تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه کې جګړه: ځينو اوسېدونکو يې خپل يادښتونه ليکلي دي
غزه دا څه د پاسه يوه مياشت د اسرائيلو تر سختې بمبارۍ لاندې ده، زرګونه فلسطينيان يې وژلي، او ۱،۴ ميليونه یې په خپله غزه کې دننه بې ځايه کړی دي.
دا د حماس له مرګونو بريدونو وروسته، چې څه د پاسه ۱۴ سوه اسرائيليان په کې ووژل شول، اسرائيلو ورپسې د حماسې پر وړاندې جګړه اعلان کړه، يوه داسې ډله چې د بريتانيا او امريکا په ګډون یې ډېر هېوادونه ترهګر سازمان ګڼي، خو د ترکيې په څېر ځينې نور یې مقاومتګر بولي.
دا تېره يوه مياشت بي بي سي نړيوالې او هم عربۍ څانګې غزه کې د ۵ کسانو ژوند څارلی، چې موږ سره يې د ورځني ژوند ويډيوګانې او خپل غږونه شريک کړي دي. هبا بيطار پرې دا راپور چمتو کړی.