دغزې د یتیمانو درد؛ له کورنیو پرته ټپي ماشومان چې هېڅوک نه لري

په غزه کې چې د اسرائیلو بمباریو ژوند له هره اړخه له کړاونو سره مخ کړی، ډاکټران د جګړې ځینو قربانیانو ته ځانګړې داسې کلمې کاروي چې پخوا یې کله په روغتونونو کې استعمال نه دی اوریدل شوی.

ډاکټر تانیا حاج حسن چې د بې پولې ډاکټرانو له یوې ډلې سره کار کوي، د غزې تړانګې یوه روغتون کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، دوی د ځينو ماشومان پېژندګلوۍ ته د ( WCNSF) نوم کاروي او دا د انګریزۍ د (wounded child, no surviving family ) مخفف دی یعنې ( داسې ټپي ماشوم چې هیڅوک یې نه دي پاتې)

دا کلمه د غزې د ډېرو ماشومانو شناخت ګرځیدلی، داسې چې یې ژوند په ثانیو کې بدل شوی. جګړې ترې مور او پلار، وروڼه او خویندی او ټوله کورنۍ اخیستې، دوی یوازې د ژوند کړاو ته پاتې او ډېر یې بیا په سخت ټپي حالت کې روغتونونو کې بستر دي.

د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ دا جګړه د اکتوبر له اومې نیټې راهیسې پیل شوې او تېره اوونۍ له لنډمهاله اوربند وروسته یې بیا زور اخیستی.

د اسرائیلو په عملیاتو کې تر دې دمه لږ تر لږه د ۱۶۰۰۰ کسانو د وژنې رپوټونه ورکول کیږي چې له ډلې یې شاوخوا شپږ زره ماشومان هم دي.

دا شمېرې د حماس تر واک لاندې روغتیايي چارواکو اعلان کړي دي.

احمد شبات یو له هغو ماشومانو دی چې د پېژندګلوۍ ته نوې ( داسې ټپي ماشوم چې هیڅوک یې نه دي پاتې) کاریږي.

خپله ماشوم د انګریزۍ د دې مخفف په مانا نه پوهېږي خو ډاکټران یې له ویولو سره پوهېږي چې ور وړل شوی ټپي څوک دی.

درې کلن احمد شبات په بیت هانون سیمه کې د اسرائیلو له بریده په ټپي حالت کې ژوندۍ پاتې دی، د هغه کور په بمباریو کې بشپړ ویجاړ شوی، مور، پلار او مشر ورور یې وژل شوي خو دی د ژوندي پاتې کېدو لپاره تر روغتونه رسول شوی دی.

نوموړی دا مهال د غزې په شمال کې د اندونیزیایانو په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی او نا خبره چې نوره کورنۍ یې له خاورو سره خاورې شوې.

نوموړی په دې پېښه کې ډېر ژور نه دی ټپي شوی او لږ ډېر پوهېږي، وروسته ثابته شوه چې د هغه کمکی بل ورور هم په همدغه روغتون کې بستر دی.

دوه کالن عمر هم له دې بمبارۍ ژوندۍ پاتې شوی او په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د احمد تره ابراهیم ابو امشا وايي "له بمباریو وروسته مونږ خبر شوو چې د اندونیزیایانو په روغتون کې یو ماشوم دی چې هیڅوک یې نشته نو مونږ سملاسي ورغلو چې وګورو زمونږ له کورنۍ نه وي."

دی وایي،‌ احمد مو په ټپي حالت کې پروت ولید.

ژغورن ډلو دی د کور له بمبار وروسته تر خاورو شل متره لاندې موندلی و.

احمد او عمر اوس دواړه یتمیان دي داسې یتیمان چې نه کور لري، نه سرپناه او نه هم د ژوند کومه ځانګړې هیله.

بي بي سي ته روغتیاپالانو ویلي، د دوی تره له پيژندګلوۍ وروسته د ماشومانو د پاملرنې مسولیت اخیستی دی.

په مور پسې ژړا

د احمد او عمر په څیر مونا الوان هم له زرګونو یتیمانو یوه بله ده چې په روغتون کې ورته د WCNSF کلمه ( هغه ټپي هیڅوک یې نه دي پاتې) کارېږي.

نوموړي هم د اندونیزیایانو روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوې ده.

دوه کالنه مونا په مور پسې نا کراره ده او هر وخت ماما (ادې ادې) چېغې وهي خو نا خبره چې مور یې بمباریو کې وژل شوې او اوس تر خاورو لاندې ده.

مونا د غزې په شمال جبل الرایس سیمه کې د یوه ګاونډي په کور له توغندي لګیدلو ژوندۍ پاتې شوې خو نوره کورنۍ یې دې پېښې له ځانه سره قرباني کړې.

په دې پېښه کې د مونا مور او پلار، ورور، نیکه وژل شوي او د مونا سترګو بده صدمه لیدلې ده.

ما مې کورنۍ او پښه بایللې

د غزې په سوېل خان یونس سیمه کې د النصر روغتون په یوه کونج کې دنیا نومې کمکۍ نجلۍ په یوه کټ په ټپي حالت کې بستر ده.

د اسرائیلو په بمبار کې هغه په ښۍ پښه لګېدلې او اوس تر درملنې لاندې ده.

دنیا چې جګري سره کالي په تن دي خپلې پښې کتو دردمنه او حالاتو کتو پرېشانه کړې چې په څیره یې غم له ورایه ښکاري.

دنیا په یوه هوايي برید کې له خپل ورور یوسف او کوچنۍ خور سره یو ځای لګیدلې.

دنیا وايي 'داسې مهال چې دوی ټول ویده وه بمبار وشو او نور نا خبره اوس ګوري چې په روغتون کې دی.'

په همدې برید کې د دوی مور او پلار، یوه بله خور او ورور وژل شوي خو دوی ژوبلیدلي او دنیا بیا خپله پښه بایللې ده.

هغه وايي " کله مې چې پلار په وینو کې لت پت ولید سخته وار خطا او وډاره شوم، خلک زمونږ شاوخوا ولاړ وو او زما خور په زوره زوره چېغې وهلې.

ما مې خپل ځانته لا پام نه و چې کتل مې زما پښه او لنګی نه و.'

د غزې په تړانګه کې چې له جګړې یې یې دوه میاشتې تېریږي، هره ورځ د درد او کړاو رنګارنګ رپوټونه دي، د دغې جګړې درولو لپاره ډېرو هېوادونو او لورو د اوربند غږ کړی خو اسرائیلو ویلي د حماس ډلې د بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

له دې سره چې دا جګړه د حماس په ضد اعلانېږي، خو د جګړې درنه بیه پکې وسله وال نه بلکې د رپوټونو پر بنسټ ولسي عام وګړي پرې کوي.