تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ځینو معلولانو شکایت: مرستې راسره نه کېږي
په افغانستان کې ځینې معلولین شکایت لري چې له دوی سره مرسته نه کېږي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي وو چې پر کابو سل زره کسانو یې نغدې مرستې درولې دي.
د فرید په نامه په ختیځ ننګرهار ولایت کې یو تن معلول دی چې افغانستان کې د جمهوري نظام په پلوي جګړه کې یې یوه پښه پرې شوې ده.
دی او د ده په شان یو شمېر نور معلولین په داسې حال کې د ټاکلي معاش له نه ورکول کېدو شکایت کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي چې شاخوا سل زره هغه کسان یې د خپلو نغدي مرستو له لست نه لري کړي چې په وینا یې په تېر کې یې د یتیم، معلول او کونډې په توګه ځانونه راجستر کړي وو.
طالب چارواکو په دې هکله جزییات نه دي ورکړي چې د نغدي مرستو له لیست نه لیرې کړای شوي خلک څوک دي او ولې لیرې کړای شوي خو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ د شهیدانو پر وارثانو او معلولینو وېشل شوي دي.
د طالبانو حکومت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې دمګړۍ شپږ سوه څوارلس زره نهه سوه لس کسان له دوی سره د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو په توګه ثبت او راجستر دي.
په دې ډله کې څه باندې یو سل او پنځه اویا زره معلولین، نژدې دریم سوه زره یتیمان، او نژدې سل زره کونډې شاملې دي.
د چارواکو وینا ده چې یو سل او اتلس زره د تېر جمهوري نظام یتیمان، کونډې او معلولین هم له دوی سره ثبت دي چې د نورو په څېر ورسره نغدي مرستې کېږي.
د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، افغانستان کې میلیونونه کسان کافي خواړه نه لري او د نفوس ډېره برخه په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
دغه راز افغانستان کې د بېکارۍ شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي بندیزونو او له افغانستانه د پرمختیايي مرستندویه بنسټونو وتلو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره کار موندل سخت کړي چې دایمي کار نه لري او ورځنۍ مزدوري کوي.
د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې یو اعشاریه اته میلیونه معلولیت لرونکي کسان شته چې ځینې یې د ګڼو نورو افغانانو په څېر له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو د پخواني کمیسیون لخوا په ۲۰۲۱ کال کې یوه ترسره شوې سروې کې په افغانستان کې د معلولینو شمېر شاخوا پنځه نیم میلیونه اټکل کړی و او ویلې وو چې اکثره یې په جګړو کې معلول شوي چې اوس یې ګڼ شمېر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.