د ماشومانو ژغورنې اداره؛ افغانستان کې ۱۴ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو ژغورنې ادارې یا "سېف د چېلډرن" افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې ډېر ماشومان یې بشري‌ مرستو ته اړتیا لري.د ماشومانو ژغورنې ادارې ارزونه وايي، په افغانستان کې د اړو ماشومانو شمېر ۱۴ میلیونو ته پورته شوی.‌ په دویم ځای کې کانګو ډيموکراتیک جمهوریت دی چې ۱۳ عشاریه ۹ میلیونه ماشومان یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشونو د ژغورنې ادارې د افغانستان برخې مشر کریس نیامندي وایې:

"افغانستان د ماشومانو لپاره په یوه بد هېواد بدل شوی، په تېر یوه کال کې حالت نور هم ناوړه شو، ډير ماشومان د شپې په وږې ګېډه ویده کیږي، میلیونونه نور خوارځواکه دي او ګڼې نورې ناروغۍ لري، کورنۍ د دوی د ژوغورنې لپاره یوازې یو کار کولای شي، چې هغوی واټونو ته د کار لپاره ولیږي."

دغې ادارې د ۲۰۲۲ زیږیز کال رپوټ کې ویلي، په نړیواله کچه بشري مرستو ته د اړو ماشومانو په شمېر کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.

رپوټ کې راغلي چې دا مهال په نړۍ کې نږدې ۱۴۹ میلیونه ماشومان لاس نیوي ته اړتیا لري چې ډېر یې د نړۍ د اوو هېوادونو وګړي دي.

ایتوپیا، یمن او پاکستان نور هغه هېوادونه یاد شوي چې ډير ماشومان پکې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د تازه نړیوالې بشرپالې ارزونې معلومات دا په ډاګه کوي چې په روان ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د تېر کال کال په پرتله ۲۶ میلیونه نور ماشومان بشري لاس نیوي ته اړ شوي دي.

په یوه کال کې د دومره ډيرو ماشومانو بې وزله کېدو لاملونه نوې شخړې، په لوړه کچه لوږه او اقلیمي بدلونونه بلل شوي دي.

په بشري مرستو کې د خوړو ترڅنګ پاکې اوبه، د اوسېدو ځای، روغتیایي خدمتونه او ټولنیز روانې ملاتړ اړین بلل شوي دي.

مهم لاملونه

رپوټ کاږي چې په ټوله نړۍ کې له لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو وروسته، اوس جګړې او نښتې ډيرې زیاتې شوې چې نېغ په نېغه یې ماشومان اغیزمن کړي دي. د رپوټ له مخې، ماشومان اوس په جګړو کې له لویان ډير وژل کیږي

اقلیمي کړکېچ د ګڼو طبیعې افتونو لامل بلل شوی، چې له امله یې ماشومان ډير زیانمن شوي.

په افغانستان او پاکستان کې د پراخو سیلابونو راوتو، د خوړو جدي کموالی رامنځته کړی، وچکالۍ بیا د ایتوپیا په شان هېوادونه له ناورین سره مخ کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې د بشر پالنې برخې مشر ګبریلا وایجمن وایې:

"په نړیواله کچه، له بل هر وخته اوس ډير ماشومان ژغورنې ته اړتیا لري، همدا کال میلیونونه ماشومان جګړو اغېزمن کړل، اقلیمي بدلون ټکان ورکوونکی و او اقتصادي کړکېچ له ټولو بد- دې ټولو په نړۍ کې د لوږې کړکېچ ریکارډ کچې ته لوړ کړ. طبیعي افتونه ډير تکراریږي، هغه پاکستاني ماشومان چې سیل وځپل ما ترې پوښتنه وکړه، وایې هرڅه یې له لاسه ورکړي او په خالي میدان پاتې شوي."

د ښاغلي کریس په وینا، دا حالت بیړني بشري لاس نیوي ته اړتیا لري او نړیوال باید پدې برخه کې د خبرو او اندېښنو په ځای عملي ګامونه واخلي.

د ماشومانو ژغورنې دغه نړیواله اداره د افغانستان په اړه سیاسي ترینګلتیا هم یو له هغو لاملونو بولي چې د بشري مرستو او لاس نیوی مخه یې ډب کړې.

افغانستان دا مهال د بېړنیو مرستو تر لاسه کونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې راځي. دې هېواد ته اوس د تېرو کلونو پرتله کمې مرستې ورکول کېږي، ‌چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو لخوا لګول کيږي خو په دې ساړه ژمي‌ کې د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.