تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اپل نادر ورزشي بوټان لیلام کې په ۵۰ زره ډالرو
د سوزبي لیلام اپل شرکت ته جوړ شوي یو ډول ورزشي بوټان په لیلام کې په ۵۰ زرو ډالرو اعلان کړي دي.
دا بوټان د تېرې پېړۍ د ۹۰مې لسیزې کارمنانو ته په ځانګړي سبک جوړ شوي او په یوه کنفرانس کې د ډالۍ په توګه وړاندې شوي.
دا بوټان مخکې عامو خلکو ته نه وو ښودل شوي.
ددې سپین رنګه بوټانو پاسنۍ برخه چرمي ده او د اپل شرکت پخوانی سوداګریز نښان پرې لګول شوی چې د بوډۍ د ټال له رنګونو جوړه مڼه ده.
سوزبي وايي، هیله یې دا ده چې دا بوټان به ډېر مشتریان ولري.
په داسې حال کې چې ویل کېږي دا بوټان "پخپل کارتن کې نوي" دي، خو پکې د ځینو عیبونو خبره هم شوې ده. وايي تل کې یې ژېړبخن رنګ له ورایه ښکاري.
بله ځانګړتیا یې دا ده چې په تل کې د هوا لپاره یو ډول 'بالښتوزمه' ځای هم لري او د بوټانو نمبر د امریکا له ۱۰٫۵ نمبر، اروپا کې له ۴۱ او بریتانیا کې ۸٫۵ سره برابر دی. کارتن کې د بوټانو سور رنګه بندونه هم شته.
وړاندې د اپل iPhone 4GB وسیله په څه باندې ۱۹۰ زره ډالرو امریکا کې پلورل شوې وه.
که څه هم اپل شرکت په ابتکار او نوښت مشهور دی، خو د تولید مینه وال یې ځینې وخت توانېدلي چې سوداګریز نښان لرونکې جامې یې وپېري.
همداشان، اپل لومړیو کې د بوډۍ د ټال په رنګونو نښان او د مکینټاش کمپیوټر انځورونه دود کړي وو.
د جامو د تولید نه هدف د اپل د سوداګریزې نښې دودول وو، خو هغه وخت یې ډېر شهرت پیدا نه کړ او تولید یې ودرول شو.
په ۲۰۱۵ کال، اپل له ارمیس Hermès شرکت سره په ګډه د ګړیو د بندونو جوړول پیل کړل.