاس نیوی وکړي، خو د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې ټولو نا دولتي ادارو ته د ښځينه او نارینه کارکوونکو په ګډون د کار کولو موکې برابرې کړي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، د افغانستان بشري ناورین لا نور په ژورېدو دی، او د ښځو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره باید د دوی په څېر ادارې کار وکړی.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي چې د ماشومانو ژغورنې ادارې ښځینه کارکوونکو ته به په کومو شرطونو د کار کولو اجازه ورکوي او دا چې نورو ادارو ته به هم دا وړ اجازه وشي.

د تېر کال د دسمبر پر ۲۴ د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت د یوه امر په جاري کولو سره ټول هیواد کې پر ښځو انجیو ګانو او نا دولتي ادارو کې پر کار کولو بندیز ولګو.

هغه مهال د ماشومانو ژغورنې ادارې اعلان وکړ چې افغانستان کې خپلې چارې ځنډوي ځکه د دوي د کار کوونکو ۵۰ سلنه یې ښځې دي، او دا چې تر هغه به یې فعالیتونه ځنډېدلي وي چې د طالبانو حکومت پر ښځو د کار کولو له بندیزه په شا شي.

د سېف د چلډرن په څیر نړیوالو نا دولتي موسسو ویلي وو، په افغانه دودیزه ټولنه کې د ښځو او ماشومانو لپاره کار کول له ښځینه کارکوونکو پرته ناشونې برېښي.