تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په فرانسه کې اوه افغانان د انساني قاچاق په تور محاکمه شول
ریپوټونه وايي، یوې فرانسوۍ محکمې د دوشنبې په ورځ (د جون په دېرشمه) اووه افغانان او دوه عراقي کردان د یوې کښتۍ د ډوبېدو په تړاو له اوو تر اتو کلونو پورې په بند محکوم کړل. دا کښتۍ په ۲۰۲۲ کال کې له فرانسې برېتانیا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو پر مهال ډوبه شوې وه چې له امله یې مرګژوبله اوښتې وه.
فرانسې او بریتانیا ژمنه کړې چې د انسانانو د قاچاق وړونکو پر ضد به سخت اقدامات کوي. دغه قاچاقبران د زرګونو ډالرو په بدل کې کډوال په نازکو ربړي کښتیو کې له خطرناک انګلیس کاناله د اړولو په خاطر اچوي.
په فرانسه کې دا د خپل ډول قضیې وروستۍ محاکمه وه. یوه کوچنۍ کښتۍ د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۴مه نېټه له فرانسې څخه وخوځېده، چې له افغانستان، البانیا، هند او سینیګال څخه یې خلک لېږدول. کله چې دا کښتۍ له انګلیسي ساحل څخه څو کیلومتره (مایله) لرې وچاودېده، څلور کسان پکې مړه او څلور نور ورک شول. له مړو شویو څخه یوازې یو پېژندل شوی و – هغه یو افغان سړی و. ژغورونکو ۳۹ کسان له ډوبېدو وژغورل.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د فرانسې په لیل ښار کې یوې محکمې درې کسان په اتو کلونو بند محکوم کړل. په دوی کې یو افغان هم شامل و چې غیاباً محاکمه کیده او د قاچاق د عملیاتو اصلي طراح بلل کېده. محکمې نورو ته اوه کاله بند سزا ورکړه. په دوی کې دوه افغان وروڼه شامل وو چې د عملیاتو په تمویل تورن وو او یو بل افغان هم چې د کښتي لپاره یې د مسافرو په راغوښتو اعتراف کړی و، که څه هم ادعا یې وکړه چې دا کار یې د ګواښونو له امله کړی و.
محکمې امر وکړ چې ټول د ۵۰,۰۰۰ څخه تر ۱۰۰,۰۰۰ یورو (۵۸,۰۰۰ څخه تر ۱۱۷,۰۰۰ ډالرو) پورې جریمې ورکړي، او د خپلو سزاګانو له پای ته رسېدو وروسته دې د فرانسې خاوره پرېږدي.
یوولسم سړی، چې په بلجیم کې نیول شوی، په وروستنۍ نېټه به محاکمه شي. فرانسوي څارنوالانو وویل، یوې بریتانوي محکمې دمخه یو سینیګالي تنکی ځوان چې کښتۍ یې چلولې وه، په نهو کاله بند محکوم کړی دی.
د روانې میاشتې پیل کې د محاکمې پر مهال، څارنوالې ویلي وو چې په هغه پېښه کې ښکېله کوچنۍ کښتۍ "د سمندر لپاره هېڅ مناسبه نه وه". هغې وویل چې تورن کسان له داسې کاروباره ډېرې پیسې تر لاسه کوي چې ناقانونه ده او دغو کډوالو په اوسط ډول له دغه کاناله د تېرېدو بدل کې شاوخوا ۳,۵۰۰ یورو چې ۴،۰۰۰ ډالر کېږي ورکول.
لوړ غږ چاودنه: پېښه څرنګه وشوه؟
د پلټنو له مخې، څو کسانو د کښتۍ له حرکت مخکې یو لوړ درز اورېدلی و چې داسې ښکارېده لکه کښتۍ چې سوري شوې وي. قاچاقبرانو مسافرو ته ویلي وو چې اندېښنه دې نه کوي او دا یوازینۍ کښتۍ وه چې د تېرېدو لپاره برابره وه خو سمندر طوفاني و او د ټولو مسافرو لپاره کافي د ژغورنې جاکټونه نه وو. د ژغورل شویو کسانو د شاهدۍ له مخې، هغه کسان چې مړه شول، هیڅ د ژغورنې جاکټ یې نه و اغوستی.
له یوه یا دوو ساعتونو وروسته، کښتۍ له اوبو ډکه شوه او ویریدلي مسافر د بلې کښتۍ پام ورګرځولو لپاره پورته شول. خو د ډوبېدونکې کښتۍ خېټه د اوبو تر وزن لاندې وچاودېده او ټول مسافر يخ سمندر ته ولوېدل.
د ۲۰۲۲ کال پېښه په وروستیو کلونو کې په انګلیسي کانال کې یوه له تر ټولو وژونکو پېښو وه. د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې، د فرانسې ساحل ته څېرمه یوه بله وژونکې پېښه کې ۲۷ کسان ووژل، چې دا قضیه لا محکمې ته نه ده رسېدلې.
سږکال لږ تر لږه ۱۷ کسانو د کانال د تېرېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی. تېر کال دا شمېره ۷۸ کسان وو.
د کډوالو د تېرېدنو د مخنیوي لپاره د هڅو په لړ کې، فرانسوي چارواکي په وچه کې مداخله کوي ترڅو د کښتیو د وتلو مخه ونیسي.
دوی په سمندر کې هم مداخله کوي، خو یوازې هغه مهال چې که کښتۍ د مسافرو د ژغورلو لپاره مرسته وغواړي. پاریس اوس په خپلو هغو ساحلي اوبو کې چې ډېرې ژورې نه دي د کډوالو د کښتیو د درولو په اړه هم غور کوي، که څه هم دا اقدام هم امنیتي او هم قانوني مسایل راپورته کوي.