تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د کرېکټ پر تاریخ جوړې شوې ویډیو کې ولې د نړیوال جام ګټیالی لوبډلمشر 'عمران خان' نه شته؟
د پاکستان د خپلواکۍ پر ۷۶ کلیزه د دغه هېواد کرېکټ بورډ (پي سي بي) پر خپلو ټولنیزو پاڼو یوه ویډیو خپره کړې چې له ۱۹۵۲م میلادي کال څخه بیا تر اوسه د دې لوبې ځينې مهمې تاریخي او ویاړلې شیبې تصویر شوې دي.
د اګست پر ۱۴مه چې کله دا ویډيو پر ټولنیزو پاڼو خپره شوې د هر کلي پر ځای یې د ډېرو خلکو نیوکې پارولې دي او هغه ځکه چې په دې ویډیو کې په لوی لاس پاکستان ته د یوازېني نړیوال جام ګټيالی لوبډلمشر عمران خان نه دی ښکاره شوی.
د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا خپره شوې ویډيو د پاکستان د بنسټ اېښودونکي علي جناح په یوه قول پيلېږي او ورپسې په ۱۹۵۲ او ۱۹۵۸ کالونو کې د پاکستانۍ لوبډلې ځينې شیبې ښودل کېږي.
په دې ویډيو کې چې په پراخه کچه له غبرګونونو سره بیا خپره شوې، په ۱۹۸۶ کې د جاوېد میاداد له تاریخي شپږیزې رانیولې تر ۱۹۹۲ نړیوال جام، ۲۰۰۰ او ورپسې په ۲۰۱۲م کې اسیایي اتلولیو او ۲۰۰۹ کې د شل اوریز نړیوال جام ګټلو تصویرونه او مهم یادښتونه شته خو په ۱۹۹۲م کې د پاکستان لپاره د یوازېني نړیوال جام ګټونکي لوبډلمشر عمران خان هېڅ یادونه نه ده راغلې.
په دې ویډيو کې د ۱۹۹۲م نړیوال جام څخه ویډيو او نهه انځورونه خپاره شوي چې پکې پاکستانۍ لوبډله جشن نمانځي او په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دغه ګټل شوی نړیوال جام پورته کوي.
په دې انځورونو کې د هغه مهال لوبډلمشر 'عمران خان' پرته د پاکستانۍ لوبډلې کابو ټول لوبغاړي ښکاري.
تر ډېره نظر دا دی چې په کار وه عمران خان تر ټولو ډېر د ویډيو برخه وای؛ په ځانګړي ډول هغه وخت چې ویډیو د ۱۹۹۲ نړیوال جام صحنې خپروي خو په حقیقت کې د عمران خان څېره په لوی لاس پټه شوې او یوازې په یوه انځور کې د شپږو نورو لوبغاړو تر څنګ په څنډه کې لږ ښکاري.
د پاکستان کرېکټ بورډ دغې کړنې د کرېکټ پاکستاني مینه وال او ځينې لوبغاړي هم ناهیلي کړي او پر ټولنیزو رسنیو یې غبرګونونه پارولي دي.
د ټولنیزو رسنیو یوه پاکستاني کارن شهریار اعجاز لیکلي، "کرېکټ باید له سیاسته جلا وبلل شي او د پي سي بي لخوا چې عمران خان څنګه له پام او نظره غورځول شوی، دا کار د غندنې دی."
یوې بلې کاروونکي ډاکټر سیما خان لیکلي " پاکستان کې د کرېکټ تاریخ د عمران خان له یادونې پرته نیمګړۍ دی او پي سي بي په دې ويډیو کې نیم تاریخ بیان کړی دی."
د ټولنیزو رسنیو یوه مشهور هندي کاروونکي لیکلي، " زما عمران خان نه خوښېږي خو هغه د پاکستان تر ټولو لوی لوبغاړی و او دې زه حیران کړم چې نوموړی څنګه په دې ویډيو کې نه شته."
علي امتیاز نومي یوه بل کس د پي سي بي له دې جوړې شوې ویډيو سره لیکلي، "د پاکستان کرېکټ بورډ یو ټوېټ د پاکستانیانو له زړونو د کرېکټ تاریخ نه شي هېرولی، پاکستانیانو ته د کرېکټ تاریخ په یادو زده دی."
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند هم د پي سي بي پر دغې ویډیو غبرګون ښودلی او پر خپلو پاڼو یې د څو داسې کسانو نظرونه بیا خپاره کړي چې په دغې ویډيو کې د عمران خان پر غیابت غصه دي.
بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر ذکا اشرف او د رسنیو برخې سره خبرې وکړي او د دوی دریځ هم رپوټ کې ولرو خو له بیا بیا اړیکو سره هم دوی څه ویلو ته حاضر نه شول.
د پاکستان د وخت دا نامتو لوبغاړی، پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر دا مهال د دولتي سوغاتونو 'توشه خانې' په قضیه کې پر درې کلن بند محکوم دی او دا شپې ورځې په زندان کې تېروي.