ویبهو سوریاونشي: ۵۰ اوورونو کې ۵۷۴ منډې او د ۱۴ کلن لوبغاړي نوی ریکارډ

پر چهارشنبې د هند وجې هزارې جام سیالیو کې د بیهار ایالت لوبډلې د کورني کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې. په دې لوبه کې د همدې ایالت ۱۴ کلن لوبغاړي ویبهو سوریاونشي د ایله ۳۶ توپونو پر مټ سلیزه هم بشپړه کړه.

د بیهار لوبډلې توپوهونکو په نننۍ لوبه کې خورا په زړه پورې لوبه وکړه او د ټولو پنځوسو اوورونو له لوبې وروسته یې د ۵۷۴ منډو له جوړولو وروسته د الف درجې کرېکټ په تاریخ کې ریکارډ جوړ کړ.

ویبهو سوریاونشي بیا د ۳۶ توپونو له لوبولو وروسته د ۱۶ څلوریزو او ۱۵ شپږیزو پر مټ سلیزه بشپړه کړه.

دې زلمي لوبغاړي په الف درجه کرېکټ سیالۍ کې له ۵۹ توپونو ۱۵۰ منډې هم بشپړې کړې او د سوېلي افریقا د اې بي ډيویلیرز نړیوال ریکارډ یې هم مات کړ.

سوریاونشي په دې لوبه کې د ۸۴ توپونو له لوبولو وروسته ۱۹۰ منډې وکړې او له میدانه بهر شو.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې د الف درجې سیالیو له پیلولو وروسته نننۍ هغه د ویبهو سوریاونشي اومه لوبه وه.

دې زلمي ته په نړیواله کچه د سږکال په اپرېل کې د ډېرو پام ورواوښت، چې د هند غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې یې پر لومړي توپ شپږیزه ووهله.

له هغه وروسته د خپلې لوبډلې راجستان رایلز لپاره د ګجرات ټایټنز مقابل کې نوموړي د ۳۵ توپونو له لوبولو وروسته سلیزه بشپړه کړه او تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې دغه ریکارډ یې جوړ کړ.

له دې مخکې په ای پي ایل سیالیو کې کرېس ګېل له ۳۰ توپونو ۱۰۰ منډې ترلاسه کړې وې او د ویبهو سوریاونشي سلیزه له هغه وروسته تر ټولو ډېره چټک هغه ثابته شوه.

ده په جولای میاشت کې د ځوانانو یوه ورځنیو نړیوالو سیالیو په ترڅ کې له ۷۸ توپونو ۱۴۳ منډې ترلاسه کړې او یو ځل بیا یې د چټکې سلیزې ریکارډ جوړ کړ.

د ورسیسټر په هغه لوبه کې هند انګلنډ ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

له هغه څلور میاشتې وروسته ویبهو سوریانشي د رادبره کېدونکو ستورو په اسیا جام سالیو کې د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبه کې له ۳۲ توپونو سلیزه بشپړه کړه، چې په شل اووریزو سیالیو کې پینځمه تر ټولو چټکه سلیزه وبلل شوه.

په هغه لوبه کې ویبهو سوریانشي د ۴۲ توپونو له لوبولو وروسته ۱۴۴ منډې وکړې او له میدانه بهر شو.