تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ټولټاکنې؛ بي جي پي ګوند د دروند اکثریت په ګټلو کې پاتې راغلی، خو د مودي په مشرتابه ائتلاف د حکومت تشکیل لپاره اړینې څوکۍ ترلاسه کړې دي
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د درېیمې پرلپسې دورې لپاره د هند پارلماني ټولټاکنو ګټلو ادعا کړې، خو د نوموړي واکمن ائتلاف هغسې اکثریت نه دی ترلاسه کړی، چې اټکل یې کېده.
ښاغلي مودي له رایې ورکوونکو مننه کړې او په وینا د تېرې یوې لسیزې ''ښا کار'' ته به دوام ورکړي. د نرېندرا مودي د بي جي پي ګوند په مشرتابه ائتلاف د پارلمان له ټولټال ۵۴۳ څوکیو پر ۲۹۰ هغو مخکښ دی، خو د دوی له هدف ۴۰۰ څوکیو شاته پاتې دی.
د کانګرېس ګوند او ائتلافیانو یې مبصرین حیران کړي او اوس تمه کېږي، چې له ۲۳۰ زیاتې څوکۍ به ترلاسه کړي.
د هند ټاکنو پایلو د تېرې اونۍ پای کې هغه نظر پوښتنه ناسمه ثابته کړه، چې وايي، د بي جي پي په مشرۍ این ډي اې ائتلاف به د پارلمان د څوکیو پر دریو دوې برخې غوڅ اکثریت وګټي او له همدې لارې به وکولای شي په اساسي قانون کې بدلون راولي.
له ټاکنو وروسته ښاغلي مودي پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې له رایې ورکوونکو مننه وکړه: ''زه د دې مهربانۍ لپاره له خلکو مننه کوم او دوی ته ډاډ ورکوم چې د تېرې یوې لسیزې ښې چارې به روانې وساتل شي، چې د دوی (د خلکو) هیلې پوره شي.''
وروسته بیا خپلو پلویانو ته وینا کې نوموړي خپله بریا ''په نړۍ کې تر ټولو ستره'' وبلله او په خبره یې دی، ''ډېر، ډېر، ډېر خوښ دی.''
بل لور د اپوزېسیون کانګرېس ګوند مشر راهول ګاندي خبریالانو ته وویل، رایې ورکوونکو د رایې صندوقونو له لارې بي جي پي او ښاغلي مودي ته ''سزا'' ورکړه.
مبصرین وايي، د بي جي پي اکثریت کموالی لاملونه د بیو لوړالی، بې روزګاري، د پوځ لپاره د جذب او جلب پروسه کې ناندریز اصلاحات او د ښاغلي مودي خورا توند او تېز ټاکنیز کمپاین کېدای شي چې خلک یې په ډلو وېشل او ډېر کسان یې متنفر کړل.
دغه ټاکنې اووه پړاوونه لري او ټاکنو کې رایه اچونې شپږ اوونۍ دوام وکړ، چې د جون میاشتې تر لومړیو وغځېدې. په دغو ټاکنو کې د ګډون لپاره تر یو میلیارد ډېرو کسانو د رایې ورکونې لپاره نوملیکنه کړې وه. تمه کېږي چې وروستۍ پایلې به د سه شنبې په ورځې په وروستیو کې اعلان شي.
ټاکنیز مقررات، سیاسي ګوندونه او مشران له دې منع کوي چې د رایو ګټلو لپاره له مذهبي او قومي انګیرونو نه ګټه واخلي.
خو د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو او سیاسي شننونکو ویلي، ښاغلی مودي چې د درېیم ځل لپاره غواړي لومړی وزیر شي، د هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند نورو مشرانو سره په ښکاره ډول اسلام ضد کړنو ته بلنه ورکوي.
دغو ګوندونو د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه کړې چې د واکمن ګوند پرضد یې پر وخت ګام نه دی اوچت کړی. ښاغلي مودي او د هغه متحدینو هم د اپوزیسیون پر ضد شکایتونه ثبت کړي دي.
د هند په ټولو ایالتونو او سیمو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي. په ځینو سیمو کې په یوه ځای کې تر څلورو ډېرو کسانو د راغونډېدو ته اجازه نه ورکول کېږي.
په هند کې، ډېری حکومتي چارواکي، تر ۸۵ کلونو لوړ عمر لرونکي وګړي، او له ۴۰ سلنې څخه ډېر معلولیت لرونکي خلک اجازه لري چې د بریېښنالیک له لارې رایه ورکړي.
د راپورونو پر بنسټ په دا ځل ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه لوړه وه او تر دې دمه په ټول هند کې د رای ورکوونکو منځنۍ کچه ۵۸ اعشاریه ۵۸ سلنه دی.
د ترهگرۍ په قضیه کې زنداني کشمیری نوماند بریالی شوی
د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه راپورونه وايي، یو پخوانی قانون جوړونکی، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ترهګرۍ ملاتړ په قضیه کې بندي دی، سل زره رایې ګټلي او ډېری کسان یې حیران کړي دي.
شیخ عبدالرشید، چې په "انجنیر رشید" هم مشهور دی، د خپلواک نوماند په توګه د بارامولا حوزې څخه رایې ګټلي او د جمو او کشمیر د ملي کنفرانس ګوند پخواني اعلی وزیر عمر عبدالله ته یې ماتې ورکړې ده.
ښاغلي عبدالله په اېکس (پخواني ټوېټر) کې لیکلي: "زه فکر کوم چې دا د منلو وخت دی. انجنیر رشید ته په شمالي کشمیر کې د هغه د بریا مبارکي وایم."
ښاغلی رشید ډېری وخت د یوه "نابغه" مشر په توګه یادېږي او د خپلو اختلافي سیاسي افکارو له کبله پېژندل کېږي.
هغه په ډیلي کې د تیهار په زندان کې بندي دی، خو د هغه زوی د خپل پلار لپاره کمپاین وکړ، پر سړکونو یې نندارې تنظیم کړې، چې زرګونو کسان یې ورجلب کړل او د سیمې ځوانانو سره یې مینه وکړه.