تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې پر یوې پوستې برید؛ څلور پاکستاني پولیس پکې وژل شوي
د بلوچستان په شیراني سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو برید کې څلور پولیس وژل شوي.
د پولیسو په وینا، برید د شیراني ولسوالۍ دنا سر په سیمه کې شوی او د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر هم وژل شوی دی.
پولیس وايي، له پېښې وروسته سیمه کې د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
د بلوچستان وزیر اعلی عبدالقدوس بزنجو په شراني کې پر امنیتي پوستې برید غندلی دی.
عبدالقدوس بزنجو وايي، امنیتي ځواکونه په کلک او زړورتیا د هېواد او ولس امنیت تامینوي.
د پولیسو یوه بل مشر عبدالسلام بلوچ ویلي، بریدګر وسله وال د شمالي وزیرستان پر پوله د شیراني ولسوالۍ غرنۍ سیمه کې خپل پټنځای ته تښتېدلي دي.
ښاغلی بلوچ زیاتوي، بریدګرو په برید کې له لاسي بمونو، راکټ او سپکو وسلو کار اخیستی.
په شیراني ولسوالۍ کې یوه چارواکي بلال شبیر ویلي، په دې دوه ساعته برید کې یو امنیتي سرتېری او دوه بریدګر ټپیان شوي هم دي، خو بریدګرو خپل ټپیان ورسره لېږدولي دي.
ظاهراً ددغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په سیمه کې پر پاکستاني امنیتي کسانو ورته بریدونه کړي.
د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د بلوچستان تربت سيمه کې هم پر یوه پوځي ګاډي ځانمرګی برید شوی و او ترې وړانندې تېره مياشت په ږوب کې د جماعت اسلامي ګوند پر مشر سراج الحق هم ځانوژونکې حمله شوې وه.
بله خوا، ته بيا د بلوچستان حکومت امنیتي ادارو ته امر کړی چې سم لاسي پر لویو لارو پرتې پوستې لیرې کړي.