ایران کې د افغان کډوالو شکایت؛ 'ښوونځي مو ماشومان نه شاملوي'‌

ایران

ایران کې د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې بي‌بي‌سي ځینې داسې ویډیويي کلېپونه ترلاسه کړي چې افغانې کډوالې کورنۍ په کې ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د نوملیکنې په تړاو له ستونزو شکایت کوي.

دا ډول شکایتونه پر خواله رسنیو هم شوي‌ دي.

یوه ویډیو کې لیدل کېږي‌ چې د ځینو افغان کډوالو کورنیو غړي د تهران په ملارد کې ظاهرآ د دې لپاره د یوه ښوونځي مخې ته راټول شوي چې خپل ماشومان پکې شامل کړي‌.

له دې ویډیو سره لیکل شوي چې "په امایش کارت نوملیکنه نه کوي. ښوونځی ظرفیت لري، خو نومونه نه لیکي.‌ ځورول کوي چې د افغانستان خلک ستړي شي."

د خواله رسنیو یوه بل کارن هم پر اېنسټګرام خپره کړې ویډیو کې د خپل ماشوم د نوملیکنې برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، "هر ځل چې ښوونځي ته ورغلی یم، وايي د بهرنیو اتباعو د نوملیکنې پاڼې نه دي راغلې. بانک ته چې ولاړم وايي د کارت وخت دې په خلاصېدو دی، چې کله دې تمدید کړ بیا راشه. پخپله مې زدکړې ونه‌شوې کړای – اوس مې د ماشوم نوبت دی."

د ایراني چارواکو دريځ څه دی؟

ایران

د عکس سرچینه، YJC.IR

د عکس تشریح، علیرضا کا‍‍ظمي

ایران کې مېشت افغان کډوال په داسې حال کې ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د شمولیت برخه کې له ستونزو شکایت کوي، چې د دغه هېواد د ښوونې او روزنې وزیر علیرضا کاظمي څو ورځې وړاندې ښوونځیو کې د کډوالو ماشومانو نوملیکنې لپاره د لارو چارو جوړېدو خبر ورکړ.

هغه وویل "په دې لټه کې یو چې د هغو خلکو ستونزې او اندېښنې په مناسبه بڼه حل کړو چې په غیر قانوني او غیر مجاز ډول زموږ مېلمانه دي."

هم‌مهاله د ایران د ښوونې او روزنې وزارت ویاند علي فرهادي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې د ښوونځیو ۲۰ سلنه ظرفیت دغه هېواد کې د مېشتو قانوني بهرنیو اتباعو ماشومانو ته ځانګړی شوی دی.‌

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه زیاته کړه چې "په ځینو سیمو کې د کډوالو زدکوونکو شمېر دوی لپاره له دې ټاکلې شوې ۲۰ سلنې لوړ دی."

ښاغلي فرهادي د دې مرکې په یوه برخه کې چې ډېرې تبصرې هم پرې شوې، ټینګار وکړ چې ایران د "بشري مسوولیت" له مخې افغان زدکوونکي په خپلو ښوونځیو کې شاملوي.‌

د یادونې ده چې د ایران لوی څارنول محمد موحدي ازاد ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې ټولو مېشتو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته باید د هغوی ملیت ته له کتو پرته د زدکړو بشپړه زمینه برابره شي.