تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنې د کډوالۍ په قوانینو کې بنسټیز بدلونونه ومنل
اروپايي پارلمان له کلونو خبرو اترو وروسته، د اروپايي ټولنې د کډوالۍ او پناه غوښتنې قوانینو کې مهم سمونونه منلي دي.
ددغو بدلونونو پر بنسټ به د اروپايي ټولنې پر پولو کنټرول سخت شي، د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به چټکتیا ومومي.
داروپايي کمېسیون مشرې ویلي، دغه ګامونه د اروپایانو اصلي اندیښنو ته ځواب وايي.
خو د بشري حقونو ډلو دغه تدابیر غیر انساني بللي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په قانون کې رامنځته شوي سمونونه په بالقوه ډول کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره شرایط سختوي.
د نویو سمونونو پر بنسټ به د پناه غوښتنې د هغو قضیو ارزونه چټکه شي چې د منل کېدو شونتیا یې کمه وي.
سمونونو کې دا لارښوونه هم شوې چې د یوه کډوال د پناه غوښتنې قضیه دې په ۱۲ اوونیو کې دننه وروستۍ شي.
هغه کډوال چې نه منل کېږي د همدې ۱۲ اوونیو په اوږدو کې به خپلو هېوادونو ته په زوره و استول شي.
هغه کډوال چې له اروپايي ټولنې د باندې د پناه غوښتنلیک ورکوي اروپا ته له ننوتو وړاندې به اووه ورځو کې د ارزونې له یوه سخت بهیره تېرېږي، چې په کې د کډوال د پېژندګلوۍ ترڅنګ د روغتیا په تړاو به یې مالومات ټولېږي او کتل کېږي به چې له امنیتي پلوه یو ګواښ نه وي.
له نویو سمونونو سره سم د اروپايي ټولنې غړي دولتونه به له هغو اروپايي هېوادونو لکه ايټالیا، یونان او هسپانیه چې د اروپايي ټولنې پر پولو پراته دي او د کډوالو د ورتګ بهیر ورته ډېر دی، یا به زرګونه کډوال مني او یا به هغوی ته نورې اضافي پیسې او اسانتیاوې برابروي چې د قانون دغه ماده د اروپايي ټولنې د ځینو غړو مخالفت سره مخ شوی.
د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له کلونو خبرو اترو وروسته پر دغو سمونو لومړنۍ هوکړه کړې او تمه ده د اپرېل په پاي کې د رایو په اکثریت ومنل شي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وندر لېین وویل د اروپايي ټولنې د لرو بر خلکو اندېښنې ته یې ځواب ویلی:
''کډوالي اروپا لپاره یوه ننګونه ده او باید ورته یو اروپايي حل لاره وي. داسې حل لاره چې اغېزناکه، سخته او عادلانه وي.''
خو د اروپا د کډوالۍ تګلارې د انسټیتیوت ګډه مشره کمېل لي کاز وايي د دې هوکړې پلي کول به ننګوونکې وي.
د اغلې کاز په وینا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ په خپلو کې پیوستون په اړه حساسیتونه شته او دا هم څرګنده نه ده چې دا قانون به پر پولو د کډوالو مخنیوی وکړی شي او که څنګه.
د بشری حقونو ډلو هم د نوې هوکړې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي شونې ده دا نوي سمونونه د کډوالو توقیف عادي چاره وګرځوي او د کډوالو د قضیو په چټکه ارزونه کې دا خطر نغښتی چې د مستحقو کسانو پناه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړل شي.